هېڅ څوک کمزوري نه دي پیدا شوي، مونږ انسانان په هره برخه کې بریالي او د پوره ځواک درلودونکي یو.
انسانان دوه ډوله ځواک لري، لومړی فزیکي ځواک ده او دوهم ذهني او عقلي ځواک ده.
هر کله چې مونږ له دې دواړو څخه په يو ځايي ډول ګټه پورته کړو، ښې پایلې لاسته راوړو، دا ځکه چې ذهن بدن ته په کار کولو لارښونهکوي او د بدن غړي همدغه کار په پوره قوت سره ترسره کوي.
که کوم وخت زمونږ ذهن او فکر کمزوری او یا شکمن شو نو زمونږ د بدن فزيکي ځواک ورسره له نیمایي ډیر کمزوری کیږي، ځکه چې ذهنبدن ته د کار کولو زمينه برابروي.
انسانان تل پخپل نفس پوره اعتماد او باور لري او هر کله چې مونږ پخپل نفس باور پیدا کړو ذهن او فکر مو په سالم ډول کار کوي.
يوه ورځ ښونکي په تخته يو سوال ولیکه او وويل چې دا د نړۍ تر ټولو سخت سوال ده او ډېر کم خلک یې په ځواب پوهیږي، اوس تاسوووایئ چې څوک یې په ځواب پوهیږئ؟
ټول زدکونکي غلي شول، د ټولو په ذهن کې همدا يوه خبره ګرځېدله چې دا د نړۍ تر ټولو سخت سوال ده، هېچا نه ده حل کړی نو مونږ بهیې څه حل کړو.
د ټولګي په اخر کې يو زدکونکی ويده وه، د ښونکي پرې پام شو او په غوسه یې ورته وويل چې ته راشه دا سوال حل کړه.
ويده زدکونکی راغی او سوال یې د څو غلطیو وروسته حل کړ.
ښونکي ټولو زدکونکو ته مخ را واړوه او د چک، چک وهلو لپاره یې په نورو زدکونکو غږ وکړ.
وروسته معلومه شوه چې سوال اسانه وه، خو وېښو زدکونکو ځکه حل نشو کړای چې ښونکي دا تر ټولو سخت سوال یاد کړی وه او دزدکونکو ذهن یې بوخت کړی وه، خو ويده زدکونکي ځکه حل کړ چې هغه دا نه وه اوریدلي چې دا د نړۍ تر ټولو سخت سوال ده.
په دې برخه کې د لا ښه پوهاوي لپاره لږ نور هم تم کېږم. يو کس غوښتل چې د برګر دوکان پرانیزي، دوکان یې ګټې اخېستنې ته امادهکړ.
ورځ تر بلې د سړي کاروبار ښه کېده، په بله ورځ یې د برګر ترڅنګ د سوپ او سیخ کباب کاروبار هم شروع کړ.
له خپل کاروبار څخه ډېر زيات خوشاله وه.
دا سړی هم بې سواده وه او هم په غوږو يو څه دروند وه ځکه خو یې نه ورځپاڼه لوستلای شوه او نه یې د خبرونو اورېدلو سره کومه علاقهدرلودله، چې د دنیا له حالاتو ځان خبر کړي.
څو ورځې وروسته د سړي زوی له اقتصاد پوهنځي فارغ شو او د پلار په کاروبار ورګډ شو.
پلار ته یې مشوره ورکړه چې د دنیا اقتصادي حالات مخ په خرابېدو دي، مونږ هم ددې لپاره چې په راتلونکي کې کوم تاوان ونه کړو، بایديو څه خپله سرمايه را کمه کړو.
پلار یې د فارغ شوي زوی خبره ومنله او د سبا لپاره یې د سیخ کباب او سوپ مصارف کم کړل.
سړي ورو، ورو خپل پېرودونکي له لاسه ورکول، اخر داسې شو چې ټول دوکان یې سکوت شو.
زوی ته یې کړل؛ ښه ده چې په وخت دې خبر کړم، کنه ما به ډېر تاوان کړی وه.
له پورته کېسې دوه مطلبه اخلو، لومړی دا چې د سړي ذهن د دنيا له حالاتو نه وه خبر او ورځ تر بلې یې د خپل کاروبار پرمختګ لیده، خوزوی یې مخه ور ډب کړه.
دوهم دا چې که يو شخص هر څومره زدکړې وکړي خو چې د عقل په ترازو دغه علم ونه تلي، د صفر سره ضرب دی.
خپل خوبونه خپله ریښتیا کړئ، پرېږدئ چې ټول درپسې خبرې وکړي، تاسو يواځې لکه د يو کوڼ سپین ږيري ترې تېر شئ او مخ پهوړاندې ځئ.
د خپل فزيکي او عقلي ځواک څخه ګټه پورته کړئ، ځکه چې تاريخ مو تېر شو، دواړه بې معنا کیږي.