زۀ څو ځله له دې پوښتنو سره مخ شوی یم.
زدهکړې ګټه نه کوي، ځکه وظیفه نشته.
موږ ولې زدهکړې وکړو، چې د ټولنې نورو وګړو زدهکړې کړي کومه ګټه یې ورته وکړه؟
ځواب
موږ ځیني تصورات ډېر لنډ او محدود دي.
موږ لۀ زدهکړو د شتمنې ترلاسه کولو تمه لرو.
موږ(ټولنه) فکر کوو، چې څوک زدهکړې وکړي باید ښه معاش ولري.
ښه مقام ولري.
ښه صلاحیتونه ولري.
خو حال دا چې زدهکړې پۀ معاش، مقام، صلاحیت او دې ته ورته شیانو پورې نه دي تړلې.
زۀ ډېری کسان پېژنم چې لوړې زدهکړې لري، خو معاش یا پيسې نه لري.
او ډېر داسې خلک هم پېژنم، چې پیسې لري، خو زدهکړې نه لري.
که چېرته زدهکړې او پیسې( مادي شتمنۍ) یو له بل سره لازم او ملزوم وای؛ نو هغه کسان چې زدهکړې یې کړي باید شتمن وای.
او هغه کسان چې نالوستي دي، باید فقیر او غریب وای.
خو حال دا چې داسې نه ده.
موږ تل مادیاتو ته پۀ ارزښت قایل یو، خو معنویات بیا پۀ هیڅ شمېرو!
زدهکړې تر ډېره ښایي مادیات در نهکړي، بلکې معنوي برخه مو غني کوي.
همدا معنویات د ژوند پۀ جوړښت کې مؤثر رول لوبوي.
زدهکړې پۀ مادیاتو پورې مه منحصروئ.
ایا دا کفایت نهکوي،چې موږ دې زدهکړې ددې لپاره وکړو چې یو ښه انسان شو؟
ایا دا بسنه نهکوي،چې موږ زدهکړې ددې لپاره وکړو،چې ځان او د ځان پېداکوونکی وپېژنو؟
ایا دا به د زدهکړو ارزښت نه وي، چې موږ خپل حق او د بل حق وپېژنو؟
کله چې موږ نالوستي یو، نو دغه برخې مو هم نیمګړې دي.
دا بس ده چې موږ غوره انسانان شو، دا ضرورت دی، چې ځان او د ځان پېداکوونکی وپېژنو.
دا ژوند دی،چې خپل حق او د بل حق وپېژنو، دا د زدهکړو رسالت دی.
همدا یې موخه ده.
زدهکړه پۀ ذهن پانګهاچونه ده.
نو یوازې مادیاتو،ښه معاش، ښه موقف ته یې مه رالنډوئ.
ښۀ کور،ښه کالي،ښه موټر … موږ پۀ پیسو اخیستی شو، خو اما ښه ذهن ښۀ پوهه بیا نه پلورل کیږي.
همدا دې زدهکړې ارزښت شو، پۀ همدې موخه زدهکړه وکړئ.نه د مادیاتو لپاره.