1. وخت نلري چې د کوم کس پر خلاف کار وکړي.
2. وخت نلري چې د کوم چا په غیاب کې خبرې وکړي.
3. وخت نلري چې د ماضي په موضوعاتو کې ښکېل پاتې شي.
4. وخت نلري چې دروغ ووایي.
5. څرنګه چې لومړیتوببندي شوی ذهن لري، زیات انتخابونه لري.
6. د انسانانو ترمنځ تفاوتونه ستايي.
7. دا کوښښ نه کوي چې نور خلک هم د ځان په رقم جوړ کړي.
8. د خپل خوراک حجم او کیفیت ته ښه متوجه وي.
9. د ځینې انسانانو بدي، عادي نیسي.
10. له دوو مُهمو ژبو سره بلدتیا نلري، بلکې ښه ورباندې مسلط دي.
11. د نورو انسانانو په چلند باندې د پوهېدو لپاره، اول د هغوی ګټې راسپړي.
12. پایلې د سالمې سیالۍ نتیجه ګڼي.
13. تل رښتیا وايي ځکه چې اوږدمهالې ګټې ورته اهمیت لري.
14. ان د زیاتو کلمو کارولو ته هم دقت کوي ترڅو د نورو باور وساتي.
15. له پیاوړو، بامهارته او باهوشه خلکو څخه ترس نلري.
16. تل کوښښ کوي چې د خپلو اړیکو شعاوې نورې هم پراخې کړي.
17. په هرو شپږو میاشتو کې، د هغوی ښهوالي/ غوره کېدو ته متوجه کیږئ.
18. چار چاپېره یې پیاوړي او توانا خلک وي.
19. خپلو ډېرو کوچنیو خبرو ته هم زیات دقت کوي.
20. د تواناییو/وړتیاوو اساس یې نرم قدرت وي.
21. له یوه څخه تر سلو پورې، هره مسئله دقیقه طرحه او څاري.
22. ډېر کم داسې پېښيږي چې له چا څخه څه شی وغواړي.
23. که اړتیا وي، د یوازې پاتې کېدو وړتیا هم لري.
24. دومره هڅه او زیار کوي، چې آن ځینې مسئلې په خوب کې حل کوي.
25. له هر کس سره دوستي نه کوي.
26. کله چې له کوم کس سره ملګری شي، پوښتنه ترې کوي؟ په دې ورځو کې کوم کتاب لولئ؟
27. د مغز سلولونه یې د استراحت لپاره فرصت نلري.
28. د بشر له طبعیت او ماهیت څخه ژوره پوهه لري.
29. سوالونه یې تر ځوابونو څو ځله ډېر مهم وي.
30. تل د نویو شیانو د زده کړې په هڅه کې وي.
—— ژباړه
Naseer Ahmad Nazar