په مازوخېزم د اخته وګړو ځانګړنې:
• په شدت سره د جنسي ځورونې نه خوند اخلي.
• له سپکاوي خوند اخلي.
• د وهلو او ټکولو څخه خوند اخلي.
• د مقابل لوري څخه په داسې ډول تړل، چې دا په کې زجر وويني او جنسي تحريک په کې پيدا شي.
• د نورو لخوا په ځان باندې د ناوړه جنسي کړنو او ضربو تصورات ويني.
• کله چې په دوی جنسي تېری کېږي، نو په دې وخت کې د ناوړه الفاظو د اورېدو څخه خوند اخلي.
• د مقابل لوري لخوا د فزيکي ځورونې خوند اخلي.
• په ځان باندې د جنسي جبر او جنسي تيري غوښتتنه کوي.
• دغه خلک د نرګسيانو سره ډېره مينه لري (نرګسيان هغه خلک دي، چې له خپل ځان سره ډېره زياته مینه لري او نه غواړي د خپل فکرڅخه په لاس شي.)
• په هر ډول حالت کې دوی د نارضايتۍ احساس لري.
• دوی چې څه ومنل، بيا يې ترې اوښتون ورته ډېر سخت وي.
• دوی په دې خوشالېږي، چې د نورو په وړاندې قرباني شي.
• دوی تل په اړيکو کې غوسه ناک وي.