ډېری خلک وايي سکون نلرو، ارامښت مو نشته، خوب مو سم نه دی، که څه هم شکر د مالي امکاناتو له اړخه څه ځانګړې ستونزه نشتهخو بيا هم ناخوښ او مضطرب یو… د داسې او د دې ورته پوښتنو ځوابونه ډېر ساده او اسانه دي.
الله تعالی ته وخت ورکړئ، عبادت يې وکړئ خو په خشوع او خضوع سره، که د سرګرمۍ لپاره مطالعه کوئ نو د پوهې او ښه عمل کولولپاره هم مطالعه وکړئ.
د پلار او مورې لاسونه مو د تواضع لپاره ښکل کړئ او که درڅخه لرې وي زنګ ورته ووهئ يا هم که خدای مه کړه وفات شوي وي دعا ورتهوکړئ.
د خپلوانو او بې وزلو سره د ليدنې لپاره وخت ځانګړی کړئ، هېڅ چا پورې ريشخند مه وهئ او د شتمن او بې وزله ګاونډي ترمنځ توپير مهراولئ.
د چا له ستاينې ډېر مه خوشحاله کېږئ او د چا له بې احترامۍ هم ډېر مه خپه کېږئ، هغه څوک چې په ټولنيز لحاظه له تاسې ټيټ وي پهکمه سترګه ورته مه ګورئ.
کاريگر، د ښاروالۍ مامور، د دفتر خدمې او خدمتګار ته سلام واچوئ او د حال احوال پوښتنه يې وکړئ.
له زړه مو کينه او کرکه لرې کړئ، که څوک مو پوروړی وي، بده رويه ورسره مه کوئ، مېلمه ته په ورين تندي ښه راغلاست ووايئ.
د مشرانو په خبرو کې مه وردانګئ او له بې ځايه دليل ويلو ډډه وکړئ.
هو! همدا پورته ذکرې شويو لارښوونو ته د عمل جامه ور واغوندئ.
يوازې لوستل يې خو هر چاته خوند ورکوي.