د نړۍ لويې، لويې ادارې کار کوي، چې که نور هيوادونه خرابيږي هم بايد دوی خپلې ګټې خوندي کړي، ملتونه هم دغه فکر کوي، چې که دوی هيواد ونه لري نه به ښه ورځ وويني او نه به څوک په درد ورته وخوري. په همدې اساس د حکومتونو د بدو پرېکړو په مقابل کې د اصلاح غږ کوي خو له بېخه د ايستو يې اقدام څه حتی فکر هم نه کوي.
برعکس زموږ غميزه په همدې ټکي کې دوه پېړۍ کيږي تکرار را روانه ده او چې ډېر وخت واخلي شل کالو کې يې بنياد باسو او بيا د بل بنياد جوړولو کوشش کو، چې هغه لا تر نيمايي نه وي رسېدلی بيا يې په خپلو لاسو په خپله نړوو.
د دې غميزې اساسي مسايل د تحقيق په اوصولو کې ډېر څرګنديږي خو دا درې ډېر پام وړ دي:
اول: موږ هرڅه ته د (زما ګټه څه شوه؟) له عینکو ګورو، ښه چې همدا اوس زما ګټه نه شته نو دغه بنياد بايد پرېنښودل شي، چې سرته ورسيږي. يعنې وطن دې سر وخوري، چې زه او زما کورنۍ ته يې ګټه نه وي.
دويم: موږ هر ټولنيز درد ته د (په ما يې څه/زما له سر دې بچه وي په تربره کې چې لګيږي، لکه په خټه کې چې لږېدلې وي) نظر لرو او په دې کې هېڅ ډول استثنا نشته او ټول همداسې يو.
درېيم: زه بې تفاوته يم، ولې؟ (سياست د دروغجنو کار دی. شاعري او فرهنګپالنه د اوزګارو خلکو کار ده. مبارزې ته وخت او شرايط نه دي اماده. په واک کې خلک زموږ خلک نه دي. زه نه غواړم وخت مې ضايع کړم…) سل او زر مثالونه په دې برخه کې هرڅوک درک کولای شي او لري يې.
موږ د دې حوصله هم نه لرو، چې ډېرې واقعي خبرې واورو/ولولو او په موږ کې د واقعيتونو د اورېدو ججوری هم نه شته.
ما چې څومره د اهل صالح خلکو، چې د افغانستان سره يې روح او وجود تړلی و د ژوند داستانونه لوستي او تعقيب کړي دي مسلسل د دغې مسلې ښکار/فرار شوي دي، چې د هغوی د اصلاح طلبي نظريات په واک ناستو د ځان لپاره د خطر زيګنال ګڼلی… لويه غلطي زموږ په وطن کې همدا ده، هرڅوک چې په واک کې وي که دې د هغو غلطي ته غلطي ويل يا دې د ښه کارکولو برنامه وړاندې کوله يوه ټاپه خامخا درباندې لګوي او له منځه دې په ډېرو پوچو تبليغاتو وباسي او په دې کې د خپل نظام بقا ويني، چې اصلا د رښتيا د مخنيوي پايله واضح ده، چې په باد راغلي د باد خوراک وي.
دا چې د امير شيرعلي خان له وخت راوروسته موږ په کومه جګړه کې ښکېل يو او ترې وتلی نه شو دا نو پرپړو ليکلو ته اړتيا لري خو لنډه دا، چې د هغه وخت نه ترننه پورې کوم کسان چې د وطن د خير خبره کوي ولې او څنګه له منځه وړل کيږي دا مهمه ده؟
واضح خبره دا ده، چې د وطن د ګټو طرفدار کله هم واک ته د رسېدو ارمان نه لري خو دا ارمان حتماً لري، چې وطن يو بنيادي حل لار پيدا کړي او له شته ناخوالو په تدبير ووځي او سوکاله ملت وويني خو چاته وايې؟ که دې د تدبير خبره وکړه واکمن دې تورنوي يا دې له منځه وړي او يا دې فرار ته مجبوروي…
له اميرشېرعلي خان راوروسته چې هرڅوک واک ته رسيدلي د وسلې په زور رسيدلي او ارمان يې واک ته رسېدل و/دي. هېڅ برنامه نه وه/نشته، که يوه نيمه څوک يادوي د هغوی ليکونکي او ارمانجن چې په کوم مرګ وژل شوي الله مو دښمن هم مه ورسره مخ کوه.
چې د اصلاح نيت ولرې او څه ووايې وايي دا پلاني ته کار کوي او د نظام ضد دی مرګ يې روا دی! مجبور يې يا مړ/فرار شې.
زما د ټولو خبرو پايله دا ده، چې ټول مقاومتونه/جنګي سازمانونه/وسلوالې ډلې ټپلې او د ددين ساتنې او دفاع په نوم هر پرانيستې جبهه کې په واک کې وي يا نه وي، د وطن درد نه شي دوا کولای هو هغه وخت ممکن د وطن د خلکو د سوکالۍ باعث شي، چې له اميره تر صغيره پکې دا خبر ومني، چې موږ نه د خدای په مقام يو او نه د پېغمبرانو غوندې معصوم موږ هم عادي انسانان يو او موږ هم غلطي کولای شو او راڅخه کيږي او بايد د خلکو را سيخه شوې ګوته ووينو. که داسې نه وي، جنګ به دوام ولري او څو ورځې سوړ وضعيت دا معنی نه لري، چې سوله ده! دې ته به علومو کې مغالطه وايي خو په ساده او کليوالي/ وطني اصطلاح ورته دا متل کفايت کوي، چې ژرنده که د پلار ده هم په وار ده او په ډېرې بښنې دا يې تر دې هم ښه توضیح کېدلای شي، چې وار له غولي پاتي کيږي…
که نه غږيږو له درده به غږيږو، په منطقه او نړۍ کې داسې پېچلی لوبې روانې دي، چې نه يې د لومړۍ نړيوالې جګړې له مخه کومه بېلګه موندلی شئ او نه يې له دويمې جګړې راوروسته د درېمې نړيوالې جګړې پورې(درېيمه نړيواله جګړه هغه سوړ جنګ و، چې غريب ملتونه لا هم پکې تاوده دي او هره ورځ پکې نور هم ګرميږي) څوک به ماسره ښايي دا خبرې ونه مني خو اصلا روانې لوبې تصادفات نه دي.
د دين څخه د دفاع په نوم، د وطن څخه د دفاع په نوم، د آزادۍ په نوم ټولې جګړې هم د دين د غلط معرفي کولو له پاره کيږي، چې بېلګې به يې په وخت وړاندې کړو او وطن د دفاع په نوم همچنان کيسه ده… دا د ټولو هيوادونو په اړه وايم له افريقا را نيولې تر اسيايي هيوادونو…. زموږ وطن کې اوس روانه لوبه هم دومره تشويشونه لري، چې کله کله فکر وکړم، چې د ټولې منطقې زورور همدلته سره ښکر په ښکر نه شي، چې موږ به نور هم بدبخته کړي.
په وطن کې په هر نوم جنګ ناروا ده.
که ط ا ل ب يې د بل چا په مقابل کې کوي او که د ط ا لب په مقابل کې يې د آزادۍ او بل او بل په نوم کوي… ځکه د جګړې دوام بندول په کار دي، چې هم دين خوندي کيږي او هم وطن. سلامت په موږ کې نه شته او دا استثنا هم نه لري خو بايد د خبرو/ډيالوګ لاره وټاکو.
که د قدرت خبره نه وي، شته واکمن دې خپله غلطي ومني، بل هر جګړه ايز مبارز دې خپله برنامه وړاندې کړي، نور دې د خلکو ژوند نه سره تريخوي.
سپينه خبره دا ده، چې نه والله بالله که يو هم ددين له غمه مړ وي يا د وطن د قدرت جګړه ده او بده يې لا دا ده، چې ټول طرفين په لويه کچه له يوه ډنډه اوبيږي او مړيږي.
ځوانان که له وطن څخه د باندې دي او که په وطن کې په دې فکر دې ژوند وکړي، چې موږ سوکاله او له جګړو لرې وطن غواړو. هېڅ جګړه مار د وطن لپاره پرته له جګړې هېڅ ډول پلان نه لري، ټولو هغوی ته چې له زور څخه کار اخلي نه ځکه ووايئ، چې بل څه نه لري. څوک چې منطق ولري/ دليل هغه زور نه غږوي.
تاسې به ليدلي وي، چې کمزوری زور او زورور حوصله غږوي.
د سليمان لايق دوه څلوريزې دلته د تاريخي وضاحت په اړه رانقلوم
چې راغلی زموږ سيمې ته فرنګ دی
په دې خاوره له همغې ورځې جنګ دی
د وطن د ازمويلو حاجت نه شته
ټول يې ګوري چې په خپلو وينو رنګ دی
يا
چې په دې خلکو مين و هغه مړه شول
يا د ننګ په کار کې غرونه شول پاخه شول
هغه نور چې د چا سيوري ته ولاړ و
هېڅ شی نه و خو په ويش کې هر هر څه شول
خبره دا ده، چې موږ بايد له وطن سره خپل چلند بدل کړو که چېرې زموږ د ځوانانو دا سرسري او سوړ چلند وي او په دې تاريخي پړاو کې يوه ځواکمنه سازماني مبارزه ونه کړي نو همدا د بل ناورين د نه مخنيوي پيل دی، لکه موږ چې نن ښه ورځ نه لرو، ځکه پلرونو، نيکونو او غور نيکونو مو همداسې سطحي چلند کړی، زموږ راتلونکو نسلونو ته بيا موږ پلرونه او نيکونه يو، چې بدبخته کوو به يې…