د دوزخ دروازه؛ هغه کنده چې له ۵۰ کالو راهیسې لمبې کوي

له آبادۍ لرې، د دښتې په منځ کې یوه پراخه کنده او په دې کنده کې له کلونو راهیسې بل اور

دا ټول خلکو ته د هغه دوزخ تصور ورکوي چې له پېړیو راهیسې یې دیني عالمان د بشر د اصلاح لپاره تشریح کوي.

خو دا ځای ولې د دوزخ دروازه یادېږي؟ آيا رښتیا دلته کومه د راز او وېرې خبره شته، که دا هم د طبیعت د نورو پدیدو په څېر یوه پدیدهده؟

د دې ټولو لپاره لږ شاته تلل غواړی؛

دغه کنده د ترکمنستان هیواد د قره قرم د سوځنده دښتې په دورازه کلي کې ده. له نورې آبادۍ لرې پروت دغه کلي کې نږدې ۳۵۰ کورنۍژوند کوي او دغه کنده جوړه شوې، له پنځوسو کلونو راهیسې په کې اور غرغنډې وهي، نو له همدې امله د دوزخ د دروازې په نوم همیادېږي.

خو د خلکو په وینا د دوزخ دغه دروازه په اصل کې د پخواني شوروي اتحاد د لاس ایجاد دی. تاریخ وایي چې د دوزخ دغه دروازه له نن نهپنځوس کاله مخکې په کال ۱۹۷۱ز کې د شوروي اتحاد کیندونکو له لوري ویستل شوې ده.

دغو شورویانو چې کله ځمکه کیندله، نو ناڅاپه په ځمکه کې دننه د ګازو په یوه رګ ور برابر شوو. د دې وجې ځمکه وښویدله او دوی چېکومه کنده وهلې وه، هغه ډکه شوه، خو دا چې ور لاندې په ډېر مقدار ګاز و، نو هغه ګاز په خاورو کې بهر د ځمکې سر ته را پورته شو.

د چاپېریال د ساتنې په نیت او د دې لپاره چې ګاز د انساني تنفس په هوا کې خپور نه شي، شورویانو را وتونکي ګاز ته په نیت اور ورتهکړ چې دا بل شوی اور به په څو اونیو کې بېرته مړ شي.

خو څوک څه خبر وو چې د پنځوسو کلونو په تېرېدو به اوس هم هغه بل شوی اور هغسې غرغنډې وهي او د مړ کېدو نامه به نه اخلي.

د همدغه بل اور د وجې خلکو دغه سیمه د دوزخ دروازه ونوموله او داسې فکر کېده چې د دې اور لاندې به د ځمکې په تل کې دوزخ واقعوي.

په ۲۰۱۳ کال کې د نشنل جیوګرافیک یوه کس په لومړي ځل د دغه کندې اندازه معلومه کړله او  د ده د اټکل له مخې، دغه کنده ۶۹ مترهپراختیا او ۳۰ متره ژوروالی لري.

خو د ترکمنستان هیوا له نېکه بخته، دغه اوس د سیالانیانو د تګ راتګ په ځای بدل شوی دی او هر کال ورته د نړۍ د ګوډ ګوډ نه، نږدې۶۰۰۰ کسان لیدلو لپاره راځي

Scroll to Top