رونالډو څنګه د سترګو په رپ کې کوکاکولا شرکت ۴ میلیارده ډالر تاواني کړ؟

د فوټبال مشهور لوبغاړي رونالډو د سترګو په رپ کې د کوکاکولا شرکت نږدې ۴ میلیارده ډالر تاواني کړ.

خبر دا دی چې د فوټبال مشهور لوبغاړي د اروپايي فوټبال سیالیو په اړه خبرې کولې او مخې ته یې د کوکاکولا بوتلونه یې ایښي وو. دې فوټبالر د کوکاکولا بوتل له خپلې مخې لرې کړ، د اوبو بوتل یې را واخیست او ويې ویل چې: (خلک باید اوبه وڅښي).

له دې یوې وړې پېښې وروسته په څو دقیقو کې د کوکاکولا شرکت د نړۍ په کچه ۴ میلیارده ډالر زیان وليد.

څنګه؟!

داسې چې د تېرې دوشنبې په ورځ په اروپا کې د کوکاکولا د بازار ارزښت ۵۶٫۱ میلیارده ډالر و، خو د رونالډو رسنیز کنفرانس چې ختمېده دا ارزښت یې ۵۵٫۲ میلیارده ډالرو ته راښکته شوی.

د کوکاکولا شرکت د ونډو بیه د ونډو په بازار (سټاک مارکېټ) کې ۱٫۶ سلمه ښکته شوه چې له مخې یې د کوکاکولا شرکت نږدې ۴ میلیارده ډالر زیان وليد.

د کوکا کولا شرکت څه وکړل؟

د کوکاکولا شرکت ویاند رسنیو ته ویلي چې هر څوک خپله خوښه لري او په خپله خوښه څښام څښي، د هر چا اړتیا او ذوق بدل وي.

رونالډو ولې کوکاکولا لرې کړه؟

دا ځکه چې نړیوال لوبغاړي ډېر کلک پرهېز کوي او د خوږو (بوره لرونکو) خوړو له خوړلو سخت منع شوي دي.

Scroll to Top