کله چې هندي میلیاردر رتنجي ټاټا نه په یوه تلیفوني مرکه کې د رادیو خپرونکي وپوښتل:
” یادیږي مو؟ ،تاسې په ژوند کې کله ډير خوښ وی”؟
رتنجي تاتا وویل:
“زه په ژوند کې د خوښۍ له څلورو مرحلو څخه تېر شوی یم، او بالاخره د ریښتینې خوښۍ په معنی پوه شوم.”
لومړی ګام د شتمنیو او سرچینو راټولول وو.
مګر پدې مرحله کې ما هغه خوښي ترلاسه نه کړه چې ما غوښتل.
بیا د قیمتي توکو او شیانو د راټولولو دوهم پړاو راغی.
خو پوه شوم چې د دې څيز اغېز هم موقتي دی او د قيمتي شيانو ځلا اوږده موده نه پاتې کېږي.
بیا د یوې لویې پروژې د ترلاسه کولو دریم ګام راغی.
دا هغه وخت و چې ما په هند او افریقا کې د ډیزل 95٪ عرضه درلوده.
زه په هند او آسیا کې د فولادو ترټولو لوی فابریکه هم لرم.
مګر دلته هم ما هغه خوښي ونه موندله چې ما یې تصور کړی و.
څلورم ګام هغه وخت و چې زما یو ملګري له ما څخه وغوښتل چې د ځینو معلولو ماشومانو لپاره ویلچیر واخلم.
شاوخوا 200 ماشومان.
د ملګري په وړاندیز، ما سمدلاسه ویلچیرونه واخیستل
خو ملګري ټینګار وکړ چې زه هم ورسره ولاړ شم او ویلچیرونه ماشومانو ته وسپارم.
زه چمتو شوم او ورسره لاړم.
هلته ما په خپلو لاسونو دغه ویلچیرونه دغو ماشومانو ته ورکړل
ما د دې ماشومانو په مخونو کې د خوښۍ یوه عجیبه څرک ولید. ما دوی ټول په ویلچیرونو کې ولیدل، تګ او تفریح کول يې پيل په حال
داسې ښکاريده چې دوی کومې میلې او چکر ځای ته رسیدلي،
ما په خپل ځان کې ریښتینې خوښۍ احساس کړه.
کله چې ما د وتلو پریکړه وکړه، یو ماشوم زما پښه ونیوله.
ورو مې هڅه وکړه چې خپلې پښه ترې خلاصخ کړم، خو ماشوم زما مخ ته وکتل، پښه یې ټینګه ونیوله، ښکته شوم او له ماشومه مې وپوښتل: نور څه غواړې؟
د ماشوم ځواب نه یوازې زه حیران کړم بلکې د ژوند په اړه زما لیدلوری يې هم بدل کړ.
دغه ماشوم وویل:
“زه غواړم ستا مخ/څېره په یاد وساتم تر څو کله چې زه په جنت کې له تاسو سره وینم، زه تاسو وپیژنم او بیا مننه وکړم.”
#ژباړه