د اخبارو راويان وايي، چې کوم وخت سکندر د پښتونخوا ممالک ونيول او د يونان بيرغ يې د اريانا او روه په غرونو کې لوړ کړو، نو دلته يې د امنيت، د قیام او په ساړه زړه سره د حکم چلولو لپاره ډېره موده کوښښونه وکړه، مګر هيڅکله د بغاوتونو او انقلابونو څخه فارغ نه شو او نه په راټول زړه سره په تخت کېناست.
په آخره کې چې نور ټول دستورونه بېکاره ثابت شول، نو خپل مشهور مدبر او حکيم استاذ ارسطاطاليس ته يې (چې د سکندر د ټولو فتوحاتو راز دده په حکيمانه مشورو او تدبيرونو کې پټ وه) يو مبسوط خط وليکلو چې د هغې يوه ټوټه دا ده:
«ډېره موده وشوه، چې په دې ممالکو کې ما د امنيت د قيام او د قانون د رايجولو لپاره هر قسم زيار وايست، لېکن دې خلکو چې زما په مقابل کې کومه وسله پورته کړې ده، هغه يې کېنښوده، دلته همېشه جنګ او جګړې اوسي او د هرې خوانه بغاوتونه او انقلابونه پورته کېږي، دا خلک حکم ته هيڅ غاړه نه ږدي، زما خپله رايه په دې قايمه شوې ده، چې په دې عالم کې يو عام قتل وکړم او د تورې په زور يې غلی او ارام کړم.»
ارسطاطاليس، چې د پورته خط په ځواب کې خپله کومه نظريه ليکلې ده، د هغې حاصل لاندې ليکل کېږي:
«څه رنګ چې زه ددغه ملک په طبيعي وضعيت او فطري آب و هوا باندې فکر کوم، نو دا معلومېږي، چې د دغه ملک طبيعي تقاضا دا ده چې ددې خاورې نه پيدا شوي دي جنګجو، زړور، غيور او آزاديخوا وي، ته د مملکت طبيعي آب و هوا نه شې بدلولی، که قتل عام په کې وکړې، دا خاوره به بيا همدغه رقم وګړي پيدا کړي او هغوی به ستا د دغه کړنو په اثر تا سره لا زيات دښمنان شي، نو بهتره طريقه دا ده، چې د احسان په زورې قانع کړې، ځکه چې د احسان په زور په زړونو حکومت کاوه شي او دا قوت په توره کې نه شته.!»