ذهـــنــي کـثــافــات!

موږ هېڅکله چاته دا اجازه نه ورکوو چې خپل کثافت زموږ د کور مخته واچوي خو هغو ته دا اجازه ورکوو چې د خپل ذهن منفي کثافت د ناهیلي کیسې ، ډار، خفګان او…..زموږ په ذهن کې کته او پورته کړي.

خو ولې؟؟؟

فکر وکړئ زموږ ذهني روغتیا لکه یوې ارزښتناکې تابلو په څو کلکو میخونو پر یوه دېوال نصب شوې ده.
فرضاً که میخونه زاړه وي او تابلو هم یو نامعلوم برخلیک سره مخ ….
دا که راولوېږي دانه دانه به شي او له منځه به لاړه شي.
دې حالت کې غوره کار او حل لاره دا ده چې ټول میخونه یو یو وګورو زاړه ترې بیل کړو او پر ځای یې نوي میخونو ته هغه چې لکه یو روغ او مثبت فکر دي ځای ورکړو.

#ژباړه_شبانه_دوران

Scroll to Top