علاقمند شئ!

ډیری خلک به مو په خپل ژوند کې لیدلي وي، چې دوی د خپل مسلک او کار سره مینه نه لري.
دوی تل د خپل مسلک او کار څخه شکایت کوي وایې، نور نه شم کولی چې زه دغه کار ترسره کړم، د خپل کار څخه ستړي وي هره ورځ په دې فکر کې وي، چې نن یې پریږدم او سبا یې پریږدم، لنډه دا چې دوی د خپل کار څخه نا امیده شوي وي زړه یې نه غواړي چې نور پکې مخته لاړ شي.
خو تاسو لپاره زه څو مهم ټکو ته اشاره کوم، چې په عملي کولو سره به تاسو د خپل کار سره علاقمندي زیاته شي.

۱: هغه څوک چې د خپل کار سره مینه نه لري، دوی باید په خپل مسلک کې مثبتې زاویې ولټوئ، یعنې هغه منفي فکرونه چې د تاسو سره مل دي باید ورباندې تمرکز ونه کړئ پر ځای یې په مثبت اړخونو باندې کار وکړئ.

۲: د کار پر مهال مو د خپلو همکارانو سره صمیمي چال چلند وکړئ، د دوی سره په خپلو خبرو کې زیات وخت ټوکو ټکالو ته ورکړئ یو بل سره مینه ولري، په خپلو کارونو کې تل سره همکاره اوسئ.

۳: د ځان لپاره خپل کاري چاپیریال ښایسته کړئ.
دغه هم د خپل کار سره د علاقمندۍ یو مهم اړخ دی، چې باید پاملرنه ورته وکړئ، ځکه که چېرته ستاسو کاري چاپیریال چې تاسو پکې کار ترسره کوي غیرې منظم وي، نو دغه ستاسو پر کار بد تاثیر کوي تاسو د خپل کار څخه زړه توري کوي، نو د خپل ځان لپاره یو داسې دفتر یا کار ځای
جوړ کړئ، چې تاسو پکې زړه تنګي نه شئ.

۴: د خپلو مشرانو سره د کار پر مهال اوسیږئ.
که چېرته د کار پر مهال یاست نو د تاسو څخه مشرانو سره اوسیږئ، ځکه دوی ستاسو څخه مشران دي نسبت تاسو ته ډېری تجربې لري، د دوی په ژوند کې ډېری ښې او بدې خاطرې پرتې وي، چې په کولو سره یې ستاسو انرژي نوره هم هم لوړیږي او د خپل کار سره مو مینه پیدا کیږي.
یو ډول احساس هم په تاسو کې پیدا کیږي، ځان خوش بخته در ته ښکاري، چې د خپلو مشرانو سره اوسیږئ.

۵: له ځانه پوښتنه وکړئ؛ که چېرته مې دغه کار نه درلودی، نو زه به څه وی.؟
که تاسو یو استاد، انجینر، ډاکټر، خټګر، مستري بزګر یا بل کوم کسب لري نو د ځان څخه پوښتنه وکړئ؛ که چېرته زما دغه کار نه وی، نو زه به څه وی؟ چېرته به مې سوال کولی، بل کوم ځای کې به مې یو بل سخت کار کولی، که څه به وی.؟
دغه فکر کول هم ستاسو سره پوره پوره مرسته کولی شي او ستاسو علاقمني زیاتوی شئ.

۶: د لنډ مهال لپاره نور سخت کارونه تجربه کړئ.
دغه هم ستاسو سره په علاقمند کیدو کې مرسته کولی شئ؛ تاسو یو ځل د خپل کار څخه نور سخت کارونه ترسره کړئ، بیا به تاسو ته تجربه وشئ، چې تاسو څومره په یو ښکلي کار کې بوخت یاست، نو بیا به تاسو هېڅکله د خپل کار څخه شکایت ونه کړئ.

۷: خپل در سپارل شوی مسؤلیت پرته له دې چې څوک غږ درباندې وکړي، پوره په ژمنتیا، صداقت او خپل وخت سره ترسره کړئ.

۸: په خپل کار کې تل د نوښت په لټه کې شئ، هره ورځ د یو نوي څه زده کولو او ترسره کولو هڅه وکړئ.

۹: پر انرژي اوسیدل؛ چې د انرژۍ لپاره تاسو ته پوره خوب کول اړین دی، یعنې تاسو باید په شپه او ورځ کې لږ تر لږه اته ساعته خوب ولري، سالم خوراک او څښاک ترسره کول پر انرژي اوسیدو لپاره یو بل مهم جذ دی.
چې تاسو سره په علاقمند کیدو کې مرسته کولی شئ.

که چېرې تاسو په خپل ورځیني ژوند کې دغه ټکو ته پاملرنه وکړه نو زه باوري یم، چې تاسو به د خپل مسلک یا کار سره پوره مینه علاقمندي ولرئ په پوره خوشالۍ او حوصلې سره به خپل کار ترسره کوئ، بیا به تاسو هېڅکله د خپل کار څخه شکایت ونه کړئ.
او په ژوند کې به مو یو لوي خڼډ له منځه وړی وی، هغه خڼډ چې تل ستاسو سره په خپل کار کې مل و.

Scroll to Top