ډاکټر فیل ریس په خپل کتاب«د مطالعې په باره کې ۵۰۰ ټکي» کې او ډاکټر عین الله خادمي په «د مطالعې لارې» کتاب کې راوړي دي:
۱ ځینې کسان دې ته ترجېح ورکوي چې په ارامه فضا کې مطالعه وکړي او ځینې نور بیا غواړي چې په بیرو بار کې مطالعه وکړي. ځينېخوښوي چې په ناسته مطالعه وکړي او ځينې نور بیا د پرېوتو په حالت کې او یا هم په چوکۍ کې. اصلن ځان مه په عذابوئ! په هر حالتکې چې راحت یاست، خپله مطالعه مو وکړئ.
۲ که د مطالعې ځای مو ګډوډ و او شاوخوا مو د کالیو بیروبار و؛ نو د هغوی د سمولو لپاره بهترین وخت وروسته له مطالعې دی. ځکه کومشی چې تاسو لوستي او په یاد مو دي، د هغو مطالبو لپاره تاسو ته یو ښه فرصت په لاس درکوي چې فکر ورباندې وکړئ او وخت به موهم قیمتي شوی وي.
۳ ځینې وختونه په ځانګړو او حس پاروونکو ځایونو کې مطالعه وکړئ. ترڅو د لوستو مطالبو سره مو د هغه ځای خاطرې هم په یاد پاتېشي. مثلاً: په یوه باراني شپه یوه چترۍ او یو لاسي څراغ درسره واخلئ؛ تر باران لاندې ودرېږئ او ښه په خوند مطالعه وکړئ. یا یوه زاړهاو تاریخي ځای ته لاړ شئ او د خپلې خوښې مطالب ولولئ.
۴ که شوني وي چې د مطالعې موضوع مو د ځای سره سازګار وي، نو ستاسو د مطالعې په لاسته راوړنه کې ډېره مرسته کولای شي. پهدې سازګارۍ شته وسایل او توکي هم راځي.
۵ مخکې له دې چې د مطالعې ځای مو وټاکئ، د هغه ځای لپاره یو څو عمده ځانګړنې په خپل ذهن کې درسره ولرئ، ترڅو اسانه یېومومئ.
۶ د مطالعې په ځای کې مو باید حتمن داسې لاره چې لیرې ترې وکتلای شئ«اسمان، غرونه، کرونده، باغ…» ځکه د مطالعې په جریانکې د سترګو غړول شاوخوا خورا کټور تمامېږي. که نور نه وي نو د خپل اتاق چت وګورئ او سترګې مو راحته کړئ.
۷ خپله مطالعه مو هېڅکله هم په یوه ځای پورې مه اړوندوئ« تر څو زه هلته، دلته لاړ نه شم مطالعه نه شم کولای.» د مطالعې ځای هماغهدی، چېرې چې تاسو یئ!
۸ پام مو وي چې د رڼا کموالی او زیاتوالی، د کوټې یخ او تودوخه، د ځای نرموالی او کلکوالی او د مطالعې د ځای نور شرایط داسې نهوي چې یا مو خوبوړي کړي او یا هم ترې په عذاب شئ.
۹ تازه هوا او هواکش د مطالعې په ځای کې له اهمو شرطونو څخه دي.