د کرېکټ له سیالیو د غازي امان الله خان نوم لرې کولو غبرګونونه را پارولي

د افغانستان کرېکټ بورډ په کندز ولایت کې د کرېکټ لېسټ اې سیالي پيل کړی، خو د ټولنیزو رسنیو کارونکي نیوکه کوي چې ولې یې له دې سیالو د «غازي امان الله خان» نوم پاک کړی دی.

افغان کرېکټ بورډ تر دې وړاندې یادې سیالۍ د « د غازي امان الله خان لېسټ اې» سیالیو په نامه ترسره کولې.

د کرېکټ بورډ په ټولنیزو پاڼو زیاتره کاروونکو د بورډ دا پرېکړه غندلې او له کرېکټ بورډ یې غوښتي چې سیالۍ په خپل پخواني اصلي نوم ترسره کړي.

حشمت مومند کرېکټ بورډ پوښتلی چې له سیالیو مو «د غازي امان الله خان نوم ولې لرې کړ؟»

سید اسماعیل لیکلي: «په دې یو افغان هم نه دی خوښ چې تاسې له سیالیو [د غازي امان لله خان] نوم لرې کړ.

عليزي افغان لیکلي: «تاسې ولې هڅه کوئ چې لوبې سیاسي کړئ؟ او د غازي امان الله خان نوم ترې لرې کوئ؟»

سید اسماعلی صدیقي ګواښ کړی چې د نوم له بدلون وروسته به څوک د سیالیو لیدلو ته ور نه شي.

کرېکټ بورډ د سیالیو په عنوان کې یاد بدلون له هغې وروسته راوړی چې اوسني حکومت په تورخم ښارګوټي کې له یوې لوحې د غازي امان الله خان انځور پاک کړ.

یاد اقدام په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه وغندل شو او ځینو کاروونکو دا د افغانستان د ملي هویت محو کولو هڅه وبلله؛ خو د طالبانو حکومت یې دلیل دا وایي چې په شریعت کې د انځورو د خپرولو اجازه نشته.

د یادونې وړ ده چې کرېکټ بورډ تر دې دمه د سیالیو د نوم بدلولو په اړه هېڅ ډول وضاحت نه دی وړاندې کړی.

 

 

 

 

Scroll to Top