د نجاشي پاچا ( ۱۴۰۰ ) کلنه واکمني وژغورئ!!!

حضرت نجاشي رحمه الله :
نجاشي د حبشې د پاچایا نو لقب وو، یانې د پاچا نوم به که هر څه و، نجاشی یې باله، خو زموږ مقصد له دې کورنۍ هغه نجاشی دی چې حبشې ته د ملسمانانو د هجرت پر مهال يې د حاکمیت زرین تاج پر سر و، او وروسته د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لیک لیږنې له کبله د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شو.
ددغه نجاشي نوم تاریخ لیکونکو اصحمه او اضخم ثبت کړی دی او پلار یې ابجر نومیده.
له بده مرغه د اسلامي تاریخ لیکونکو د نجاشي ( اصحمه ) تاریخ ته هومره پام نه دی کړی څومره یې چې مقام او ارزښت دی، تر ډیره یې په حدیثو کې یادونه د فقهي مسایلو له کبله ده ، او دده د ژوند او مقام پر اړه ډیر څه مخې ته نه راځي
مثلآ رسول الله صلی الله علیه السلام د نجاشي غایبانه جنازه کړې نو غایبانه جنازه روا ده.
یا دا چې نجاشي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ارزښتناکه چپنه ورکړې وه نو ډالۍ ورکول روا دي.
خو دا چې نجاشي د اسلام په نړیوال کیدو کې څومره برخه اخستی ؟
د یوه عیسايي او بیا د مسلمان پاچا په توګه د هغه نفسیات څه وو؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې مقام څه و؟
او څنګه نجاشي د اسلام ړومبی او روستی پاچا دی؟
هڅه کوو چې په دې لیکنه کې دا او دې ته ورته پوښتنې ځواب کړو چې د تاریخ له اینې ګرد او غبار لري شي او ددغه ستر واکمن ریښتونی انځور روښانه شي !!
دا پاچا په اسلامي تاریخ کې دومره ډیر نومونه لري چې انسان ورته حیران شي فکر به کوي چې څوک خو به د نومونو په دې ټولګې ( ۷ ) نومونو سره دده د اصلي نوم د پټولو کوشش نه کوي فکر نه کوم چې د اسلام په تاریخ کې دی د بل کوم مشهور کس او پاچا ( ۷ ) نومونه ولري!!!!!!!!!!!!
خو د بیهقي خبره ده چې دا د بختور تاج او تخت خاوند اضحم بن ابجر او د محمد بن اسماعیل بخاري د یوه روایت له مخه اصحمه دی، نو مونږ او تاسو به یې په همدغه نوم یادوو چې د رسول الله صلی الله علیه السلام له خولې روایت شوی.
د اسلام تاریخ لیکونکو د اصحمه بن ابجر د پاچا کیدو قصه څو ډوله کړې ده
ابوالفضل بیهقي په خپل مشهور تاریخ کې دا کیسه تر نورو په منطقي او لږ څه تفصیلي ډول بیان کړې ده.
لیکي چې اصحمه د ابجر پاچا ( نجاشي ) ایکی یو خو هوښیار ماشوم زوی و، او بله خوا د پاچا ورور په شمیر شمیرلي یو درجن ( ۱۲ ) زامن لرل. دا ابجر او د هغه ورور او زامنو ته کومه ستونزه نه وه. خو د بیهقي په وینا درباریانو ترې کشاله جوړه کړه سلا یې وکړه چې ابجر پاچا یو هوښیار زوی لري خو ورور یې پوره ( ۱۲ ) زامن لري که ابجر وفات شي طبیعي ده چې اصحمه یې ځای ناستی او تخت ناستی دی، او که داسې وشي خامخا به یې د تره زامن ورسره د تخت او بخت د حصول لپاره جنګیږي چې په ګمان یې په دی سره به د حبشې سلطنت ته نه جبرانیدونکی زیان واوړي ، نو ابجر ( نجاشي ) یې وواژه او ورور یې د سلطنت تخت ته تکیه شو، چلوټه بازو بیا هم انګیرله چې اصحمه به بیا هم تخت و تاج خپل کړي او د خپل پلار د وژنې په ټس کې به دوی هم ووژني نو پاچا ته یې وویل چې موږ د اصحمه پلار وواژه او ته مو پاچا کړې که بیا هم نوموړي پاچا شي خامخا به رانه د خپل پلار غچ اخلي نو زمونږ غوښتنه داده چې دا هلک هم ووژنه!! اصحمه ورته کړه چې افسوس ستاسو په حال پرون مو د هغه پلار ووژه او نن غواړئ چې هغه هم له مخې بیخي لرې کړئ، زه یې نه وژنم البته له وطنه به یې وباسم. تاریخ لیکي چې اصحمه یې پر یوه سوداګر وپلوره او په بدل کې ترې د یوه روایت له مخه شاوخوا ( ۳۰۰ ) دیناره واخستل، خو قدرت ته بل څه منظوره وه ښايي هغه شپه به اصحمه ژړل نو چې د حبشې اسمان هم ورسره د باران اوښکې تویول پیل کړې چې د غضب تندرونه یې مله وو – د هغه پاچا تره وغوښتل چې د خپل قصر له بندې خونې ووځي او د طبیعت او باران له خونده زړه لبریز کړي خو چې ووت شنه ټکه پرې ولویده او مړ شو، درباریانو چې دا ننداره ولیده ځانونه ورته ناحقه ښکاره شول ، لاړل او شهزاده اصحمه یې بیرته ستون کړ، او د پلار پر ځای یې د هغه تخت ناستی کړ.
د تاریخ له مخه خپله اصحمه ( نجاشي ) هم دا پيښه تاید کړې ده، یو ورځ یې چاته د هغه ځای پر اړه معلومات ورکول ویل یې ما دا سیمه لیدلی دی زه یې چې د غلام په توګه پلورلی اوم هلته مې ګډې چیلۍ څرولې !!!
هو دا چې الله تعالی د یوسف غوندې د غلام په توګه پلورلی و، د طبیعي داستان تیوري ښيي چې ده به د تخت او تاج مزه هم لیده شاعر څه ښه وايي:
یوسف هله شو لایق د بادشاهیه
چې یې وخوړه څپیړه د غضب
نجاشی زیرک او هوښیار انسان و، الله تعالی لکه د شاتو خوږ او نرم زړه هم ورکړی و، او د بایبل د مروجه علومو په برخه کې هم لوی عالم او اهل رایې و.
بعثت او د لومړنیو مسلمانانو شکنجه کول :
کله چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ مبعوث شو ، او یو شمیر خلکو پرې ایمان راوړ نو د بت پرستو قریشو د غضب احساسات لمبه لمبه شول ، په څه نا څه ډول یې مسلمانان او په ځانګړي ډول هغه مسلمانان ډیر او سخت شکنجه کول چې بې وسه او بې کسه ورته ښکاریدل.
علامه شبلي نعماني او علامه سید سلیمان ندوي لیکي هغه څه چې له مسلمانو سره کیدل قلم یې له بیانه عاجز دی، خو راځئ هغه څه ته یو څرک هومره وګورو چې ددوی دواړو رحمهما الله قلمونو لیکلي دي….
مسلمانان یې پر اورورینو شګه څملول، پر سینو یې ورته لویې سرې شوې ډبرې ایښودې او په تودو سیخونو یې داغل ، کفارو غوښتل چې په دې سره د اسلام نوی ټوکیدلی ګل په جرړو کې وچ کړي چې نړۍ ته یې د رنګ وبو قافله ونه رسیږي.
حضرت خباب بن ارت رضی الله تعالی عنه :
له بني تمیم قبیلې و، د جاهلیت په زمانه کې د غلام په توګه پلورل شوی و دا
( ۸ -ام ) مسلمان و چې پر حضرت رسول کریم صلی الله علیه وسلم یې ایمان
راوړ مشرکانو به چپه په سکروټو څملولو او چې د خوځیدو هڅه به یې وکړه پر سینه یې ورته پښه ایښوده تر هغې چې پستې غوښې به یې لمبه ، لمبه سکروټې ګل او ایره کړې.
مودې وروسته چې خباب رضی الله عنه حضرت عمر رضی الله تعالی عنه ته دا کیسه کوله نو خپله شا به یې ورته بربنډه کړه، چې ټوله ملا یې داسې وه لکه د پیس وهلي ،انسان بدن.
حضرت بلال رضی الله تعالی عنه :
حضرت بلال چې د حضور صلی الله علیه وسلم موذن و، اصلآ د حبشې وطن و، او په مکه کې د امیه بن خلف غلام و، هغه به د سعودي په انګار ، انګار شګو څملولو او پر سینه یې ورته لکه د تبیو په څیر غټ او سره شوي کاڼي ایښودل خو د هغه پر ژبه یوازې د احد ، احد ذکر و، کله چې امیه پوه شو چې بلال رضی الله عنه له اسلامه لاس نه اخلي نو پړی یۍ ورته په غاړه کې واچوه او د مکې په کوڅو کې ګرځو خو بلال له دې هره تکلیفه نا خبر و او له الله تعالی سره یې د هغه د وحدانیت تار غځولی او ویل یې:( احد – احد – احد )
بلال صاحب تور توکمه وو چرته مې لوستي وو چې حورې به په جنت کې د هغه له توره رنګه خالونه ږدي …. ښايي ځکه چې دلته پرې داغونه ږدي.
د عمار رضی الله عنه مور حضرت سمیه رضی الله عنها او پلار یې حضرت یاسر رضی الله عنه په داسې ناوړه توګه شکنجه شول چې د روح مرغانو یې د وجود قفسونه پریښودل او د جنت باغونو ته یې پرواز وکړ.
حضرت صهیب رضی الله عنه :
عرب نه و، چا عرب اخستی او د غلام په توګه یې مکې ته راوستی و، عبد الله بن جدعان واخست او خپلواک یې کړ، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام تبیلغ او دعوت شروع کړ صهیب رضی الله عنه او عمار بن یاسر ورغلل او اسلام یې قبول کړ قریشو به داسې شکنجه کاوه چې حواس به یې لکه د لیونیانو په څیر مختل شول خو دومره هوښیار و چې مدینې منورې ته یې هجرت کول غوښتل قریشو ورته ویل هله تللی شي چې خپله ټوله شتمني مونږ ته پریږدي، هغه ورسره په خوشحالۍ او سړه سینه دا سودا قبوله کړه.
حضرت ابو فکیهه رضی الله عنه:
د صفوان بن امیه غلام و له بلال رضی الله عنه سره یو ځای د اسلام په دین مشرف شوی و هغه به یې هم د مکې د اوړي په لمبه ، لمبه ځمکه څملوه، او بیا به یې کشوه یو ځل خو یې ورته په ستوني دومره زور وکړ چې ژبه یې راووته.
حضرت زنیره رضی الله عنها:
د حضرت عمر رضی الله عنه ( هغه مهال مسلمان شوی نه و ) د کورنۍ وینزه وه، ابوجهل دومره په متروکو ووهله چې نظر یې لاړ او ړنده شوه.
دا لړۍ اوږده ده دغه مهال اصحابو رضی الله عنهم ته مکه سور تنور ګرځیدلې وه له دغو خلکو سره تر ډیره یوازې ابوبکر صدیق رضی الله عنه مرسته وکړه یو شمیر مسلمانان شوي غلامان او وینزې یې په ډیره لوړه بیه واخستل او ازاد یې کړل چې د بت پرستو له شره وژغورل شي.
حبشې ته د مسلمانانو لومړی هجرت :
دا چې څوک په اورنو د مسلمانانو څملول، داغل، وهل ، ټکول، کم ګڼل، کم راوستل، ټپي کول، کشول، تړل ، اسلام ته په سپکه کتل، د مالونو غصبول، له دیني شعایرو راګرځول او ان وژل په پام کې ونیسي پوهیږي چې د حبشې هجرت مسلمانانو ته څومره ګټور و، بله دا هم جوتوي چې نجاشي څوک و او دا لومړی مسلمان پاچا په اسلامي تاریخ کې څه مقام لري؟؟؟؟
حبشه د قریشو لپاره تجارتي ښار و، بلد وو ورسره او پاچایي ( نجاشي ) په عدل او پوهه مشهور و ځکه محمد صلی الله علیه وسلم له یوه پیغام سره خپل یوه ډله اصحاب ورولیږل، شکنجه هم لوی عذاب و خو مسلمانانو ته تر ټولو ستونزمنه دا وه چې عبادت ته نه پریښودل کیدل ان د ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه په څیر قامي مشر هم په دې نه توانیده چې په کعبه کې په لوړ غږ قرانکریم تلاوت کړي د تاریخ طبري په وینا عبدالله بن مسعود رضی الله عنه دا زړه وکړ خو په وینو لړلی مخ یې راستون کړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ددغه لومړي هجرت په قافله کې ( ۱۱ ) نارینه
او څلور ښځې حبشې ته ولیږلې.
دلته یوه معترضه خبره لیکل غواړم چې د حبشې د هجرتونو پر مهال سیرت لیکونکي او تاریخ لیکونکي د ښځو او نارینه وو شمیر ښيي خو د ماشومانو پر اړه چپه خوله دي، پوښتنه پیدا کیږي چې د هجرت لپاره هغوی غوره کیدل چې ماشومان یې نه لرل او تګ ورته اسانه و؟ او کنه زموږ د اسلام تاریخ لیکونکو ماشومانو ته ارزښت نه دی ورکړی؟
د دغو مهاجرانو په شمیر او ځینو نومونو کې اختلاف دی خو د شبلي صاحب او ندوي صاحب په سیرت کې دغه نومونه راغلي دي.
۱: حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه
۲: د عثمان رضی الله عنه میرمن حضرت رقیه رضی الله عنها ( د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور بي بي )
۳: حضرت زبیر بن عوام رضی الله عنه
۴: حضرت مصعب بن عمیر رضی الله عنه
۵: حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه ( له عشره مبشره څخه و )
۶: حضرت ابو سلمه بن عبد الاسد رضی الله عنه
۷: حضرت ام سلمه بنت ابن امیه رضی الله عنها چې د ابو سلمه رضی الله تعالی عنه میرمن بي بي وه.
۸ : حضرت عثمان بن مظعون رضی الله عنه
۹ :حضرت عامر بن ربیعه رضی الله عنه
۱۰ : لیلی بنت ابی حشمه رضی الله عنها ( د عامر رضی الله عنه میرمن بي بي )
۱۱: حضرت ابو سبره بن ابی رهم رضی الله عنه
۱۲: بره رضی الله عنها ( د ابو سبره رضی الله عنه مور بي بي )
۱۳: حضرت ابو حاطب بن عمرو رضی الله عنه
۱۴ : حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه
۱۵ : حضرت ابو حذیفه بن عتبه رضی الله عنه
۱۶ : سهله بنت سهیل رضی الله عنها ( د ابو حذیفه رضی الله عنه میرمن بي بي )
په دې نوملړ کې هغه کسان نه لیدل کیږي چې ډیر شکنجه شوي وو، ښايي لامل یې داوي چې په هغوی کې تر ډیره غلامان یا ازاد شوي غلامان وو چې د ابوبکر صدیق رضی الله عنه غوندې شتمنو او د نامې جامې اصحابو ازاد ، او له شکنجې وژغورل. یا دا چې شنکجه یې له خدای سره د قربت وسیله ګرځوله.
لکه شاعر چې وايي :
ستا د موسکا د تیغ مزه نو خضر څه لیدلې
په زنکدن کې هم قسم دی موسیده ګلونه
د بعثت (۵- ام ) کال او د رجب میاشت وه چې د مهاجرینو قافله د کشتیو له لارې د نجاشي پاچا واکمنۍ ( حبشې ) ته په دې نیت روان شول چې ځانونه خوندي کړي او د هغه د عدل تر سیوري لاندې پرته له مزاحمته د یوه الله تعالی عبادت وکړي.
مهاجران حبشې ته ورسیدل درې میاشتې یې په سکون سره تیرې کړې چې له مکې خبر راغی چې ټول قریش مسلمانان شوي نو په خوښۍ سره مکې ته روان شول، چې دښار دروازو ته ورسیدل پوه شول چې د ټولو قریشو د اسلام خبره دروغ وه. یو شمیر اصحابان بیرته حبشې ته ستانه شول، او ځینې نور د بعضو مشرانو تر سیوري لاندې مکې ته ننوتل.
یو شمیر لیکوال استدلال کوي دا چې د قریشو د اسلام خبره دروغ وه نو دغه ړومبی هجرت له سره شوی نه دی.
خو چې دې کیسې ته ګورو واضح ده چې خبر دروغ وه خو هجرت او بیرته راستنیدل خپله منطق دی. او بل احتمال په کې نه ځایږي.
حبشې ته دویم هجرت :
مسلمانان چې له لومړي هجرته راستانه شول پر مکه سکون او عدل سیوری نه وکړی بلکې د بت پرستانو وحشت او بربریت نور هم ښکرونه کړي وو، نو ځکه بیا رسول الله صلی الله علیه السلام امر وکړ چې بیا حبشې ته هجرت وکړي دلته هم د مهاجرینو په شمیر کې اختلاف دی یو شمیر روایتونه د مهاجرینو شمیر د ښځو او نارینه وو په ګډون ( ۳۳ ) کسان ښيي – خو ځینې روایتونه دا شمیر تر
( ۸۰ ) ډیر ګڼي ، خو ماشومان بیا په حساب او شمیر کې نه ښکاري، دا ځل حضرت جعفر بن ابی طالب رضی الله عنه هم له خپلې میرمنې بي بي اسما بنت عمیس سره د مهاجرانو په سر لارو کې و.
مهاجرین د نجاشي پر سیمه خوشحال وو ، د یو الله تعالی عبادت یې کاوه – عیسایانو او راهبانو ته یې قران لوست او د توحید درس یې ورکوه، په سوداګرۍ بوخت وو، هغه د پښتنو خبره نجاشي داسې ساتل لکه سوی لاس ، دغو سکون او عبادتونو مهاجرین دومره له فشارونو خوندي کړل چې خیال او فکر یې میوه ونیوه اشعار او قصاید یې لیکل او قریشو ته یې استول.
عبدالله بن الحارث په یوه قصیده کې ویلي وو:
هیواد مو وموند ضلالت شرمندګۍ نه خلاص دی
دا له تیري له بد بینۍ او سپکاوۍ نه خلاص دی
که مهاجرو شاعرانو مکې ته شعرونه لیږل نو ابوطالب سره هم د مسلمانانو او خپل زوی ابو طالب رضی الله عنه خیال او فکر ملګری و چې څنګه به وي، هغه دا اشعار نجاشي پاچا ته واستول.
ازاده ( منظومه ترجه )
څه به حال وي د جعفر پر بل وطن
چې کوم باد به یې وهي د زړه چمن
نجاشي به په جعفر کړی احسان وي
کنه پاتې به دښمن ته په میدان وي
دښمني به ورسره د ابن العاص وي
زړه مې وايي نجاشي ته به دی خاص وي
ته کریم یې له کاله دې شړل نشته
پردیسیان دې زړه کې وسي وتل نشته
د ښیګڼو ټول اسباب له تاسره دي
د خالق او د کتاب له تاسره دي
ته سخي یې بوخڅکۍ له تاسره دي
دوست دښمن ته ښې ډالۍ له تاسره دي
قریشو ولیدل چې د نجاشي مرسته ددوی د شکست سبب ګرځي او مسلمانانو خوندي مینه ومونده نو عمرو بن العاص ، میرمن یې او عماره بن الولید له رنګارنګ ډالیو سره کښتۍ ته وختل چې هلته پرې نجاشي او د هغه عیسايي کشیشان خوشحاله کړي او بیا یې زړونو او ذهنونو ته د مهاجرینو د نفرت او کدورت زهر ولیږدوي چې له مسلمانانو سره خپل چلند تریخ کړي او له دې امن کلا ( حبشې ) یې وباسي .
د بت پرستو استازو ددربار ټولو راهبانو ته ډالۍ ورکړې او ورته یې وویل زموږ یو شمیر ساده ګانو د پلار نیکه دین پریښی او په ګډو وډو سر شوي دي ( نعوذ بالله ) څنګه کیدی شي چې دا ناپوهان بیرته ستانه کړل شي.
راهبانو عمرو بن العاص او عماره بن الولید پاچا ته مخامخ کړل، دواړو نجاشي ته سجده وکړه، هغه ورته د پورته کیدلو وویل یو یې ښي لاس ته کیناست او بل چپ ته او هغه خبره یې ورته وکړه چې کشیشانو ته یې کړې وه.
ابن العاص د خبرو پر مهال په سترګو، سترګو کې راهبانو ته وکتل هغوی نجاشي ته وویل چې دا خو ددوی خپل خلک دي دوی یې په چل پوهیږي ور ویې سپاره.
نجاشي ورته وویل نه داسې نه ده په خدای که یې ورسپارم ، هغوی له ماسره پناه اخستې او زه یې پر نورو پاچا یانو غوره کړې یم، هغوی راوغواړه چې ورسره خبرې وکړم، هغه مهال چې نجاشي په کمکیتوب کې پر عرب سوداګر پلورل شوی و عربي ژبه یې زده کړې وه او د انجیل دومره لوی عالم و چې هرقل به د روزلو لپاره ورته عالمان رالیږل.
مسلمانان دربار ته راغلل نجاشي ورته وویل تاسو داسې څه دین منلی چې دا خلک مو له تاسو شکایت کوي:
جعفر رضی الله عنه ورته وویل :
( ای پاچا موږ هغه قام وو چې په جاهلیت کې مو ژوند کاوه ، او د بتانو په عبادت لګیا وو، مردارې مو خوړلې ، فحشا مو کوله او صله رحمي مو پریکوله او له ګاونډیانو سره مو بد چلند درلود، ځواکمنو مو په کمزورو ظلم کاوه، دا زمونږ حال و چې الله تعالی زموږ له خپله خیله، راته خپل رسول راواستو چې نصب ، صداقت، امانت او عفت یې ټول راته ښکاره وو، موږ یې د خدای تعالی عبادت ته دعوت کړو چې یوازې د هغه عبادت وکړو او هغه بوتان او تیږي پریږدو چې زمونږ پلرونو یې عبادت کاوه، موږ ته یې د رښتیا ویلو، امانت ساتلو، پیروزینې ، له ګاونډیانو سره د نیک چلند، له حرامو ، وینې نه تویونې، فحشا نه کولو، له دروغو د ډډې کولو د یتیم د مال نه خوړلو او تهمت نه تړلو امر وکړ، مونږ ته یې وویل چې له الله تعالی سره باید څوک شریک نه کړو او یوازې د هغه عبادت وکړو، موږ ته یې د لمانځه، روژې او زکات امر هم وکړ موږ هغه تصدیق کړ او ایمان مو پرې راوړ او د هغه څه تابع شو چې له الله تعالی یې راوړي وو، نو موږ هم د خدای عبادت وکړ او هیڅوک مو ورسره شریک نه کړ، او حلال او حرام مو په پام کې وساتل نو قام مو راسره دښمني پیل کړه، موږ یې شکنجه کړو، عذاب یې راکړ، چې له خدای پرستۍ نه مو بت لمانځنې ته واړوي او خبایث راباندې حلال کړي، چې پر موږ یې ظلم وکړ او راته یې ستونزې را وټوکولې او زمونږ او زمونږ ددین تر منځ یې فاصله ایجاد کړه موږ ستاسو ښار ته پناه راوړه او تاسو مو په نورو غوره کړئ او ستاسو ګاونډیتوب ته لیواله شو.
نجاشي پاچا ورته وویل هغه څه چې له خدایه تاسو ته راغلي یو څه یې له ځان سره لرئ؟
جعفر رضی الله عنه ورته وویل هیله من یوچې له تاسو سره پر موږ ظلم ونه شي!
هو لرو یې!!
نجاشي ورته وویل راته یې ووایه !!
جعفر رضی الله عنه ورته د سورت مریم د پیل ایتونه تلاوتول پیل کړل، د نجاشي اوښکې د هغه په ږیره وڅڅیدې ویل قسم په خدای دا او هغه څه چې عیسی علیه السلام راوړي دواړه د نور له یوې سرچینې دي.
بیا یې د قریشو پلاوي ته وویل ځئ زه دا خلک تاسو ته نه سپارم ، او نه مو ډالۍ اخلم زما خدای چې ماته زما پاچاهي راکوله رشوت یې رانه نه و اخستې که د سرو غر هم راکړئ زه دا خلک تاسو نه سپارم چې تر کومه یې خوښه وي دلته وسیدی شي.
د قریشو استازي چې ووتل هلته ابن العاص وویل چې سبا به پاچا ته داسې خبره وکړم چې د مسلمانانو جرړې به وباسم، ورته وایم دوی عیسی د خدای بنده بولي.
او خبره یې وهم کړه پاچا ته پاچا له جعفر رضی الله عنه نه وپوښتل چې د عیسی علیه السلام پر اړه څه وایاست؟
جعفر رضی الله عنه ورته وویل قسم پر خدای هغه څه درته وایم چې زموږ پیغمبر راته راوړي دي.
( هغه د خدای بنده، او د هغه رسول او د خدای روح او کلیمه وه چې خدای مریم ته القا کړه)
نجاشي یو خلی اوچت کړ او ویې ویل قسم په خدای چې ستا د خبرې او د عیسی حقیقت تر منځ ددغه خلي په اندازه فرق هم نشته، کشیشان پر دې خبره ناراضه شول هغه ورته وویل که عصباني هم شئ څه نه شئ کولی.
هماغه وو چې د بت پرستانو پلاوی خړ مخ او ټیټې سترګې بیرته مکې ته ستون شو.
مسلمانانو په حبشه کې ارام ژوند تیروه ، محمد صلی الله علیه وسلم چې مدینې ته هجرت وکړ لا هم مهاجرین په حبشه کې وو، د هجرت په شپږم کال یې دنړۍ یو شمیر زبرځواک پاچایان د خطونو له لارې اسلام ته وبلل یو شمیر راویان وايي لاندې لیک یې د حبشې د ملک او لښکرونو خاوند نجاشي ( اصحمه ) ته استولی و:
( د مهربان او بښونکي خدای په نامه. دا لیک د خدای د رسول محمد له خوا د حبشې مشر نجاشي اصحم ته دی، سلام دې وي پر هغوی چې د هدایت پیروي کوي، او پر خدای او د خدای په رسول ایمان راوړي، او شاهدي ورکړي چې پرته له یوه او بې سیاله خدایه بل خدای نشته، او له هغه سره هیڅ شریک نشته نه یې میرمن غوره کړې او نه یې څوک زوی نیولی دی او همد راز شهادت ورکړي چې محمد د هغه بنده او رسول دی، تا د اسلام این ته دعوتوم چې زه ددې این رسول یم ، راشه اسلام راوړه چې سالم وژغورل شې .ای اهل کتابو راځئ له موږ سره په یوه خبره همغږي شئ او هغه دا چې موږ او تاسو به پرته له یوه خدایه د بل چا عبادت نکوو، او له هغه سره به هیڅ کس او هیڅ څیز شریک نکړو او یو بل د خدای تر څنګه خپل ارباب ونه ګرځوو که مو ومنله په دې ګواهي ورکړئ چې موږ مسلمانان یو، او که له اسلام راوړلو دې ډډه وکړه د ټول قام او قبیل ( نصاراوو ) ګناه ستا په غاړه ده )
دا حدیث بیهقي له ابن اسحق نه روایت کړی دی، او دا چې احتمالات راته پکې ښکاره نه شول نو ما دا لیک رواخست.
یو بل لیک ابن قیم روایت کړی…….. په هغه لیک کې محمد صلی الله علیه وسلم نجاشي ته د عیسی ابن مریم قراني تصور وړاندې کوي چې هغه روح الله او د خدای بنده دی… او بیا ورته د اسلام دعوت ورکوي…. همدا راز ورته وايي چې زما د تره زوی جعفر رضی الله عنه درغی هرکلی یې وکړه.
او په ځواب کې ورته اصحمه لیکي چې د جعفر رضی الله عنه هرکلی مې وکړ او د هغه په لاس مسلمان شوم.
ددې سوال او ځواب پر اړه څو پوښتنې پیدا کیږي…
۱: جعفر رضی الله عنه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې لیږلی و، چې هغه مهال لا چا پاچا ته د لیک په مرسته د اسلام دعوت نه و ورکړی.
۲: بله دا چې ابوبکر صدیق او ابن مسعود رضی الله عنه لا په کعبه کې په جار تلاوت نه شي کولای څنګه محمد صلی الله علیه وسلم خپل دعوت ته نړیوال رنګ ورکړ.
۳: بله دا که نجاشي د جعفر رضی الله عنه له تلو سره مسلمان شوی ، د اسلام حقیقت یې درک کړی د عیسی قراني تصور نه خبر شوی او مسلمان شوی دی ، بیا یې ولې د بت پرستو قریشو د پلاوی تر ورتلو وروسته د محمد صلی الله علیه وسلم د تره زوی پوښته چې ستاسو دین څه او څنګه دی او د عیسی علیه السلام پر اړه څه وايي.
۴: پیغمبر صلی الله علیه وسلم لیکونه له مدینې استولي وو اوس دې خبرې ته څنګه منطق پیدا کړو چې د اسلام دعوت دې له مدینې وي او په هماغه لیک کې دې د جعفر رضی الله سپارښت هم وي چې څو کلونه مخکې یې له مکې و حبشې ته لیږلی و.
۵ : د اسلام تبلیغ بیلې مرحلې لرلې چې هره مرحله پر خپل ټاکلي وخت تر سره کیده، په ړومبۍ مرحله کې یې تر ډیره خپلوان مسلمانان شول ( و انذر عشیرتک الاقربین ) القران.
وروسته یې ړومبی په خفیه او بیا په ښکاره ډول د مکی خلک اسلام ته وروبلل .
بیا یې قبیلې اسلام ته وبللې خو چې مدینې منورې ته یې هجرت وکړ او اسلام تر پخوا ډیر خپور شو ، نو د نړۍ زبر ځواک شاهان یې د لیک په مرسته اسلام ته وبلل چې اوس به ددې منطق څه وي چې حضور صلی الله علیه وسلم د لومړی پړاو پر مهال یعنی د ( وانذر عشیرتک الاقربین ) پر مهال پاچایانو ته لیکونه لیږل؟
۶: او نجاشي چې کوم لیک ځوابوي هلته وايي چې د خدای رسوله تا چې د عیسی پر اړه څه ویلي رښتیا دي، ته حق رسول یې ما د جعفر رضی الله عنه په لاس ایمان راوړ او د هغه هرکلی مو وکړ او د عیسی علیه السلام یاد په هغه لیک کې دی چې ابن قیم روایت کړی او بڼه او طرز یې داسې دی لکه له مکې چې د حبشې ددویم هجرت پر مهال استول شوی وي.
۷: کله چې په حبشه کې یو شمیر باغیان د نجاشي له لښکرو سره په جګړه کې ښکیل کیږي
نجاشي مسلمانان په کشتۍ کې کینوي او ورته وايي چې کشتۍ په دریاب کې دننه ودروئ که ما جنګ بیلود تاسو لاړ شئ او که مې وګټه بیرته راستانه شئ که دغه مهال نجاشي مسلمان و ولې دغو مهاجرینو ورسره په جهاد کې برخه وانخسته یوازې یو تن مهاجر د جګړې ډګر ته تللی و چې د اصحمه د بري خبر راوړي.
۸ : هغه لیکونه او اشعار چې مهاجرینو له حبشې مکې ته استولي د حبشې ټول حال یې په کې بیان کړی خو چرته هم دا نه دي راغلي چې د حبشې پاچا هم مسلمان دی یادا چې د یوه مسلمان پاچا تر سیوري لاندې ژوند کوي.
۹ : بله خوا چې ابوطالب نجاشي ته کوم اشعار لیږلي ولې یې یادونه نه ده کړې چې نجاشي مسلمان دی ، له هغه سره خو ډیرې اندیښې وې، که اصحمه مسلمان وای طبیعي ده چې ابو طالب به د خپل زوی جعفر رضی الله عنه پر اړه ډاډه او مطمین وای چې داسې نه وه.
۱۰ : کله چې اسما رضی الله عنها له حبشې مدینې ته ستنه شوه او غالبآ عمر رضی الله عنه ورته په ټوکه وویل چې مونږ له تاسو مخکې هجرت وکړ نو ستاسو په پرتله محمد صلی الله علیه وسلم ته نزدې یو نو هغې ورته وویل موږ په داسې سیمه کې وو چې د نصب له مخه راسره بیګانه وو – او ددین له کبله یې راسره کینه او دښمنې لرله، که پاچا مسلمان وای ایا چا به دا جرات کړی وی چې د اسلام له کبله له مسلمانانو سره کینه وکړي.
دا ټول دلایل چې په پام کې وي لازمیږي چې د محمد صلی الله علیه وسلم د هغه لیک پر اړه چې په کې د عیسی علیه السلام اوږد یاد شوی دی محتاطه رایه خپله کړو. همدا راز ددغه لیک د هغه ځواب پر اړه چې د جعفر رضی الله عنه د هرکلي خبره په کې شوی ده !!!!!!!
ابن قیم د نجاشي پر اړه یو شمیر نورې خبرې هم لري چې محمد صلی الله علیه وسلم د نجاشي غایبانه جنازه کړې – په یوه روایت کې راغلي چې دا د حبشې نجاشي نه دی بلکې بل نجاشي دی… دا جمله چې په نورو روایتونو کې نشته د ابن قیم روایت دی.
۱: نجاشي نوم نه لقب دی د حبشې د پاچایانو او هغه مهال مسلمانانو همدغه نجاشي پیژنده.
۲ : وروسته که پر چا لکه د شیعه محدث نجاشي نوم ایښودل شوی دی ، هغه د اصمحه نجاشي په پیروۍ کې ایښودل شوی چې د اصحمه نجاشي نیک شهرت او اسلام په مسلمانانو کې خپور شوی. نو بیا دا نوم یوازې د اصحمه نه دې پاتې شوی او پر نورو مسلمانو هم ایښودل شوی د حضور صلی الله علیه وسلم په وخت کې ایکي همدغه یو نجاشي و.
۳: بله دا چې د بخاري په یوه روایت کې محمد صلی الله علیه وسلم د جنازې د تابیا پر مهال نجاشي نه یادوي بلکې اصحمه یې بولي.
۴ : بله دا که چرته دا بل نجاشي وي د جنازې د خبرې پر مهال ولې چا پوښتنه ونکړه چې یا رسول الله مونږ خو لږ تر لږه دوه نجاشیان پیژنو کوم یو یې وفات شوی چې نن یې غایبانه جنازه کوو؟ ولې اصحاب غلي پاتې شو.
که مسلمانان علما دا خبرې سپینې نکړې د حقیقتونو پر اړه د مسلمانانو ذهنونه مغشوشولی شي.
زما په خیال د نجاشي د اسلام لوی دلیل دادی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې غایبانه جنازه وکړه، او د هغه لپاره دا سهولت رامنځ ته شو چې غایبانه لمونځ هم روادی هو هغه لومړی مسلمان پاچا دی موږ اسلامي امت همدا تمه لرله چې ټول امت ته دی یوه دیني او عبادتي ډالۍ ورکړي چې هغه د غایبانه جنازې جواز دی.
نجاشي ته ورغلي مهاجرین د دوو هجرتونو ثواب لري :
د صحیح بخاري او صحیح مسلم د غورچان ( الولو والمرجان ) د یوه حدیث له مخه د هجرت پر اوم کال د خیبر تر فتحې وروسته د حبشې مهاجرین مدینې منورې ته ستانه شول د شیخین دا حدیث یې کیسه کوي.
( ابو موسی رضی الله عنه وايي په یمن کې وو خبر شو چې محمد صلی الله علیه السلام له مکې، مدینې ته هجرت کړی، له یمنه ووتو زما دوه مشران ورونه ابو برده او ابو رهم او ( ۵۲ ) یا ( ۵۳ ) نورکسان هم راسره وو، په کشتیو کې سپاره شو او نجاشي ته حبشې ته ورغلو هلته مو د جعفر بن ابی طالب سره لیده کاته وشول موږ د څه مودې لپاره هلته پاتې شو بیا ټول سره یو ځای مدینې ته راغلو چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغلو خیبر یې فتح کړی و.
یو شمیر کسانو موږ ته ( چې په کشتۍ کې مدینې ته راغلي وو ) ویل چې موږ په هجرت کولو کې له تاسو مخکې شو اسما د عمیس لور چې له موږ سره مدینې ته راغلې وه د پیغمبر علیه السلام د میرمنې حفصې کره لاړه چې دیدن یې وکړي هغه له مخکې یو شمیر کسانو سره نجاشي ( حبشې ) ته تللې وه هغه له حفصې سره وه چې د نوموړې پلار عمر کاله ته ورننوت چې اسما یې ولیدله نو له خپلې لور یې پوښتنه وکړه چې دا ښځه څوک ده؟ حفصې ورته وویل چې دا د عمیس لور اسما ده. عمر رضی الله عنه اسما ته وویل ( موږ درنه په هجرت کولو کې مخکې شو نو مونږ پیغمبر علیه السلام ته تر تاسو نزدې یو )
اسما عصباني شوه ویل یې قسم پر خدای داسې نه ده، تاسو چې د محمد صلی الله علیه وسلم سره وی هغه ستاسو وږي مړول هغه چې ناخبره وو پند او نصیحت یې ورته کاوه او هغوی یې روزل موږ په داسې سیمه ( حبشه ) کې وو چې د نصب او توکم له مخه راسره بیګانه وو ، او ددین له کبله یې راسره کینه او دښمني لرله موږ د خدای جل جلاله او پیغمبر علیه السلام لپاره دا ستونزې زغملې قسم په خدای تر هغې به د خوراک او څښاک څکه هم ونکړم چې ستا خبرې مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نه وي کړي همدا اوس ځم څه دې چې ویلي پرته له دې چې څه ورزیات یا کم کړم رسول الله علیه السلام ته یې وایم اسما پیغبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ورته یې وویل ای د خدای رسوله عمر زمونږ پر اړه داسې قضاوت کوي، پیغمبر علیه السلام وفرمایل ( تا څه ځواب ورکړ؟ ) اسما ورته وویل ما دغسې ځواب ورکړ . پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
( عمر راته له تا نزدې نه دی عمر او عمر غوندې نورو خلکو یو ځل د خدای په لاره کې هجرت کړی خو تاسو کشتۍ سپرو دوه ځلې هجرت کړی دی ( دوه ثوابه لرئ )……….
مانا داشوه چې چا نجاشي ( حبشې ) ته هجرت کړی و، او بیا یې مدینې ته هجرت کړی و ، دوه نیک ګامونه یې اخستې وو او غوره وو.
له ام حبیبه سره د محمد صلی الله نکاح او د نجاشي منځکړتوب:
ام حبیبه رمله د ابوسفیان رضی الله عنهما لور وه اول د عبید الله بن جحش میرمن وه او له هغه یې یوه لور حبیبه راوړې وه هغې له خپل میړه سره حبشې ته هجرت کړی و میړه یې عبدالله په حبشه کې مرتد شو او نصرانیت ته واوښت او هلته مړ شو خو ښځه یې پر اسلام قایمه پاتې شوه، محمد صلی الله علیه وسلم د هجرت پر ( ۷ ) کال په محرم میاشتې کې عمرو بن امیه ضمري له یوه لیک سره له خپلې خوا نجاشي ته ولیږه بیا نجاشي رضی الله عنه د محمد صلی الله علیه وسلم له خوا پر ام حبیبه مرکه وکړه او د هغوی له خوا یې ( ۴۰۰ ) دیناره مهریه ورکړه او له شرحبیل بن حسنه سره یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ولیږله چې حضور صلی الله علیه السلام د خیبر له فتحې راستون شو نو سره یو ځای شول.
مخکې مو یادونه کړې وه چې تاریخ لیکونکو د ماشومانو یادونه نه ده کړې چې هجرت یې کړی کنه ؟؟
دلته څرګنده شوه چې له ام حبیبې سره یې لور حبیبه هم وه، او چې داسې ده ښايي ګڼو جوړو به خپل ماشومان له ځانونو سره بیولي وو ، چې یادول به یې ښه وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له نجاشي سره او نجاشي له رسول الله علیه السلام سره ډیره مینه لرله لا په مکه کې و چې د حبشې ( نجاشي ) یو پلاوی ورغلی و رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خپله خدمت ته ولاړو او هر کار یې ورته ترسره کاوه اصحابو ورته وویل چې دوی به خدمت وکړي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل دوی زما د اصحابو خدمت کړی نو زه خپله ددوی خدمت کوم.
محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم او نجاشي یو تربله تحفې او ډالۍ هم تبادله کړې دي، رسول الله علیه وسلم ته یې عطرونه ، غمي ټوکرونه او یوه وینزه ډالۍ کړې وه هغه چپنه چې حضرت علي کرم الله وجه د لمانځه پر مهال یوه سایل ته وبښله ( ۱۰۰۰ ) دیناره ارزښت یې درلوده هغه هم نجاشي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته را استولی وه چې علي رضی الله عنه ته یې ورکړه او هغه په داسې ډول خیرات کړه چې الله تعالی یې پر اړه ایت نازل کړ. او د هغه دا عمل یې وستایه.
نجاشي تر اسلام راوړو وروسته د هند د لښکرو سره جګړه وکړه چې په نتیجه کې یې د هند لښکرې ماتې شوې او د نجاشي لښکرو ګڼ غنیمتونه وګټل یوه پکې د فضه په نامه یوه شهزادګۍ وه چې هغه نجاشي له ډیرو تحفو او ډالیو سره محمد صلی الله علیه وسلم ته واستوله چې هغې د خدمت لپاره خپلې لور بي بي فاطمې ته وسپارله.
محمد صلی الله علیه وسلم هم نجاشي ته ډالۍ ور استولې…………………….
( له انس بن مالک نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د روم پاچا یو وریښمین لباس ډالۍ کړموږ یې اوږدوالي ته حیران وو، ټولو هیله لرله چې دا ټوکر ورورسیږي ….. یا رسول الله دا درته له اسمانه راغلی دی؟
رسول الله وفرمایل ایا تاسو دې ټوکر ته په تعجب کې یاست، قسم په هغه ذات چې زما نفس یې په لاس کې دی په جنت کې د سعد رضی الله عنه له دسمالو یو دسمال له دې ډیر غوره دی.بیا یې هغه ټوکر جعفر رضی الله عنه ته ولیږه هغه واغوست او راغی رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل دا مې درته د اغوستلو لپاره نه و درلیږلی، هغه ورته وویل نو څه پرې وکړم ، رسول الله ورته وفرمایل خپل ورور نجاشي ته یې ولیږه )
دا چې ګران بیه پاچاهي لباس و نو ښايي ځکه رسول الله خپل پاچا ملګري نجاشي ته ولیږه.
نجاشی د هجرت په ( ۹ ) کال د رجب په میاشت کې د تبوک له غزا وروسته وفات شو، او محمد صلی الله علیه وسلم یې د غایبانه جنازې لمونځ ورکړ.
( ابن جریج له عطا روایت کوي چې جابر رضی الله عنه وویل کله چې د حبشې پاچا ( نجاشي ) مړ شو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل نن صالح سړی مړ شو نو پاڅیږئ او پر خپل ورور اصحمه لمونځ وکړئ) رواه البخاري .
د مسلمانانو د لومړي هجرت جنت ایتوپیا ( حبشه )
ایتوپیا مسلمانانو ته له زور زیاتي او ویرې د خوندیتابه په مانا وه.
ایتوپیا یا حبشه داسې ملک و چې پاچا یې نجاشی په عدالت سره معروف و او دخپلو قوانینو او انساني حقونو درناوی یې کاوه.
د هجرت معنی او ارزښت په اسلامي تقویم کې جوت او واضح ده یعنی ددرغو او رښتیاوو ترمنځ ، د ایمان او فریب، تر منځ د ازادۍ او ظلم تر منځ، د نور او تیارو تر منځ او د سولې او جنګ تر متځ تلپاتې او نه پخلا کیدونکې جګړه ده.
یو شمیر لیکوالو د حبشې هجرت د مسلمانانو د عقایدو د اظهار او پلی کیدا جشن بللی دی.
نجاشی د اسلام او محمد ص مواصفات له انجیل سره پرتله کړل او پر دې وپوهیده چې محمد صلی الله علیه وسلم هماغه پیغمبر دی چې الله تعالی یې په مقدس کتاب انجیل کې ذکر کړی دی.
نجاشی د خپلې کورنۍ او کلیسا د مخالفت باوجود اسلام ومانه ……….. وروسته له خطه.
تر ۱۴ میلادي پیړۍ په ایتوپیا ( حبشه ) کې د نجاشي د پاچاهۍ پر بنسټ
( ۷ ) اسلام واکمنۍ موجودې وې.
۱: یبقات سلطنت
۲: داوارو سلطنت
۳: اربابي سلطنت
۴:هادیجه سلطنت
۵: شاکره سلطنت
۶ : بالي سلطنت
۷: او دارا سلطنت
دا واکمنۍ د ( ۱۸ ) میلادي پیړۍ تر پایه شته وي خو دغه مهال د اروپايي ښکیلاک په مرسته ړنګې شوې، چې یو شمیر لیکونکي یې د اوسنۍ ايتوپیا بنسټ ایښودنه بولي خو وروسته به څرګنده شي چې بیا هم د نجاشي علیه الرحمه پاچايي نه ده ختمه شوی، او د اسلام دښمنان تر ننه نه دي توانیدلي چې دا ستره پاچاهي له بیخه ختمه کړي .
د ملګرو ملتونو د یونیسیف/ اتوپیا د سالنامې ( ۱۹۹۱ – م ) له مخه په اتوپیا کې د مسلمانانو شمیر د ( ۲۷ اعشاریه ۷ میلونو ) او ( ۲۳ اعشاریه ۹ میلونو ) وګړو تر منځ ټاکلی دی که د بحث لپاره د ملګرو ملتونو دغه شمیرې هم سمې وبولو نو په اتوپیا کې د مسلمانانو سلنه د ( ۴۵٪ ) او ( ۵۲ ٪ ) ترمنځ ده چې په افریقا کې له مصر او نایجریا وروسته تر ټولو ډیر مسلمانان لري.
ددې شمیرو له مخه د ایتوپیا د مسلمانې ټولنې د وګړو شمیر د سومالیې پر پرتله درې ځله ډیر دي، له سوډانه ( ۱ اعشاریه ۲ ) برابره ډیر دی له یمنه دوه برابره ډیر دی ، له سعودي هم دوه برابره ډیر دي، له لیبیا شپږ برابره ډیر دي له عراقه ( ۱ اعشاریه ۵ ٪ ) ډیر دي
او ( ۱ اعشاریه ۱ ٪ ) د الجیریا له مسلمانو ډیر دي.
خو باوجود ددې د ایتوپیا مسلمانان د خپل شمیر په اړه د ملګرو ملتونو د ( ۱۹۹۱ ) م – کال شمیرې ناسمې او له انصافه لرې بولي دوی وايي چې په ایتوپیا ( حبشه) کې یې شمیر د ( ۶۵٪ څخه تر ۷۰ ٪ دی ) چې په ولسواکه توګه هم غوڅ اکثریت دی ، او اوس هم باید دوی د ایتوپیا پر تخت وبخت واکمن وي.
یو شمیر مسلمانان وايي چې لویدیځوالو او د ایتوپیا عیسایانو ددې لپاره د مسلمانانو شمیر لږ ښودلې چې حکومت یې رانه شي او د سلطنت په ډول د جمهوریت تخت ددوی نه شي. بله دا چې په دې سره ښودل غواړي چې ایتوپیا
( حبشه ) اسلامي نه بلکې عیسايي هیواد دی.
مخکې مو وویل چې د نجاشي سلطنت د ۱۸ پیړۍ په وروستیو کې ختم شوی ګڼل شوی و ، خو یو شمیر استدلال کوي چې د نجاشي ددربار دروازه په ( ۱۹۷۴ ) کې وتړل شوه. چې کلیسا واک تر ګوتو کړ او له مسلمانانو سره یې تاو تریخوالی او زور زیاتی پیل کړ. هغه مسلمانان چې په دغه هیواد کې غوڅ اکثریت لري او تر ډیره په کلیو ولسونو کې میشت دي.
مسلمانان د پیړیو په خوب ویده وو ، او د ایتوپیا مسلمان یې ان په خوبونو کې هم نه لیدل، خو تاریخ ګواه دی چې کلیسا د یوه دین په بڼه د مسلمانانو ګڼ وژنه جایزه بلله او روانه یې ساتلې وه.
عرب تاریخ لیکونکی نجیب محمد لیکي چې د اسلام د محوه کولو په نیت لویدیځوال عیسايي مبلغین ایتوپیا ته ورغلل او تمرکز یې پر هغو یتیمانو او بې وزلو مسلمانانو چې د قحطۍ او وچکالۍ لوږې یې ژوند خورا ډیر ګران کړی و.
د نړۍ مسلمانان ویده وو، خو هغه چې ویښ وو هم چا نه پرښودل چې له دغه
( ۱۰۰۰ ) کلن دیني سیاسي جوړښت سره د سیاست ، اقتصاد ، دین یا بله برخه کې مرسته وکړي او مسلمانان د کلیسا له شره وژغوري.
هغه مهال چې لا نجاشي پاچا مسلمان شوې نه و ، مسلمانو خپل دیني شعایر ، فرایض او عبادتونه پرته له ډاره کول او پر ځای کول، خو مجبوري ګوره چې د عیسایانو تر دغې نیمې ولکې وروسته هم د ایتوپیا مسلمانان د فرایضو د پوره کولو په برخه کې ځورول کیدل، په اسانه یې حج ته نه پرښودل او نن سبا خو د سخت دریزۍ نوم ورکوي او په اسانه یې نه پریږدي چې د بیت الله شریف حج ته لاړ شي هو اوس د نجاشي پاچا حبشه د مسلمانانو لپاره د جاهلیت د زمانې مکه ګرځیدلی ده……………. اوس د حضرت بلال ډیر لږ وطنداران ( حبشیان ) کولای شي چې حج ته لاړ شي.
مسلماناو خو چې هجرت کاوه په کښتیو کې حبشې ته تللي وو خو اوس که د نجاشي له خوا مسلمان شوي حبشیان مکې ته ځي نو د چړو په څوکو به ځي.
په دې ترڅ کې له مسلمانانو د هغوی کرنیزې ځمکې هم اخستې او د کلیسا ملکیت او شتمني یې ګرځوله تر ( ۱۹۷۴ ) میلادي کاله مخکې د مسلمانانو دریمه برخه ځمکه د کلیسا جاګیر کرځیدلې وه.
د مسلمانانو حالت دومره خراب شو که د جومات او مدرسې جوړولو کار یې کاوه دا هم د کلیسا له جوازنامې پرته ناشونی و، خو حبشیان د اسلام لپاره د ژوندانه له ټولو خوږو تیر وو او تیر دي ، که د اذان غږ چا نه پريښود له بده مرغه د نړۍ مسلمانان د کلیسا ځواکمنو زنګونو هم له تاریخي خوبه ویښ نکړل.
خو معجزه دا وشوه چې د وخت په تیریدو اسلام له حبشې کډه ونکړه بلکې په سولیز ډول لا پسې خپور شو ، یو شمیر اسلامي پوهانو دننه په حبشه کې د اسلام ددین د تبلیغ لپاره سفرونه شروع کړل ( شیخ عبادیر حرار، شیخ نور حسین بال، او شیخ ابو بودیلا چې په ابو رموز مشهور و د اسلام د تبلیغ څراغونه ورسره وو.
یو ستر عالم د دارا شیخ محمد واله دی چې له ( ۱۹۹۵ ) میلادي کال راهیسې زنداني دي او بل هیڅ تور پرې پورې نه دی مګر دا چې په ایتوپیا کې یې اسلامي تعلیمات ورکول او د بشر د حقونو د خوندیتابه لپاره یې کار کاوه.
خپله یو شمیر مسلمانان د غرب د تبلیغاتو ښکار شول او د واکمنۍ د نوښت په نامه په تیروتنه د اسلام د هغې پاچاهۍ پر ضد شول چې بنسټونه یې شاوخوا
( ۱۴۰۰ ) کلونه مخکې د اسلام ستر پاچا حضرت نجاشي رحمه الله ایښي وو.
په ( ۱۹۹۴ ) م – کال د ایتوپیا مسلمانانو سولیزه مظاهره وکړه او غوښتنه یې په ټولنه کې له نورو سره برابري وه – خو تر دې لاریون وروسته د( ادیسه بابا ) بابا ښار په مرکزي زندان کې د مسلمانانو د ځور او ربړولو کچه لوړ پوړ ته رسیدلې ده. یوازې دا نه د قران کریم د زده کړې مدرسې وتړل شوې، او هغه اسلامي او بشري ټولنې له حبشې وویستل شوې چې له بې وزلو او مجبورو مسلمانانو سره یې مرستې کولې لک ها زره اسلامي متون او کتابونه د لمبو خوراک شول ان تردې چې د مسلمانانو لپاره ستره قانوني شورا جوړه شوې وه له هغې یې هم وویستل. شورا پریکړه وکړه چې ددوی له لایسنس پرته هیڅ مسلمان چاته قران نه شي ښوولی او نه هم د اسلام ددین تبلیغ کولی شي.
خو بله غاړه داسې ( ۱۰۰ ) تنظیمونه جوړ شوي چې په ازاد ډول د عیسایت تبلیغ کوي همدا راز ( ۹۶ ) مجلې او رسنۍ هم دې کار ته ادامه ورکوي، او زرګونه کتابونه هم خپاره شوي دي، د قانوني شورا یوه چارواکي ویلي چې ددغو فعالیتونو ړومبی مقصد دادی چې ایتوپیا ( حبشه ) بیرته په یوه بشپړ عیسايي هیواد بدله شي.
د نجاشی رحمه الله حکومت او پاچايي لا هم په حبشه کې پوره له منځه نه ده تللې خو عیسایان هڅه کوي چې شاوخوا ( ۱۴۰۰ ) کلونه وروسته د لودیځوالو په مرسته دا واګی تر لاسه کړي ، او ایتوپیا د اسلام پر ځای د عیسایت په لور روانه کړي.
کوم قانون چې په صدر اسلام کې نجاشي صاحب پلی کړی و، په ( ۱۹۹۴ ) م کال کې بدل شو، خو بیا هم نوم بدل دی خو ډیر څه له اسلام او قرانه اخستل شوي دي.
دغه سیکولر ډوله قانون وايي چې سیاست او دین دوه بیلې لارې دي او باید سره ګډ نه شي ، خو دا یې هم مجبوریت دی چې وايي دا خبره دا مانا نه لري چې مذهبي محکمې دې بیخي وتړل شي.
اوس هم د ایتوپیا ستره محکمه ( د شریعت محکمه ) بلل کیږي، او خلک تر ډیره د اسلامي اصولو په رڼا کې محاکمه کیږي او یوه بله محکمه یې محمدي محکمه بلل کیږي.
د ایتوپیا د کورنۍ د اوسني قانون له مخه د جلۍ د واده عمر ( ۱۵ ) کلونه ټاکل شوی نارینه د کور مشر دی او ښځه یې اړه ده چې د میړه ټولې قانوني غوښتې پلې کړي. او که طلاق واقع شي ماشوم باید ( ۵ ) کلونه له مور سره تیر کړي .
ویل دا غواړم چې بریتانیې ، اسرایلو ، ایټالیې ، پرتګال ، روسیې او یو شمیر نورو هیوادونو له عیسانو سره مرسته وکړه چې ایتوپیا ( حبشه ) بیرته هغه حالت ته وګرځوي چې د اصحمه نجاشي تر اسلام قبلونې مخکې وه، کمونیزم، عیسایت ، سیکولرزم ، او دیموکراسي ټول یې و ازمایل چې د اسلام څرخ بیرته د ماضي په لور تاو کړي، خو دا چې هلته شاوخوا ( ۱۴۰۰ ) کلونه اسلام واکمني کړې او د ټولنې په رګونو کې اسلام ګرځي ان دا چې لاشعور یې اسلام ګرځدلی نو څنګه به شوني وي چې حضرت نجاشي رحمه الله له تخته کوز کړي، دوی مجبور دی چې اسلام ته غاړه کیږدي.
مانا دا چې د نجاشي سلطنت د اسلام تر ټولو ړومبی او تر ټولو وروستی سلطنت دی چې لا هم نه دی ختم.
یا الله تعالی نجاشي صاحب ته په فردوس جنت کې سلطنت ورکړې، او دلته زموږ دا ړومبی سلطنت تر قیامته وغځوې.
Scroll to Top