سالم فکر روزل د ځوان مسئووليت دى / سردار محمد سمسور

ځوانان د يوې ټولني لپاره د ځنځير کړيو پڅېر دي، لکه څرنګه چې د ځنځير کړۍ يو له بل سره مستقيما اړيکه لري همدا شان ځوانان همد ټولني په سم لور ته تګ کې رغنده رول لري

نوره نړئ کې ځوانان د يوي ټولني تر ټوله مهمه برخه ګڼل کيږي

د ځوانانو لپاره بيلابيل پروګرامونه جوړيږي، په هره برخه کې د ځوانانو نظرونه اخيستل کيږى او آن په ملي مسايلو کې په ملي کچه دځوانانو نظرونه آوريدل کيږي د ځوانانو کار د هيواد کار دي، د ځوانانو پرمختګ د هيواد پرمختګ دي، ځوانان په نړئ کې د يو هيوادنماينده ګي کوي

خو له بده مرغه زمونږ افغانستان کې ځوانان د سترو ننګونو سره مخ دې چي تر ټولو دوه ستري ننګوني دې چې يوه يې زده کړه او بلهبيکاري ده چې د دې سترو ننګونو له امله ځوانان داسي کارونو ته مخ کوي چې هم ځان ته زيان رسوي هم افغانستان ته او هم راتلونکئمستقبل خرابوي

د ځوانانو همغږي او مثبت افکار جوړول کولاى شي د هيواد لپاره ډيري لاسته راوړني ولري

نو ځوانان بايد خپل افکار د منفي پر ځاى مثبت کړي د هيواد راتلونکئ په نظر کې ونيسي، دا هيواد ځوانانو ته اړتيا لري

يوه سالمه ټولنه لوستو، با احساسه مثبت فکرو او سالم فکر لرونکو ځوانانو ته اړتيا لري٠

Scroll to Top