د انډونیزیا په جاوا جزیره کې ۲۰ سیالانیان په یوه کښتۍ کې د سیلفي اخیستو لپاره سره راټول شوي وو چې له امله یې کښتۍ بې توله او اوبو کې ډوبه شوه.
د مرستندویه ادارو لامبوزنو مرستې ته ور ودانګل چې په پایله کې یې ۱۱ تنه روغ را وویستل شول او د ۷ نورو کسانو مړي ترلاسه شول. په ډوبو شویو کې د ۲ تنو برخلیک نه دی معلوم.
پولیس وایي په کښتۍ کې له ظرفیت ډېر کسان سپاره شوي وو او د کښتۍ چلول یوه ۱۳ کلن هلک ته پرېښودل شوي وو.
د سیلفي اخیستو شوق په ډېرو ځایونو کې نورو خلکو ته هم زیانونه اړولي چې له لوړو ځایونو را لوېدل او ټپي کېدل یې عام دي، خو دا لومړی ځل دی چې یوازې یوه سلفي د ۲۰ تنو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.