دا نړۍ ډېره پراخه غیږه لري مختلف مذهبونه مختلف دینونه او مختلفې ځانګړنې دود، دستور، کلتور، عرف عادات او عنعنات انسان تهبویه چې د خپل دین و مذهب او د خپلې ټولنې فرهنګ مطابق ځان ټولنې سره عیار کړي یوه لویه فاجیعه چې په دې وروستیو کې زموږ پهټولنه کې ډېره تر سترګو کيږي ممکن د ډېرو با درکه خلکو ورته پام وي هغه دا چې ځیني وګړي زموږ په ټولنه کې ځان ټولنې ته یو ښه اونیک انسان معرفي کوي یا په بله معنا د یو ښه شخصیت لرونکي شخص تمثیل کوي اما برعکس په حقیقت کې هغې نه وي حقیقت دا دیچې همدغه کس ډېره پست او منفوره چهره لري ولې ځان باید د ازیت لاندې راولو درځئ ژبه او عمل باید یو کړو، د ټولنیز ژوند اړیکېدقیقاً د باور اعتماد په اساس مخې ته ځي که باور مو وبایلود ښایي د خلکو له پامه وغورځېږئ د همدې خبرو په وساطت دوه اړینو او منلوخبرو ته اشاره کوم
لومړی: که یو شخص په ټولنه کې ښه محبوبیت ولري که حدا اقل یا حد اکثر یې ټولنې ته په خیریه او ټولنیزو کارونو کې ګټه رسېدلې ويبناً ځینې خلک بیا بدنیتاً یا عُقدتاً د دغه شخص کړنې نشي زغملی په یو ډول نه یو ډول یې کښنځي او بد ورپسې وایي چې دا چارهبدبختانه زموږ په ټولنه کې معمول ده
دوهم: ځيني اشخاص بیا عمل کې هېڅ نه وي اما غواړي ځان لوی حساب کړي لهذا هغوی چې په ټولنه کې په واقعې معنا منليشخصیتونه دي د ډېرو لوړو ژورو، تنګ او سختو حالاتو نه راوتلي همدغه طبقه خلک بیا بادرکه پوی خلک درک او حیس کوي هممهاله یېقدردانی عزت او احترام کوي.
درځئ وخت مو مدیریت کړئ د بریا دروازې هر وخت خلاصې وي هڅه او هاند وکړئ پخپل ټول ژوند کې په هره برخه کې رښتني صادقاو پاک نفسه اوسئ نورو ته ایډیال او الګو جوړ شئ د ژوند ټولې چارې و کړنې تاریخ ضبط ته ځي زمان و مکان تر ټولو غوره قاضي دی.