دروني احساسات له بهرني پېښو څخه سرچینه اخلي، د ارواپوهنې له نظره ځاني غبرګونونه له بهرني عواملو څخه رامنځته کېږي. وېره، ډار، نهیلي، هیله، بریا، ماته، غوښتنې، څښاک او خوراک دا ټول هغه څیزونه دي چې زموږ دروني غرېزې ورسره د اړتیا له مخې او ځینې یې د لاشعوري په توګه مخامخ دي. که موږ ناروغېږو نو خامخا ناسم څښاک او خوراک مو کړی وي، مخکې له هغې چې د نارغیو لامل پیدا کړو! لومړی درمل خورو چې دا خپله عادت رامنځته کوي. ځینې غوښتنې د اړتیا په بڼه وي او ځینې غوښتنې د عادت له مخې وي او موږ دې ته اړ کوي چې ترسره یې کړو، که په لومړیو کې د مهارولو لپاره یې ګام پورته نه کړو نو بیا وروسته یې په نه ترسره کولو کې اروايي ناروغۍ رامنځته کوي، یانې موږ باید د خپلې هرې غوښتنې ته لبیک ونه وایو، کېدای شي وروسته مو عادت وګرځي. دا چې ولې موږ سمې غوښتنې کمې او ناسمې غوښتنې ډېرې لرو نو باید لامل یې پيدا کړو؟
د هر خوځنده انسان همدا هیله وي چې مثبت کارونه ډېر وکړي، له وېرې څخه ځان وساتي، هیله من وي، بریا ترلاسه کړي، د نړۍ شتمن انسان وي، د خوښي او ارامښت پر لور لاړ شي خو ژوند د همدې څیزونو درلودلو سره، نهیلي، ډار، ماته او د خنډونو مترادفې کلمې هم لري. دا چې ولې ماته خورو؟ ولې نهیلي کېږو؟ ولې وېره لرو؟ او ولې خپګان لرو؟ ځکه چې د ژوند له هرې پېښې څخه اغېزمن شوي یاستو خو د پېښې لامل پسې ګرځېدلي نه یوو نو ځکه ډېرې ستونزې لرو خو د حل لارې لپاره مو ورته هېڅ هم هڅه کړې نه ده. د مثال په ډول د ښاغلي یعقوب مومند یوه لنډه ژباړه راوړو:
که چېرته ۱۰۰ دانې سره مېږیان او ۱۰۰ دانې تور مېږیان سره راټول کړو، بیا یې په یوه ښیښه یي بوتل کې واچوو، هېڅکله به بده پېښه رامنځته نه کړي، که چېرته بوتل ته په تېزۍ سره ټکان ورکړو! بیا یې د مېز پر سر کېږدو، وبه ګورو چې مېږیان به په خپل منځ کې په جګړه بوخت شي، یو او بل به ووژني! سره مېږیان به دا فکر وکړي چې تور مېږیان زموږ دښمنان دي، تور مېږیان به دا فکر وکړي چې سره مېږیان زموږ دښمنان دي، په داسې حال کې چې اصلي دښمن بل څوک دی، دا دښمن به هغه څوک وي چې ښيښه یي بوتل ته یې په تېزۍ سره ټکان ورکړی دی.
ددې کیسه ګۍ موخه دا ده، مخکې له هغې چې مخالفتونه او ستونزې رامنځته کړو، ښه به دا وي چې د پېښې لامل پيدا کړو. دا یوازې یو مثال و؛ که موږ یې د خپل ژوند سره پرتله کړو نو خامخا په ژوند کې متحرک او خوځنده ونه اوسو نو بیا خو هېڅ هم پېښېدای نه شي خو که حرکت (یون) مو وکړ، حتمن هرې شعوري او لا شعوري پېښې سره مخامخېدای شو چې د عامل او خنډ په ایسته کېدو سره بریا زموږ ده. همدارنګه پورتنی مثال داسې هم تعبیرولی شو، کله چې یوې ستونزې سره مخامخېږو نو خامخا بهرنۍ پېښه په موږ باندې غالبه شوې وي، مخکې له هغې چې، نهیلي شو، خپلې موخې نه لاس واخلو، وېره خپل وجود کې رامنځته کړو، خپل ځان ملامت او ځان سره په جګړه کې شو نو باید د بهرني پېښې لامل پیدا کړو، چې دا کومه موانع وه چې زما د موخې او ناروغۍ لامل وګرځېد؟ تر څو د بهرني پېښې غلبه مو لا دروني اغېز په اروايي ستونزې باندې بدله نه کړي. نچوړ د بحث دا دی، که موږ د ژوند د هرې پېښې لاملونه پیدا کړو چې پر موږ باندې یې منفي اغېز غورځولی دی او موږ ترې اغیزمن شوي یاستو نو دا خبره بې څه نه ده! چې هره پېښه مهارېدای شي. همدارنګه د هرې پېښې لامل پیدا کول او د هغې پر وړاندې استقامت او حل لاره، هم د بریا او هم له ځان سره د اروايي سولې او جوړجاړي سبب ګرځي.