څو ورځې مخکې مې د هیواد د یوه لوی صنعتي سازمان د ګومارنې مسئول ولید. دی به کال کې څلور میاشتې په لویو کالجونو ګرځېده چې د وروستي کال په محصلینو کې، ځینې خلک د مدیریت روزنیزې دورې ته او بیا په شرکت کې ګومارنې ته پیدا کړي. له خبرو یې داسې ښکارېدل چې د ځوانانو له لیدلوري او نظریاتو ډېر راضي نه و.
(زیاتره وخت د ورځې له اتو تر دولسو تنو سره مرکې کوم، ټول د خپل ټولګي له اول نومره تر درېیم نومره ګان دي او موږ سره کار ته څه ناڅه لیوالتیا هم لري. موږ د ګومارلو په لومړي پړاو کې د خلکو انګېزې پېژندلو ته ډېر پام کوو. غواړو په دې پوه شو چې دوی څو کاله وروسته د لویو طرحو د لارښوونې مسئولیت اخیستی شي که نه؟ فابریکه یا شعبه اداره کولای شي که نه؟ یا په نورو بڼو له سازمان سره نږدې همکاري لرلای شي که نه؟
زه اعتراف کوم چې ددې ځوانانو له شخصي موخو راضي نه یم … تاسې پوهېږي دوی د دوه ویشت کالو وي، خو د تقاعد شرایطو ته یې تر نورو ډېر پام وي، بله پوښتنه دا کوي چې کار کې خو به یې ډېرې منډې ترړې نه وي؟ دې زیاتره ځوانانو ته د بریا کلیمه د امنیت کلیمې مترادفه شوې ده، اوس تاسې ووایئ، ایا موږ دومره خطر اخیستی او خپل شرکت دې خلکو ته سپارلای شو؟ زه په دې نه پوهېږم چې ځوانان ولې دومره محافظه کار او د راتلونکي په اړه تنګ نظره دي؟ هره ورځ د کاري فرصتونو د پراختیا نښې لیدل کېږي، زموږ هیواد کې په علمي او صنعتي برخو کې ډېر پرمختګ شوی دی. نفوس هم چټکه وده کوي، که امریکا ته د خوشبینۍ کوم وخت وي، نو هغه وخت یې نن دی!)
زیاتره خلک خپلې تمې راکموي او دا چاره موږ ته دا زېری راکوي چې په ګټورو دندو کې سیالي زموږ تر تصوره ډېره کمه ده.
شرط چې بری وي، نو بیا خلک په متر، کیلو، زدهکړو او کورنۍ نه اندازه کېږي، بلکې دا خلک د خپلو تمو له مخې ارزول کېږي. زموږ د تمو اندازه مو د بري اندازه ټاکي، اوس به وګورو چې څنګه لوی فکر کولای شو!
تراوسه مو ځان پوښتلای چې (لوی ضعف مو څه شی دی؟) ښايي د انسان لوی ځان ټيټ یا کم ګڼل وي. ځان کم ګڼل په بېلابېلو بڼو راڅرګندېږي. (احمد) په ورځپاڼه کې کاري خبرتیا ګوري، خو د ترلاسه کولو لپاره یې هېڅ اقدام نه کوي، ځکه وایي چې ددې دندې وړتیا ګني نه لري. د (محمود) بیا (سیما) خوښېږي، غواړي واده ورسره وکړي، خو ورته ویلی نه شي، ځکه فکر کوي چې سویه یې تر ده لوړه ده.
(سمیع) بیا وايي چې (سلیم) یې د توکو ښه پيرودونکی دی، خو اړیکه ورسره نه نیسي، ځکه وایي چې سلیم ډېر شتمن دی، سویه یې لوړه ده، له ما به سودا ونه کړي. (خالد) بیا د دندې لپاره فورمه ډکوي، پوښتنه کېږي چې څومره معاش به غواړئ؟ خالد ټيټ معاش لیکي، که څه هم دی غواړي چې ډېرې پيسې ترلاسه کړي، خو زړه کې وایي چې د ډېرو ارزښت ګني نه لري.
کلونه کېږي موږ د مشرانو دا خبره اورو چې (ځان وپېژنه) خو موږ وایو ددې خبرې معنا ګني دا ده چې یوازې خپل منفي اړخونه وپېژنه. په دې خاطر موږ ته ځان پېژندنه د خپلو کمزوریو، نیمګړتیاوو او ناوړتیاوو ټولګه ګرځېدلې ده.
البته د نیمګړتیاوو پېژندل هم ښه کار دی، ځکه موږ ته هغه برخې را په ګوته کوي چې پرمختګ مو پکې لا نه دی کړی، خو که یوازې همدې پسې ګرځو، نو ستونزو سره مخ کېږو او ارزښت بایلو.
دلته یو تمرین درسره دا مرسته کوي چې خپلې وړتیاوې وپېژنئ، ما دا تمرین د اجرائيوي مدیرانو او خرڅلاو برخې کارکوونکو سره کړی او ښه پایلې مې ترې لرلې دي.
الف. خپلې پنځه ښېګڼې ولیکئ او په دې کار کې له یوه رښتیني ملګري هم مرسته واخلئ، مثلاً د ژوند ملګری/ملګرې، رئیس، استاد، ټولګیوال … يا بل هر څوک چې د موضوع په اړه رښتینی نظر درکړي. ما په هغه روزنیزه برنامه کې دا ښېګڼې یا امتیازات ذکر کړي وو:
- زدهکړې
- فني مهارتونه
- څېره
- ښه کور او ژوند
- نظریات
- شخصیت
- نوښت
ب. اوس هرې ښېګڼې لاندې د خپلو داسې ۳ پېژندګلو کسانو نومونه ولیکئ چې دا ښېګڼې یې نه لرلې، خو لوړ مقام ته رسېدلي دي.
دا کار مو چې وکړ، پوه به شئ چې ډېر بریالي خلک په ځینو برخو کې له تاسې وروسته دي.
دلته یوازې یوې منطقي پایلې ته رسېږو او تاسې باید دا ومنئ چې: تاسې چې ځان څومره ګڼئ، تر هغه ډېر لوی یئ، نو خپل فکر د خپل حقیقت ظرفیت هومره پراخه کړئ. هڅه وکړئ چې افکار مو د مقام په اندازه لوی وي! هېڅ وخت … بیا هم وایم، هېڅ وخت ځان ټيټ مه بولئ.
ځينې خلک به خبرو کې ډېر سخت او ادبي لغتونه کاروي او موږ به یې په خبرو سخت پوهېږو، د هغه کس د لغتونو دیره ښايي پراخه وي، خو آیا فکر یې هم دومره پراخه دی؟ ښایي چې نه وي! کوم خلک چې سختې کلیمې کاروي او خلک یې په خبرو زر او په اسانه نه پوهېږي، دا غږېدونکی کس په زیاتره مواردو کې ځانغواړی او ځانښودونکی وي او عموماً یې د فکر کچه هم ټيټه وي.
په خبرو کې د پوهې مهم معیار یوازې د نااشنا لغتونو کارول نه دی، بلکې معیار دا دی چې دده خبرې او فکربڼه (ذهنیت) یې په خلکو څه اغېز کوي؟
اصلي موضوع دا ده چې موږ د کلیماتو او عباراتو په اساس فکر نه کوو، بلکې د تصویرو او مفکورو په اساس فکر کوو. کلیمې د فکرونو اومه مواد دي. فکر چې کومې کلیمې اوري یا لولي، ذهنی انځورونه ترې جوړوي. هره کلیمه او عبارت په ذهن کې یو جلا انځور جوړوي. که څوک درته ووایي چې احمد دوه منزله کور واخیست، ستاسې په ذهن کې دستی یو تصویر راځي، خو که یې وویل چې احمد یوه نومره ځمکه واخیسته، نو په ذهن کې مو تصویر هم ورسره بدلېږي. موږ د شیانو د توصیف لپاره بېلابېل کلیمات کاروو او دا زموږ ذهنی تصویرونه بدلوي.
اوس د موضوع دې اړخ ته ځیر شئ. تاسې چې لیکل کوئ یا غږېږئ، لکه د سینما ماشین د مقابل لوري د فکر په پرده یو فلم چالانوئ، هلته چې تاسې کوم تصویرونه ښيي هغه ستاسې او د نورو د غبرګون بڼه ټاکي.
مثلاً که تاسې یوې ډلې ته ووایئ چې: (په خواشینۍ باید درته ووایم چې ماتې مو وخوړه) څه فکر کوئ چې دا جمله به هغوی په خپل ذهن کې څنګه مجسموي؟ حتمن به هغوی د ماتې، نهیلۍ او بیوسۍ هغه تصویر ګوري چې د ماتې کلیمه یې ورکوي. اوس که مثلاً د هغې خبرې اپوټه ووایئ چې: (ما یوه بله لاره پیدا کړې، ان شا الله چې نتیجې ته به ورسېږو) په دې خبرې به هغوی بې له شکه د خوښۍ او چمتوالي احساس کوي.
که ووایئ چې: (ستونزې سره مخ شو) د بل په ذهن کې د یوه سخت کار تصویر راوړئ چې څوک یې کولو ته زړه نه ښه کوي، خو که ووایئ چې(سیالي مو پيل کړې)، نو د خلکو په ذهن کې به تفریح، زور ازمویلو او لا ډېرو هلو ځلو انځور پیدا شي.
یا که چاته وایئ چې (ډېر مصرف مو وکړ) د هغوی ذهن ته دستي د مصرف شویو پيسو تصویر راځي، داسې پيسې چې بېرته نه راګرځي، دا دا ډېر بد تصور دی، خو که ورته ووایئ چې: (لویه پانګونه مو وکړه)، نو خلک د داسې یو کار تصور کوي چې ډېره ګټه به ولري او دا تصور به حتمن خوندور وي.
خبره دا ده چې لوی فکر په خپل او د نورو په ذهنونو کې د مثبت، خوشبینه او خوندور تصویر رامنځته کول دی. لوی فکر لپاره باید داسې کلیمې او عبارات وکارول شي چې په ذهن کې لوی او مثبت تصویرونه راوړي.
لاندې جدول کې، ښي لاس ته هغه بېلګې راغلي چې په ذهن کې واړه او منفي فکرونه ایجادوي او چپ لاس ته بیا همدا حالت په لوی او مثبت فکر مطرح شوی دی.
د دې هرې بېلګې په لوستو له ځانه پوښتنه وکړئ چې په ذهن کې مو څه تصویر راګرځي