موږ ډېر کله د وخت د ارزښت، تنظیم او ضایع په اړه غږیدلې یو، خو دېته مو ښایي ډېر کم پام شوي وي؛ چې ځینې کارونه په لنډ وختکې نه تر سره کیږي نو باید د وخت قرباني ورکړو او ومنو چې «شولې په یو ټک نه سپینیږي». د وخت قرباني پدې مانا چې د ځینو چارود ترسره کولو لپاره باید فرصتونه وپېژنو او لازم صبر ولرو.
د وخت قربانۍ ته ژمنتا مو د کارونو پر مهال له بېړې او لنډپارۍ را ګرځوي او برعکس مو حوصلې، مسلسلو او بیا، بیا هڅو ته را بولي.
د وخت قرباني منل ډېر کله موږ له زړه ماتېدو، خفګان او ناهیلۍ ژغوري او په خپله برخه کې د لا ډېرو او دایمي کړنو انرژي راکوي.
د نړۍ تاریخ راته وایي چې د نن ټول پرمختګونه او بدلونونه د انساني فکر او هڅو د تکامل د اوږدو پړاوونو نتیجه ده. د بېلګې په توګه بشرچې په لومړیو کې یې له اسطوره یي معرفت سره ژوند کاوه، د عقلي معرفت او فلسفې تر وخته یې په پېړیو مزل وکه.
اوسني تجربي دور ته رارسیدل د همدومره نورو پېړیو د زحمت پایله ده.
لنډه دا چې نننی انسان د هغه تکاملي سېر نتیجه ده چې د خپل تاریخ(وخت) په اوږدو کې ترې را تېر شوی دی.
هغه موخې چې انسان یې په ژوند کې ټاکي او ورته رسیدل غواړي، د ماهیت له مخې یوه له بلې سره توپېر لري. ددې لپاره چې همدامختلفې ټاکلې موخې ترلاسه شي، د مدیریت او ادارې په علم کې د هغوی لپاره پلانونه هم د وخت له رویه په بېلابېلو ډولونو، لکه لنډ مهاله،منځ مهاله او اوږد مهاله ډول ترتیبیږي.
دا خبره: «که را ملا کوې یې ملا یې کړه، که نه زموږ کډې سبا باریږي». ځکه غیر منطقي او ریشخند بلل شوې چې ملایي( په ټوله کېزده کړه) اوږده او له زحمتونو ډکه پروسه ده، چې په تړلو کډو یې حاصلول ممکن نه دي.
د وجودیت د فلسې ستر پوه او بنسټګر ژان پل سارتر انسان له دایمي نهیلۍ او خفګان سره مخ بللی دی. د ساتر په خبره انسان محکومدی څو خپل بې مانا ژوند پر مانا کړي، هغه څه چې دایمي هڅو او منډو ترړو ته ضرورت لري.
د پښتو دا لنډۍ ښایي د انسان همدې اړخ ته له یوې بلې زاویې اشاره وي:
زما د عمر سره سمه
میرات شې غمه په خندا دې تېرومه
دلته که له یوې خوا غم (کړاو) د انسان همیشنی ملګری بلل شوی، نو له بلې خوا د هغه په خندا د تېریدو(مبارزې) خبره هم شوې ده.
ډېر کله به یو انسان په کومه مطلوبه برخه کې ښه وړتیا لري، خو لا به هغه مناسب وخت نه وي راغلی چې دی پکې وځلیږي.
د استاد پسرلي لاندې بیت د غور وړ دی :
لږ که استعداد ومنو ډېر دی د وختونو کار
تته شان رڼا وم خو تیاره ماښام ور پورته کړم
نظر دې ټولو خبرو ته مو باید پام وي چې د وخت د قربانۍ موخه هېڅکله بې غمي او لاس تر زنې کېناستل نه دي، بلکې دا باید تر تمرکزلاندې یوه هدفمنده پروسه وي، چې د خپلو موخو لپاره په تعقلي لارو چارو طۍ کیږي. یانې دا چې موږ په پټو سترګو د وخت قرباني نشو،بلکې په شعوري توګه او د خپل ارادي ځواک په مرسته د وخت له قربانۍ ګټه واخلو.