د ډېرو خرڅېدونکو کتابونو ليکلړ د انسان د کمال او لوړوالي له دستورالعملونو څخه ډک دي: د يوې دقيقې مدير، د مانا په لټه، د ابديت په لور پل او لسګونه نور کتابونه په دې برخه کې موجو دي، چې ټول اطلاعات پکې شتون لري، بيا نو ولې ځينې په زړه پورې پايلې لاسته راوړي او ځينې نور بيا په رنځ کې اخته پاتې کېږي؟ ولې موږ ټول ځواکمن، نېکبخت، شتمن، تندرست او بريالي نه يو؟
د دې کار حقيقت دا دی چې حتی د اطلاعاتو په زمانه کې هم کافي اطلاعات شتون نه لري، که يوازې مثبتو فکرونو او اندونو کار کولی شوای، نو په ماشومتوب کې خو موږ ټولو د خپلو خيالي خوبونو لپاره کوچني اسونه درلودل.
ټول لوی بریاليتوبونه له کار او فعاليت څخه لاسته راځي، پوهه او خبرتيا بالقوه ځواک دی او يوازې هغه وخت بالفعل کېږي چې د هغه چا په واک کې ورکړل شي چې پوهېږي څه ډول استفاده ترې وکړي او په همدې وخت کې موثر تمامېدای شي، په حقيقت کې د ځواک لغوي تعريف د کار ترسره کولو وړتيا ده.
له ځان سره د اړيکې ډول زموږ پر ژوند باندې اغېز لري، په نننۍ نړۍ کې د ژوند او اړيکو کيفيت دی. د حرکاتو ډول، د بدن د عضلاتو کارول او د څهرې حالت دا ښيي چې تر کومه حده له خپلې پوهې ګټه اخلو؟
کله، کله د برياليو خلکو په ليدلو مو په ذهن کې دا منفي تصور رامنځ ته کېږي چې هغوی د ځانګړې وړتیا او استعداد لرونکي دي. پر دې سبب که ښه پام وکړو پوهېږو، چې تر ټولو لويه وړتيا چې بريالي خلک يې د عادي افرادو په نسبت لري، په عمل کې وړتيا ده او دا هغه وړتيا ده چې موږ ټول يې په خپل ځان کې روزلی شو.
د اسټيو جابز په وخت کې ډېرو د ده په څېر پوهه درلوده، له ټيډټرنر پرته نور هم پر دې پوهېدل چې کيبلي تلويزونونه د ډېر لوړ بالقوه اقتصادي پوتنشيل لرونکې دي، خو جابز او ټرنر پر دې قادر و چې عمل وکړي او په دې ډول کار يې وکړ چې په واسطه يې نن موږ نړۍ په بل ډول تجربه کوو.
موږ ټول دوه ډوله اړيکې جوړوو چې د هغې په واسطه په ژوند کې تجربه ترلاسه کوو:
۱. دروني (داخلي) اړيکه: يعنې هغه چارې چې په خپل ځان کې يې تصور کوو، په ژبه راوړو او احساسوو يې.
۲. بهرنۍ اړيکه: يعنې د لغاتونو کارول، انداز، د څهرې مختلف حالات، د بدن حرکات او فزيکي کړنې چې له بهرنۍ نړۍ سره يې د اړيکې لپاره کاروو.
هره اړيکه چې قايموو يو ډول عمل دی او د حرکت سبب ګرځي، هره اړيکه پر موږ او نورو باندې يو ډول اغېز لري.
اړيکه ځواک دی، څوک يې چې په موثر ډول کاروي، له نړۍ بله تجربه ترلاسه کوي او نړۍ ترې هم تجربه ترلاسه کوي. زموږ ټول حالات او احساسات په يو ډول اړيکه کې ريښه لري، هغه کسان چې زموږ پر افکارو، احساساتو او حالاتو اغېز کوي پوهېږي، چې د ځواک له وسيلې څخه څه ډول ګټه واخلي.
تاسې هغه کسان وګورۍ چې زموږ نړۍ يې بدله کړه: جان ايف کينډي ، توماس جفرسن ، مارتين لوترکينګ ، فرانکلين دلانو ، روزیولت ، وينستون چرچيل ، مهاتماګاندي او په ځورونکي ډول هيټلر ، دوی ټولو له نورو سره په اړيکو کې تسلط درلود، دوی ټول پر دې قادر وو چې خپل نظريه او رايه نورو ته ولېږدوي؛ ځينې فضا ته د انسان د ختلو غوښتونکي ول او ځينو يې درېيمه لاره رامنځ ته کړه چې د ټولو د نفرت سبب شوه، خو خپل فکرونه يې په داسې ډول نورو ته ولېږدول چې د خلکو د عمل او تفکر پر بڼه يې اغېز وکړ، هغوی د خپل ارتباطي ځواک له لارې نړۍ بدله کړه.
په حقيقت کې د دې اشخاصو برياليتوب په همدې کې نه دی؟ آيا هغوی د بشر پر ارتباطي وسايلو تسلط او اغېز نه لري؟ دا افراد چې کولی شي د اړيکې له لارې د خلکو په ډلو کې تحرک او تغير رامنځ ته کړي، نو موږ هم کولی شو داسې څه وکړو چې خپل ځان په حرکت راولو.
هرڅومره چې له بهرنۍ نړۍ سره اړيکه قايموئ، په هماغه اندازه له نورو سره په اړيکه کې برياليتوب لاسه راوړئ، فردي، احساسي، ټولنيز، اقتصادي او له دې ټولو مهم خپل داخلي برياليتوب او هر هغه څه لکه نيکمرغي، خوند، مينه او… د هغې اړيکې پايله ده چې له ځان سره يې ټينګوئ.
ستاسې احساس د هغه تفسير پايله ده چې له پېښو يې ترلاسه کوئ، د برياليو خلکو ژوند موږ ته په څو څو ځله دا راښودلي دي چې د هر انسان د ژوند کيفيت د هغه د ژوند له پېښو سره نه دی تړلی؛ بلکې په هغه غبرګون پورې تړلی دی چې د هغو پېښو پر وړاندې يې څرګندوي.
ستاسې چلند او احساس د هغه لارو په بنسټ دي چې د ژوند د درک لپاره مو ټاکلي دي، هيڅ شی مانا نه لري، دا تاسې يئ چې هغه ته مانا او مفهوم ورکوئ، موږ ډېر کله په غير ارادي شکل پېښې تفسيروو، په دې حال سره کولی شو له خپل ځواک څخه په ګټې اخيستنې له نړۍ څخه خپل درک تغير کړو.
دا تار د هغو لويو، متمرکزو او يو ډول کارونو په اړه دی چې خارقالعاده پايلې لري.
په دې اړه لږ فکر وکړئ، دا هماغه څه نه دي چې ستاسې لپاره واقعا جالب دي؟ امکان لري وغواړئ چې د ځان او نړۍ په اړه خپل احساس ته تغير ورکړئ، امکان لري وغواړئ چې له نورو سره نږدې اړيکه ولرئ، بريالۍ او مينه ناکه اړيکه ټينګه کړئ، هر څه په چټکۍ زده کړئ، سالم و اوسئ يا ډېره شتمني لاسته راوړئ.
وړاندې له دې چې نوې پايلې ترلاسه کړئ، لومړی بايد پوه شئ چې په اوس او راتلونکي کې د پايلو د ترلاسه کولو په حال کې یئ، امکان لري دا هماغه پايلې نه وي چې غواړئ يې، موږ زياتره له خپلو روحي حالتونو او هغه څه سره چې په ذهن کې مو دي په داسې ډول برخورد کوو چې زموږ له واک او کنټرول څخه بهر دي، خو حقيقت دا دی چې کولی شئ خپل ذهني او رفتاري فعاليتونو ته دومره ارتقا ورکړئ چې هيڅ وخت مو يې په اړه فکر نه و کړی، که خفه يئ د خفګان حالت مو خپله په ځان کې پيدا کړی دی او که ارام يې، دا حالت مو هم خپله ايجاد کړی دی.
پر ځينو مسايلو باور سخت وي، له شک پرته پر دې باور نه لرئ چې يو شخص ته وګورئ او فکر يې ولولئ يا دا چې په باخبره ډول، له ځنډ پرته خپل حداکثر ځواک وکاروو.
که سل کاله وړاندې مو ويلي وای چې انسان به په سپوږمۍ کې قدم ږدي، د يو ليوني يا رواني ناروغ فکر به يې درته کولو، ( فکر نه کوئ چې دا فکرونه او خبرې څنګه رامنځ ته شوې؟)
که ويلي مو وای چې د نيويارک او لاس انجليس تر منځ فاصله په پنځه ساعتونو کې وهلی شو، يو خيال پلوی کس به يې ګڼلې، خو له ځانګړو ټيکنالوژيو او ايروډيناميک قوانيونو څخه په استفادې دا خوبونه په حقيقت بدل شول.
اوس يو شرکت په داسې یوه وسیله کار کوي چې په راتلونکي کې وکولی شي د نيويارک او کالفورنيا تر منځ واټن په دولس دقيقو کې ووهي، په ورته طريقو به تاسې په دې کتاب کې د غوره فعاليت د تخنيکونو قوانين ولولئ چې د هغې په واسطه به هغه سرچينو ته لاسرسی پيدا کړئ چې په فکر کې مو هم نه ګرځېدل.
هره منظمه او قوي هڅه دوه چنده مزد او ګټه لري.
هغه کسان چې کمال او لوړوالي ته رسېدلي دي، د برياليتوب ثابته لاره يې تعقيب کړې ده، زه د هغه فرمول نوم نهايي برياليتوب ټاکم، دې فرمول ته د رسېدو لپاره لومړی قدم دا دی چې د کار پايله وپېژنئ، يعنې مشخص کړئ چې دقيقا څه غواړئ؟ دويم قدم لاس په کار کېدل دي، له دې نه پرته به ستاسې غوښتنې د ابد لپاره يو خوب پاتې شي، بايد ډاډه شئ چې ستاسې کړنې په داسې ډول دي چې پايلو ته د رسېدو لپاره احتمال تر ټولو ډېر وي، تل هغه کار چې ترسره کوو يې موږ د خپلې خوښې پايلو ته نه رسوي.
د دې بنسټ درېيم قدم دا دی چې خپل حس لوړ کړو، ترڅو ټول هغه انعکاسونه او پايلې چې له عمل څخه ترلاسه کېږي، بررسي کړو او بې له ځنډه وپوهېږو چې آيا دا کړنې موږ خپلې موخې ته رسوي يا مو له هغه لرې کوي؟
تاسې بايد پوه شئ چې له هرې کړنې ( يا له نورو سره په خبرو اترو يا د ژوند په روانو چارو کې) څه عايد لاسته راوړئ؟ که هغه څه چې غواړئ يې لاسته رانه وړئ، بايد پوه شئ چې ستاسې کړنې کومې پايلې لري، ترڅو له هرې انساني تجربې څخه يو څه ترلاسه کړئ.
ورپسې څلورم قدم اخيستل دي، په دې ډول چې ستاسې انعطاف زيات کړي، ترڅو په خپل چلند کې په تغير سره خپلو غوښتنو ته ورسېږئ.
که برياليو خلکو ته وګورو پوهېږو چې هغوی دا څلور مرحلې ترسره کړي دي، هغوی د مشخصې موخې په درلودلو سره خپل کار پيل کړی، ځکه که موخه نه وي څرنګه به يې ترلاسه کړو؟ بيا يې په عمل لاس پورې کړی دی، ځکه يوازې خبرتيا بسنه نه کوي، هغوی د نورو د فکرونو لوستلو وړتيا درلوده او په دې ډول د نورو غبرګون ته متوجه شوي دي او ځان يې له شرايطو سره جوړ کړی دی او خپل چلند يې په داسې ډول تغير کړی دی چې د موخې په لاسته راوړلو کې ګټور واقع شوی.
که استيون اسپيلبرګ ته وګورو په شپږدېرشت کلنۍ کې د نړۍ تر ټولو غوره فلم جوړونکی شو، له څلورو فلمونو څخه يې دوه د نړۍ تر ټولو ډېر خرڅ شوي فلمونو په کتار کې راځي چې د سنيما په تاريخ کې يې ريکارډ جوړ کړ، په دې کې يې تر ټولو ډېر خرڅ شوی فلم اي ټي (Extra Trestrial) دی، هغه څنګه په دې عمر کې دومره لوی برياليتوب ترلاسه کړ؟ د دې پوښتنې ځواب ډېره په زړه پورې کيسه لري.
اسپيلبرګ له دولس کلنۍ څخه دا غوښتنه درلوده چې د سنيما کارکونکی شي، په اوولس کلنۍ کې یې د يونورسل (Universal) له سټوډيو څخه ليدنه وکړه او همدې يې ژوند بدل کړ.
ده په دې ليدنه کې هغه صحنې چې دا عمليات پکې ترسره کېدل په پوره ډول ونه ليدې، خو په دې اساس چې موخه يې مشخصه وه، په عمل يې لاس پورې کړ، تصميم يې ونيو چې د يو فلم صحنې له نږدې څخه وويني. د سټوډيو د يوې برخې له رييس سره يې ليدنه برابره کړه او يو ساعت يې ورسره په دې اړه خبرې وکړې چې د هغه پام يې ځان ته راواړوه.
د زياتره خلکو لپاره کيسه همدلته پای ته رسېږي، خو اسپيلبرګ د نورو خلکو په څېر نه و، هغه شخصي ځواک درلود پوهېدو چې څه غواړي؟
په لومړۍ ليدنه کې يې چې څه زده کړي و او بيا يې موخې ته درسېدو تګلاره بدله کړه، پر بله ورځ يې دريشي واغوسته، د پلار بيګ يې راواخيست او يو سانډويچ (يو ډول خوراک دی) او دوه پاکټه خواږه يې پکې کېښودل او په پوره تصميم سټوډيو ته ننوت، ځان يې داسې وښود چې ګنې د هغه ځای يو کارکونکی دی، هغه ورځ په ثابتو قدمونو له ساتونکي تېر شو، يو کوچنۍ کوټه يې پيدا کړه (دا يو ډول د لرګي کوټې وې چې د لېږد رالېږد وړ وې) او په پلاستيکي تورو يې پرې وليکل: اسټيون اسپيلبرګ کارکونکی.
ټول اوړی يې له کارکونکو، ليکونکو او مونټاژ کارانو سره تېر کړ او د خپلو خوبونو په نړۍ کې له قدم اېښودلو سره يې له هر بحث او مشاهدې يو څه زده کړل او د فلم جوړولو زده کړې ته يې پراختيا ورکړه.
هغه په همدې وخت کې چې لا يې په سټوډيو کې غير رسمي زده کړې کولې، خپل کوچنی ساده فلم يې د يونيورسال سټوډيو ته وړاندې کړ او په دې شکل هغه ته وړانديز وشو چې د تلويزوني سريالونو له کارکونکو سره اووه کلن قرارداد لاسليک کړي، همدا و چې خپل خوبونه يې پر حقيقت بدل کړل.
آيا اسپيلبرګ د برياليتوب له نهايي فرمول څخه ګټه واخيسته؟ له شک پرته چې د دې پوښتنې ځواب مثبت دی، تر دې حده لوړ درک يې درلود چې پوهېدو کومې پايلې ترلاسه کوي او ايا کارونه يې موخې ته نږدې کوي که لرې کوي يې؟ لازم انعطاف يې درلود، تر څو د خپل چلند په تغير سره هغه څه ترلاسه کړي چې غواړي يې، تر اوسه مې چې څومره بريالي خلک ليدلي دا کار يې کړی دی، هر بريالی کس پر دې قادر و چې ځان تغير کړي او انعطاف منونکی و اوسي، تر څو په دې وسيله خپله د خوښې وړ ژوند ته ځان ورسوي.