د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / لسمه برخه   

څلورم ګام: د بریا وېره ختمول

تاسې د بریالیتوب وېره د لټۍ او کار ځنډولو یو لامل بولئ، خو دا راته عجیبه ښکاري، له بریالیتوبه هم څوک وېرېږي؟

ډېر زیات، حتی میلیونونه تنه له بریالي کېدو وېرېږي، دوی په خوله نه وایي، خو د ناکامۍ هوډ یې کړی وي او ټول په خپل دې هوډ کې بریالي هم وي.

  • خو دا خبره جالبه ده. که موږ یوې موخې ته رسېدل نه غواړو، نو موخه یې ګڼو؟ ولې د یوه کار کولو هوډ کوو او بیا ورپسې بیا هماغه کار کې د ناکامېدو په تمه یو؟

انسان تل منطقي چلند نه کوي، همدا یې لامل دی. دا به درته عجیبه ښکاري، خو د بریالیتوب وېره د انسان د اروا برخه ده او زیاتره وخت د لټۍ لامل کېږي.

تاته چې د دې واقعیت منل سخت دي، لامل یې دا دی چې دا کار نه یوازې منطقي نه دی، بلکې انسان پرې پخپله هم نه پوهېږي. دا د لاشعور کار دی. د بېلابېلو ممکنو دلایلو له مخې زموږ لاشعور، زموږ د اوامرو خلاف کار کوي او بالاخره موږ هغه څه نه شو کولای چې کول یې غواړو.

په همدې خاطر چې کله د لټۍ په اصلي لامل پسې ګرځئ، نو د بریالیتوب په وېره کې یې موندلای شئ. یعنې په دې کې تاسې د یوه کار له کولو نه وېرېږئ، بلکې د هغه کار له پایلو وېرېږئ.

  • تاسې وایئ چې د بریالیتوب وېره په لاشعور کې وي، نو شعور ته نه شي راتللی؟

ولې نه. ښايي تاسې یو کار په دې خاطر وځنډوئ چې پوهېږئ پایله به یې ستاسې په ګټه نه وي. په دې وخت کې بیا خبره د لټۍ او غفلت نه وي، بلکې یوازې پر دې پوه شوئ چې هغه کار کولو ستاسې په خیر نه دي، په دې خاطر يې نه کوئ. دا ښه فکر دی او هېڅ ستونزه نه لري.

خو ستونزه دا ده چې تاسې ځان ته ضد و نقیض پیغامونه لیګئ. شعور مو وایي: (دا کار باید وکړم او باوري یم چې کولای یې شم)، خو لاشعور مو وایي: (که مې دا کار وکړ، خفه به یم.) په دې وخت کې تاسې حالت نه ارزوئ، په اړه یې مطالعه نه کوئ، منطقي پرېکړې ته نه رسېږئ، یوه لاره نه مومئ، پر دې فکر نه کوئ او کار ځنډوئ. په دې وخت کې ددې شک او زړه نا زړه توب له امله ذهني فشار پیدا کوئ، خفه کېږئ او ښايي چې سر مو هم درد وکړي.

  • پوه نه شوم، یو مثال یې راکولای شئ؟

هو، ولې نه. مثلاً تاسې په خپل عاید راضي نه یئ او غواړئ چې د لوړولو لپاره یې ځینې کارونه وکړئ. د ترفیع کولو لپاره روزنې ته اړتیا لرئ، خو دغه روزنیزې دورې ته نه ورځئ. اصلي اندېښنه مو دا ده چې په روزنیزه دوره کې به د ادارې ټول شرایط پوره نه کړی شئ.

خو که لږ ژور فکر وکړئ، نو ښایي پر دې پوه شوئ چې اصلي ستونزه د ماتې یا ناکامۍ وېره ده. وېره درسره دا وي چې زیار به وکاږئ، یوه دوره به تېره کړئ، خو ترفیع به ونه کړئ او ټوله خواري به مو په سیند لاهو شي. بیا به د ناکامۍ له امله خجالت یئ.

خو که لږ دقت وکړئ، نو ښايي پر دې هم پوه شئ چې دا به ستاسې د لټۍ اصلي لامل نه وي. یو شی حتمن شته چې ستاسې ور پام شوی نه دی. دا وېره چې که ترفیع وکړئ او ښه موقف ترلاسه کړئ، نو څه به کېږي؟ نوي مسوولیتونه به اخلئ. نوي چاپېریال کې به کار کوئ. پخواني ملګري به درسره رخه پیدا کړي، ستاسې له دې موقفه به سوځي. لویې او جدي پرېکړې به کوئ. تر ناوخته به لګیا یئ. د همدې ذهنیت او اندېښنو له امله، د لوړ موقف ترلاسه کولو لپاره اقدام نه کوئ.

او ستونزه دا ده چې د خپل دې چلند په دلیل هم نه پوهېږئ. که مسوولیتونه رښتیا لوی وي، که د ترفیع له امله رامنځته شوی فشار او غبرګون نه شئ زغملی، نو په دې صورت کې له ترفیع تېریدی شئ او دا کار مو منطقي هم دی. خو ستاسې دا ده چې تاسې ددې موضوع پر څرنګوالي ډېر فکر نه کوئ او بالاخره هېڅ ځای ته نه رسېږئ. بیا تاسې ددې ټولو پرځای خپل مصروفیتونه او هېرېدل د خپلې لټۍ لاملونه ګڼئ.

خپله وېره ښکاره کړئ، د اندېښنې اصلي لامل پیدا کړئ، یوازې په همدې صورت کې ورته له بېلابېلو لیدلورو کتلی او د واقعیتونو پر بنسټ پرېکړې کولای شئ.

هر وخت مو چې لټي د بریالیتوب د وېرې لامل وګاڼه، نو باید کېنئ له خپل ځان یا له خپل ډاکټر سره سپینې خبرې وکړئ.

  • دا خبره ولې کوئ؟

ځکه چې زړه نا زړه یئ، د دوه زړتوب تر اغېز لاندې یئ. په خپلو موخو نه بوهېږئ، څه چې درته ظاهراً ښکاري، هغه ستاسې واقعي غوښتنې نه دي. یعنې تاسې د ځان په اړه شکمن یئ او په لټۍ څه نه مشخصوئ. لټي یوازې ستاسې ناآرامي زیاتوي.

  • دا خبره لږه روښانه کولای شئ؟

هره سکه دوه مخه لري. موخه که هر څومره ښه وي، ځینې بې خونده پایلې هم ښايي ولري. شهرت ته رسېدل د یوازیتوب او آرامۍ بایلل دي، که ډېرې ګټې خلک به درسره ډېره رخه کوي. څومره چې ډېر پرمختګ کوئ، هومره به درنه د خلکو تمې زیاتېږي. څومره مو چې موقف لوړېږي، هومره به ورسره مسوولیتونه ډېرېږي.

موږ چې د هر عمل انجام ته رسېږي، د هغې مثبت او منفي اړخونه هم سره پرتله کوو. کله کله داسې ښکاري چې ددې ګټې تر منفي اړخونو یا زیانونو ډېرې دي، کله بیا وایو چې د بریالیتوب دا بیه ډېره زیاته ده. خو لټۍ کې بیا حالت بدل وي. په دې کې بیا د کار د مثبتو او منفي اړخونو د سنجولو او پرېکړې کولو پر ځای، انسان قلارې کېناستل او هېڅ کار نه کول انتخابوي. د ماتې لیوالتیا انسان ته د عاقلانه پرېکړې کولو اجازه نه ورکوي.

  • آيا د ماتې دغه لیوالتیا هم د بریالیتوب د وېرې بله نامه ده؟

هو، ځینې وخت ورته بیخې نورې نامې اخلي. مثلاً په پوهنتون کې د دوکتورا له قضیې سره مخ کېږو. یو محصل وایي چې زه به د دوکتورا سند اخلم، خو یو څو ټولګیو ته چې لاړ شي او د خپلې رسالې یوه برخه هم ولیکي، نو یو څو پاتې مخونه بیا نه بشپړوي، بېلابېلو خلکو سره بحثونه کوي او په دوکتورا کې بریالیتوب له نورو مسوولیتونو سره پرتله کوي. د درس دوره ختمه شي، خو د دغه بدلون او ورپسې خطرونو وېره ددې لامل کېږي چې محصل د دوکتورا سند اخیستل وځنډوي.

مشهور ارواپوه ابراهم مازلو دغه پدیده د (جونا عقده)[1] بولي.

  • ولې؟

په تورات کې راځي چې جونا یو پېغمبر و او د خدای په امر په یوه ماموریت وګومارل ش. دی باید یوه ښار ته تللی او هلته یې وینا کړې وی. خو جونا ته دا مسوولیت خوندور ښکاره نه شو او ځان سره یې دا پرېکړه وکړه چې دغه مسوولیت به (ښايي د تل  لپاره) وځڼدوي. مازلو، خپلو بالقوه امکاناتو ته د شخص د رسېدو د نه لیوالتیا په تشریح کې وایي:

(ماته داسې ښکاري چې دغه دفاعي میکانیزم (د سترتوب وېره)، (له برخلیک تېښته) یا (له خپلو وړتیاوو تېښته) ونوموم… زه باوري یم چې موږ ټول تر خپل اوسني حالته سترېدی شو. موږ ټول بالقوه وړتیاوې لرو چې ګټه ترې نه اخلو. زموږ ډېرې وړتیاوې نه کارېږي. دا رښتیا ده چې په موږ کې ډېر له خپلو امکاناتو لرې دي. زیاتره وخت چې د طبیعت، تقدیر یا ځینو پېښو له امله پر موږ کوم مسوولیتونه را اچول کېږي، موږ ترې ځان خلاصوو او دا هماغه کار و چې جونا کاه، هغه له بخته تښتېده.

دغه تمایل یې د (ایکاروس عقده) هم نومولی دی. د دې نموونې لامل یې د یونان اسطوره یي ځوان و. ده د الوت هیله درلوده، بیا یې وزرې وموندلې، والوت، لمر ته نږدې شو، د موم وزرې یې ویلې شوې او سیند ته را ولوېده، مړ شو. ځينې خلک دا وېره لري چې که بریالي شي، د ایکاروس غوندې به مړه شي، دوی پر دې باور وي چې انسان څومره لوړېږي، دومره یې د را غورځېدو امکان زیاتېږي.

  • نو د بریالیتوب دغه وېره د انسان په خېر هم کېدای شي؟ که ایکاروس لږ وېرېدلی وي، ښايي دومره نه وی لوړ شوی چې د لمر تودوخې وژولی وی؟

نه، احتیاط جلا شی او د بریالیتوب وېره جلا. البته بې ځایه خطر باید ونه منل شي. هدف باید داسې وي چې ترلاسه شي(لمر ته نږدې الوت ترلاسه کېدونکی هدف نه دی)، خو کله مو چې د ترلاسه کېدو وړ هدف وټاکه، بیا یې باید د ترلاسولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړئ. د خپل پرمختګ مخه به په لټۍ او داسې چلند نه نیسئ چې ستاسې د ماتې لامل شي او تاسې هغو موخو ته له رسېدو پاتې کړي چې پخپله مو ځان ته ټاکلي دي.

البته، لکه څنګه مې چې مخکې وویل، موخې باید منطقي او د ترلاسي وړ وي. که تاسې په هر دلیل دا پرېکړه کړې وي چې کار به نه کوئ، نو د هغه کار د کولو فکر هم له ذهنه وباسئ. په خپل ذهن کې بې پلانه او بې برنامې هدف په دې ارمان مه پرېږدئ چې یوه ورځ به ورته ورسېږئ. داسې اهداف مو چې په ذهن کې راټول شي، بد اغېز کوي او ددې له امله بیا تاسې له خپلو اوزګارو وختونو سمه ګټه نه شئ اخیستی.

تاسې چې کوم کار کول غواړئ او هغه وکړئ، نو ښه احساس درته پيدا کېږي. خو که دا پرېکړه وکړئ چې یو کار به نه کوئ او هغه کار د خپلو کارونو له لیسته پاک کړئ، بیا هم همدومره خوشاله کېږئ. څوک چې لټي کوي، هغه له دې دواړو خوښیو محروم وي. هغوی د خپلو پرتو کارونو په لیست کې داسې یو کار پرېږدي چې تل یې ورته اندېښنه وي او ورپسې سرګردانه وي. نو څوک چې د بریالیتوب د وېرې له امله کار نه کوي، ځان په ناشونې بریالیتوب کې ویني. ځان سره وایي چې ځینې کارونه باید وکړي، خو په لاشعور کې بیا ځان ته د کارونو نه کولو حکم کوي. د لټۍ او زړه نا زړه توب تر اغېز لاندې بیا د دغو مخالفو حکمونو ترمنځ پرېکړه نه شئ کولای.

  • کوم خلک چې بریالیتوب نه غواړي، ولې یې نه غواړي؟

ډاکټره مارټا فرېډمین د نیویارک په طبي پوهنتون کې د ارواپوهنې استاده ده، نوموړې په اړې اړه مفصله څېړنه کړې او دې پوښتنې ته یې په زړه پورې ځوابونه پیدا کړي دي. دې زده‌کړیالانو ته وویل چې دغه جمله بشپړه کړئ: (بریالی کېدای نه شم، ځکه …)

د دې پوښتنې ځینې ځوابونه دا وو:

  • ځکه د خپلې خوښې دندې اخیستو کې مې ټګي کړې.
  • ځکه ماته آسانه وه، خو خور ته مې سخته.
  • ځکه په مور او پلار مې ډېر لګښت راځي.
  • ځکه پلار سره سیالي نه شم کولای.
  • ځکه ټول خلک ماسره په آسانۍ سیالي کولای شي.
  • ځکه زه ښه ماشوم نه وم، لږ تر لږه خپل ورور غوندې ښه نه وم.
  • ځکه مور به مې تل زما کورنۍ وظیفه لیکله.
  • ځکه د ژوند ملګری/ملګرې مې بریالی انسان نه دی.
  • ځکه څه مې چې درلودل، پرې راضي نه وم.
  • ځکه دا کار مې په ټګۍ کړی دی.
  • ځکه لټ یم.
  • ځکه نور تر ما تکړه دي.
  • ځکه زه نه پوهېږم چې څه وکړم.
  • ځکه تراوسه مې ګام نه دی اخیستی، پلار مې مړ شو، ټوله شتمني یې ماته پاتې شوه، خو ما یې د ترلاسه کولو لپاره هڅه ونه کړه، زما بریا په یوه غمجنه پېښه کې وه.

[1] Jonah’s Comlex

Scroll to Top