غواړئ ښه ليکوال شئ!؟

دوهمه برخه

– د ښه ليکوال جوړيدو لپاره بايد څه زده کړو؟

ممکن ځينې پرته له مسلکي روزنې او علم درلودو سره يو ښه لیکوال شئ او ټولنې ته ګټور مطالب وړاندې کړي. خو ځينې يې بيا پرته له مسلکي روزنې او علم درلودو څخه يو ښه لیکوال جوړېږي او ټولنې ته ګټور مطالب ليکي او نشروي. همدارنګه ځينې کسان ممکن پرته له مسلکي روزنې او پوهنتون ته تلو يو ښه کتاب وليکي، او ځينې يې بيا مخکې له دې چې يو ښه لیکوال جوړ شي، مسلکي روزنې او علم درلودو ته اړتيا لري. زموږ په ټولنه کې هغه کس چې له ادبیاتو فارغ وي ښه ليک او نثر لیکلی شي. خو ليکوالي يوازې د ادبياتو فارغ شوي کس کار نه دی. ليکوالي يو هدف دی. هغه کسان يې ترلاسه کولای شي چې څوک يې هيله ولري. موږ په تېره برخه کې يادوري وکړه، چې هره ورځ يو څه ولېکئ او نشر يې کړئ که څه هم يوه کوچنی جمله يا عبارت وي.

– څنګه يو بريالی او نامې ليکوال شم!؟
يو ښه ليکوال لاندې مهارتونو ته اړتيا لري.

– مفاهمه او د فکر څرګندونه
– ګرامر
– څېړنه
– تمرکز
– نوښت رامنځته کول

لومړی: د مفاهمې او د فکر څرګندولو مهارت
يو ښه ليکوال اړ دی چې د ټولنې له بېلابېلو افرادو سره د مفاهمې او د فکر څرګندولو هنر ولري. ځکه په ټولنه کې د افرادو تر منځ يو شمېر توپيرونه شتون لري لکه د عمر،جنسيت او علميت له پلوه. خو يو ښه ليکوال بايد له هر چا سره د هماغه شخصيت په اندازه خبرې وکړي.

دوهم: ګرامر، د لغاتونو زده کړه او املايي سمونه
يو ښه ليکوال بايد په ليکنه کې ګرامري نقاط،د ښې املا ليکنې او د لغاتونو د زده کړې او ياداښت هنر ولري. په دې دريو واړو هنرونو سره يو ليکوال کولای شي چې عالي سطحه، يوه مقاله،اخبار،کتاب او د يوې ليکنې يا يوې موضوع ايډيټ او پروف په فوق العاده ډول ترسره کړي.

درېيم: نوښت او بدلون
يو ښه ليکوال بايد په ليکنه کې د نوښت او بدلون رامنځته کولو مهارت ولري. ليکوال بايد په خپله ليکنه،مقاله او خپل کار کې يوې موضوع ته په پراخ ډول بدلون ورکړي،او د خپل کار په پايله کې په لوستونکو کې د نوښت رامنځته کولو فرصت برابر کړي.

څلورم: د متمرکز کيدو وړتیا
يو ښه ليکوال بايد نه يوازې د هغه د ذوق مطابق ليکنو کې ښه تمرکز او ليدلوری ولري او همدرانګه د هغه د خوښې موضوع ښه ليک او تحليل کړي. بلکې لیکوال بايد په هغو موضوعاتو کې هم چې نه يې خوښېږي ښه ليدلوری او تمرکز ولري.

پنځم: د څېړنې وړتيا
ځينې وخت يو لیکوال په خپل کار او لیکنو کولو کې بهرني موادو ته اړتيا لري. د ښه ليکوال جوړيدو په حیث تاسو باید څېړنې وړتيا ولرئ تر څو په انلاين ډول يا هم په کتابتون کې له ماخذونو ښه استفاده او څېړنه ترسره کړئ، ترڅو خپله ليکنه يا کار مو پرې بشپړ کړئ!

Scroll to Top