د مطالعې تسلسل/ فیصل جلال

د ښوونځي په نهم ټولګي کې مې په کورس کې ریاضي شروع کړې وه. کوم زده کوونکي به، چې غیرحاضري وکړه، استاد به پر سبا ورته وویل؛ ریاضي داسې ده لکه د ځنځیر کړۍ، که یوه کړۍ ولوېده بله پسې لوېږي. که مو ضرب زده نه کړ، تقسیم نه شئ زده کولی.
مطالعه هم زموږ د استاد خبره د ځنځیر کړۍ ده. ما به، چې مطالعه کوله، یوه اونۍ وروسته مې له کړې مطالعې هېڅ په یاد نه وو. دا څو ورځې کېږي، چې د مطالعې روش مې بدل کړی. یوه موضوع انتخاب کړم، په همغې موضوع کې له ځانه سوالونه کوم او بیا یې ځوابونه په نورو کتابونو او یا په انټرنیټي سایټونو کې ګورم دا زما لپاره ګټوره مطالعه ده. د مطالعې علمي روشونه ممکن لا ګټور وي. د انسان ذهن همداسې جوړ دی، چې یو څه تسلسل ولري، ژر او د ډېر وخت لپاره یې سېو کوي. خو د مطالعې تسلسل هم یو کانسپټ دی، د یو څه په یاد پاتې کېدو لپاره ښه لار تکرار ده. زه که یو لکچر شنبې وایم، که یې راتلونکې پنجشنبې تکرار کړم، تر بلې پنجشنبې دا امکان ډېر دی، چې لکچر زما په یاد پاتې شي.
استاد اجمل ښکلی په پوسټ ماډرنېزم کې ښه مطالعه لري. د احمد شاه بابا په ادبي بهیر کې له ده نه غوښتنه شوې وه، چې پر پوسټ مادرنېزم لکچر ورکړي، په کومه جمعه کې چې استاد لکچر ورکړ، په خپلو خبرو کې یې وویل، چې له ما غوښتنه شوې وه، چې زه تېره جمعه لکچر ورکړم؛ خو ما تېره اونۍ ځکه لکچر ور نه کړ، چې زه مجبور وم، چې په پوسټ ماډرنېزم کې خپله کړې مطالعه تکرار کړم.
د متسلسلې مطالعې یوه ګټه دا ده، چې دې ته مو متوجه کوي، چې یوه موضوع په بېلابېلو اړخونو کې مطالعه کړو. زه که د فیمینیستي ادبي نظریې په اړه یوه مقاله لولم، ممکن د فیمینزم پر غوښتنو دقیق پوه نه شم؛ خو که د فیمینزم تاریخ مطالعه کړم او د یوه جریان په توګه یې د فرهنګ په نورو اړخونو کې وڅېړم، په ادب کې به د فیمینزم پر نقش په اسانه پوه شم.
د مطالعې د تسلسل دویمه ګټه دا ده، چې د کوم څه په اړه مطالعه کوو، که یو څه مطالعه پکې وکړو، بیا یې پرېږدو او څو ورځې وروسته بیا پکې مطالعه وکړو، مجبور یو چې په هغې موضوع کې کړې مطالعه بېرته له سره وکړو، تر څو ریماینډ شي او بیا خپله مطالعه پسې وغځوو. تېر کال د ژبپوهنې په یوې مسلې کې راته ستونزه پیدا شوه، ځینې کتابونه مې پسې وکتل؛ خو ستونزه مې حل نه شوه. څه وخت له مخه مې د استاد زیار پښتو پښویه لوست، له همغې مسلې سره بیا مخ شوم. مجبور شوم چې په مخکینیو کتابونو کې بیا هماغه مسله مطالعه کړم او بیا د استاد زیار کتاب وګورم، هماغسې مې وکړل او ستونزه حل شوه. که مو په یوې موضوع کې مطالعه متسلسله وه؛ نو ما غوندې به له ستونزې سره نه مخېږئ او د نورې مطالعې لپاره به وخت بچت کړئ.
د پرله پسې مطالعې یوه ګټه دا هم ده، چې د علم په زیاتېدو کې له موږ سره مرسته کوي، لوی عالمان که وګورو د ډېر علم یو لامل یې د مطالعې تسلسل هم دی. که غواړو، چې د علم رڼا مو د نورو د لارې مشال شي؛ نو ښه ده، چې مطالعه مو متسلسله وي.
د مطالعې تسلسل د هغو کسانو لپاره هم ګټه کوي، چې غواړي پر مطالعې ځان عادت کړي. له ځینو کسانو به مو به اورېدلي وي، چې وایي، هېڅ مطالعه نه شي کولی. دوی به یوه ورځ کتاب راواخلي؛ خو که یې کتاب سترګې ورپټې کړې، ممکن سبا ته کتاب راوانه خلي. متسلسله مطالعه کولی شي، چې پر مطالعې مو عادت کړي.
د متسلسلې مطالعې بله ګټه دا ده، چې تنقیدي فکر راکوي. په متسلسلې مطالعې کې موږ د یوې موضوع عمق ته ځو، معلومات مو پکې ډېرېږي، فکر مو پکې پراخېږي. د همغې موضوع په رڼا کې موږ علمي او دقیق نقد کولی شو.
Scroll to Top