له ژونده مې دا زده کړل _محمد ابراهيم رحیل

ژوند ظاهرا له څلورو تورو څخه یوه جوړه شوې کلمه ده، خو د ماناوو او پېژندنو یو لوی دریاب په ځان کې رانغاړي چې هر څوک په‌خپل ذهن کې ترې یو ځانګړی انځور لري.
ژوند یوه تل‌پاتې مبارزه ده، د یوه غره څوکې ته ختل دي، یوه سپینه پاڼه ده چې مونږ پکې په‌خپله انځورګري کوو، یو غیر واقعي خیال دی، د خپل د زېږېدو دليل موندل دي، همدا راز د ډېرو خلکو په آند هغه څه دی چې په‌خپله یې جوړوو.
دا ټولې انګېرنې د هغو تجربو زېږنده دي چې د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې راپېښېږي. دلته د ژوند له څو هغو واقعیتونو څخه یادونې شوي چې هر څوک ورسره مخېدونکي دي یا هم ښایي ورسره مخ شوي واوسو:

۱. د ژوند ډیره برخه مو د ناسمو موخو او نظریاتو په څارلو تېرېږي، خو کله چې دا حقيقت درک کړو، دا به هماغه ورځ وي چې په رښتینې مانا ژوند پیلوو.

۲. حقیقت دا دی چې تل د ټولو خلکو خوښ ساتل ناشوني دي. لومړی باید خپل ځان خوښ وساتو، بیا د رښتیا او انصاف تر بریده د نورو د خوښ ساتلو هڅه وکړو. دا باید ومنو چې هر چا ته د خپل ځان خوښ ساتل لومړیتوب لري.

۳. د ژوند د څرخ له ودرولو سره مبارزه، د باد د ودرولو هڅه ده.  د دې پر ځای باید ورسره مل شو او خوند ترې واخلو. د عمر ډېرېدل مو تل‌پاتې مل دی؛ د بېرته راګرځولو هڅه یې د وخت تر عبث کېدو بل څه له ځانه سره نه‌لري، پرځای یې باید خپل ذهنیت بدل کړو، تر څو په شېبو کې مو ښکلاوې وګورو.

۴. هېڅوک کامل او په رښتوني مانا له خپله ژونده خوښ نه‌دي.  که چېرې ځان له ځانه ټيټ‌پوړو خلکو سره پرتله کړو، هله به وپوهېږو چې مونږ څومره شتمن یو او څومره شونتياوې مو په لاس دي.

۵. په یوه نوې پیل کړې هڅه کې مو هېڅوک سمې تګلارې نه‌شي درک کولای، بلکې د ټولو پام جزوي تیروتنو ته مو وي.  کله چې دا حقيقت درک کړو، هله به په ښه توګه خپلې موخې وڅارو او لا غوره تګلارې ومومو او همدا هڅې به مو د ژوند خوندورې شېبې وي.

۶. روغتیا او ذهني آرامتیا خورا ډېره اړینه ده. خپګان، وېره او اندېښنې په ښکاره توګه د روغتيا دښمنان دي او زیانونه یې تر هر هغه څه ډېر دي چې په خوړو کې ترې منعې شوي اوسو. خوښي، شکر ايستل او ځان‌منل د روغتيا له‌پاره تر ټولو غوره درمل دي.

۷. څوک به مو یادوي او ولې!؟ په اوسني بوخت وخت کې هر څوک د ځان په غم کې دي؛ له چا څخه دا تمه لرل چې هره شېبه یې په یاد کې واوسو، دا به مو تېروتنه وي. په‌خپله باید ځان ته ارزښت ورکړو او د نورو په حق کې هم هغه څه ونه‌کړو چې ترې د ځان پر وړاندې تمه نه‌لرو.

۸. ژوند تل‌پاتې نه‌دی، مګر نېکې او ښې کړنې/لاسته‌راوړنې مو هغه څه دي چې د نوم او مقام د پایښت لامل ګرځي. د دې کړنو/لاسته‌راوړنو جوګه به هغه وخت واوسو، کله چې ژوند کول اړتيا نه، بلکې وړتیا او جرئت وبولو.

۹. په ژوند کې هېڅ هم تل‌پاتې نه‌وي. ژوند د لوړو او ژورو یوه ټولګه ده چې هر انسان ورسره مخ کېدونکی دی. په چا چې ډېر حساب کوو، په څه چې ډېر نازېږو، د کوم حالت له‌پاره چې خپه یاستو او زړه خورو او یا هم بې‌کچې خوښ یو او پر مټ یې ځان مو ورک کړی، ومنئ چې ټول تېرېدونکي دي او یوه ورځ نه، یوه ورځ به بېرته عادي حالت ته راګرځو او له سره به د نويو لوړو/ژورو پر لور پل اخلو.

۱۰. مونږ ډېر کله هغو ته ډېر  ارزښت ورکوو چې زمونږ د غوښتنې تر کچې مونږ ته ارزښت نه‌راکوي! هڅه کوو چې ځان‌ته د هغوی پام راواړوو او زړه یې خپل کړو، خو ممکن دا هڅه مو نيمګړې وي! د مینې، ملګرتیا او ورورولۍ له‌پاره باید هغوی ومومو چې په ارزښت مو پوهېږي، خدای رایادوي، په غم او ښادۍ کې اوږه راکوي، معنویات تر مادیاتو لوړ وبولي او لومړیتوب یې د اللّٰه تعالی رضا وي.

Scroll to Top