پښتو ادبیات مې ښه وو، خو پښتو لیکنې او لیکوالي مې هېڅکله نه وه کړې، تر ډېره مې د پښتو لوست او ژبې سره مینه وه.
لومړۍ لیکنه مې تاته د (څنګه ستا د نقاب ښکار شوم) تر سرلیک لاندې وکړه، شاید په هغه لیکنه کې به مې ځینې کلیمې غلطې، د جملوجوړښت ډېر پیکه او ادبیات به مې هم ضعیفه وو .
ته له لومړۍ ورځې تر ډېره پوهېدلې چې زما له تاسره څومره مینه ده، ستا مینه ناکه څهره، خوږ کرکټر او کوم درنښت چې له تا سره وو، زهیې په داسې زولنو وتړلم چې له دې مخکې او وروسته زما په ژوند کې داسې مینه او ګرانښت نه وو تکرار شوي او نه مې تجربه کړي وو،ته ماته د نړۍ تر ټولو انسانانو مینه ناکه او خوږه ښکاره شوې.
قدرمنې! له مودو وروسته مې یو ځل بیا د مینې او ګرانښت ډک سلامونه ومنه، هیله مې دا ده چې په تن روغه رمټه، په زړه خوشحاله او پهسرو شونډو د تل مسکا خوره وي.
نن یوه غوښته کوم زما دغه لیک په ډېر غور سره ولوله او کومې کلمې چې لیکم زما د زړه هغه احساسات او خبرې دي چې هلته تر تاچاپېره او ته مې ددوی په منځ کې پټه او غلې د زړه په قفس کې ساتلې یې.
شاید نور ددې فرصت نه وي چې ووینو او دا مې تاته وروستی لیک شي.
نن شپه په داسې حال کې درته لیک لیکمه چې په خپله کوټه کې کړکۍ ته نږدې د سپوږمي رڼایۍ ته ناست یم، نیمه شپه، چوپتیا خوره ده،اسمان په ستورو دومره ګلالی شوی دی چې د هر ستوري په رڼا کې ستا څهره وینم، کله درته مسکی شم، کله له شرمه ډکې سترګېښکته کړم او بیا په لیکنه پیل وکړم، خو ددې ښکلأ او شنه اسمان تر څنګ نن شپه زما په تن کې داسې توره شپه او وریځ خوره ده چې لهسترګو مې تړمې تړمې اوښکې روانې دي!
ګرمې تبې نیولی یم!
لاسونه مې رپیږي!
د پسرلي روژه ده پشلمي ته په تمه یم!
ستا ډالۍ شوی کتاب مې په څنګ کې دی!
که ته راسره نږدې وای، نو ډیر به دې راته ژړلې وای؛ ځکه پوهېږم چې زما په درد ډېره دردیږي!
ماته به دې له هر چا ډېر قدر او احترام کړ!
ته به زما د خوښیو په لیدو او پرمختګ ډېره خوشحالېدې!
ته ماته د هرې ستونزې په حل کې یوه لارښووده، د پرمختګ لپاره انګېزه او هره لاسته راوړنه به دې څومره په ښه توګه له ما سره یو ځایلمانځله!
ته له زړه ډېره پاکه یې او تل دې ماته لیونۍ مینه راکړې ده!
ای زما د سترګو توره!
زه ډاډمن یم، چې ته تر هر څه زیات زما خوشحالي او نېکمرغي غواړې!
زه خبر شوی یم، چې ته غواړې خپله د ژوند لویه پرېکړه او د تقدیر فیصله وکړې او نوره خپله لاره وټاکې، خو اوس دې خبرې ته ډېر زړهخورې چې زه او زما راتلونکې به بې له تا څنګه کیږي، زه به څرنګه بې له تا ژوند کوم .
تاته خدای پاک نوی کور او نوی ژوند درکوي، خو زه لاتر اوسه معلوم نه یم چې د تقدیر فیصلې به له ما سره څه کوي!
زه ستا په نیت ښه پوهیږم، تا به تل راته ویل چې زما شته او دنیا ستا دي، خو دا د هم ویلي دي؛ کوم څه چې ته غواړې هغه تر ډېرهناممکن دي زړه د له ما څخه صبر کړه.
ګوره! زه مې هېڅکله خپله مینه نه پلورم، زه د خپلې مینې توهین نه کوم او زه د خپل زړه خوشحالي یواځې ستا په سپېڅلې مینه کې وینم!
شاید زه او ته هېڅکله یو بل ته ونه رسیږو !
شاید چې زما او ستا ارمانونه خاورې شي !
شاید زما زړه مات شي ……!
او دا ځکه چې ته د یوې داسې کورنۍ لور یې، چې ته د خپل ژوند انتخاب په خپله نشې کولای !
هو! زه کولای شم د خپلې مینې او ارادې اظهار د ټولو په مخ کې وکړم او زه اوس په دې هم پوره ډاډمن شوی یم چې که چېرته ته زماغوښتنه ومنې زه هر څه ته تیار یم او دا یقین لرم چې ځان به په سره اور کې اچوم؛ مګر تاته به ستا په څنګ کې داسې ژوند جوړوم چې دنړۍ په سر څه وغواړې ستا لپاره به د هغو د لاسته راوړلو لپاره د ژوند تر اخرې شېبې هڅه او زیار باسم تر څو مثبتې پایلې ته ورسېږم.
خو دلته زه نه غواړم چې ته د خپل ګران پلارجان او کورنۍ په وړاندې بغاوت وکړې، زه پوهېږم چې ته یواځې د خپلې خوږې مورجانې،وروڼو او وړو نازولو خویندو سره خپلې نېکمرغه راتلونکې ته په تمه او د خوښۍ په انتظار کې اوښکې تویوې!
زه دومره کولای شم چې همدغه سپوږمي او ستورو ته کله نا کله ستا په اړه یوه یوه داسې جمله ووایمه!
زما مینه ته یې!
زما د ژوند یواځینۍ هیله ته یې!
زما د ژوند خوشحالي ته یې!
ای زما د زړه او ژوند سکونه!
ته ماته څومره ګرانه یې؟
خوږې!
هغه خوږې شېبې، نېکمرغه ژوند او سوکالي چې همدا اوس یې په اړه فکر کوې او ځان ته یې غواړې، لږ نوره هم زما له خوا ځانته زیاتهوغواړه.
کوچنی اختر نږدې دی! څومره چې کولای شې خوشحالي وکړه او له خپل ژوند ډېر خوند واخله.
زه ډاډمن یم چې ته زما خبره منې!
زه په همزولو کې ستا خوشحالي غواړم!
زه غواړم چې ته د خپلو همزولو سره سیاله شې!
زه هېڅکله نه غواړم چې ته د خفګان حس وکړې او یا خفه شې!
زه ستا د ارمانونو پوره کولو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار یم او ما ستا لپاره تل قرباني ورکړې؛ ځکه چې ماته په ژوند کې تر ځان او جهانګرانه او ارزښتناکه یې.
تاته خدای پاک له مینې ډک زړه او ډیره مهربانه خوږه څهره درکړې!
خو ماته خالق له مینې جوړ زړه ، ښایسته څېره او غریبي راکړې!
زه په دې هم پوهېږم چې ته په دې ورځو کې کله ناکله زما په اړه فکر کوې او تر ډېره ماته او زما راتلونکې ته ځورېږې، دا ستا د مینې اومهربانۍ یو ثبوت دی!
زه ستا په مینه او مهربانۍ شکمن نه یمه!
خو دا ځل د تېرو غوښتنو خلاف، زه درنه یو عجیبه غوښتنه کومه!
شاید ستا زړه ته یو څه راشي، چې زه څنګه له تا د تېرو ټولو غوښتنو خلاف داسې غوښتنه کوم!
غوږ شه!
زه له تا غوښتنه کوم چې نور زما په اړه فکر مه کړه، زما او زما د راتلونکې په اړه فکر او هغه ته ځورېدل ستا دنده او مسئوولیت نه دی،سږ کال اختر تر ټولو نورو اخترونو ډېر په خوښۍ او نېکمرغۍ سره ولمانځه.
کورنۍ، خپلوان، ملګرې او همزولې د ټول تر نور هر وخت سږ کال تاته ډېره تمه لري تر څو د ټولو لپاره د خوښۍ او نېکمرغۍ سبب شې.
د همدې لیک تر لیکلو پورې ګورم چې زمونږ او ستاسې ټولنه په ډېر بد وضعیت کې ده، ټول خلک د یوې خندا او مسکا تږي دي، ته ملالهشه سږ کال اختر ته زما دغه یوه خبره په یاد ولره او دا کوچنۍ غوښتنه مې ومنه، چې څومره کولای شې د خپل کور او چاپېریال وګړو ته دنېکمرغۍ د ماشین په څېر داسې بې شمېره او وړیا خوشحالۍ او ښادۍ ډالۍ کړه چې ټول هک پک حیران شي، په دې کار سره به هم تهخوشحاله وې، هم به دې ټول ستا په شاوخوا کې خلک خوشحاله ساتلي وي او هم به زه تر عمره له تا څخه ډېر زیات خوشحاله وم.
ریښتیا تاته به دا پوښتنه پیدا شوې وي چې زه به څنګه کېږم؟
آغلې! تا ماته داسې د ګلونو او نېکمرغه یادونو ډکه د پسرلي په شان دنیاګۍ جوړه او راکړه، چې ستا هره خبره، هر یاد دې او هغه ځایونهچې هره ورځ به مې هلته په تا پسې سترګې غړولې دا ټول چې راټول کړم کلونه کلونه ما د یوه چارج شوي ماشین په شان ژوندی اوخوشحاله ساتي، ددې تر څنګ ستا له خوا ماته ډالۍ شوی کتاب او د ژوند دا لوی بهیر(لیکوالي) چې تا ماته ډالۍ کړي دي دا شیان بهمې دومره د انګېزې او نېکمرغۍ ډک خوشحاله ساتي، چې زه به تر مرګه په دې لړۍ او کیږدۍ کې غرق ستا د مینې سره پل په پل مخکېروان وم.
ما نن شپه هم ستا ټولې ډالۍ راټولې کړې دي، هره شپه چې ته را په یاد شې او زړه مې در پسې تنګ شي، زه ستا یادونو، خبرو ستا دهغو ورځو خاطرو ته پټ پټ له ځان سره ژاړم چې د ټولې ورځې مهمه غوښتنه او کړنه به مې یو ځل په تور نقاب کې ستا د تورو سترګولیدل وو.
زه به ټول عمر ستا دا ټولې ډالۍ ساتم او ددې په مقابل کې به خپلې ټولنې، هغو کاري چاپیریال ته؛ چېرته چې ستا د نقاب ښکار شوم اوهغو وګړو ته به ډېره مینه ورکوم چې په ژوند کې بې مینې پاتې شوې او یا د غره په شان د مینې درد او لرېوالي په زړه او ملا داسې ماتکړي دي چې نور ددې توان نه لري چې پورته شي او د ژوند ستونزو ته مسکي شي مبارزه وکړي.
په دې کار سره به مې هغوی ته یو څه خوشحاله ورکړې وي او دا خوشحالي به زما نا ارامه زړه ته داسې سکون او هیلې ورکړي لکه زمامینه(ته) چې زما په نصیب شوې وې!