د خفه خلکو لپاره هڅوونکې جملې / محمدشبیرحسنزی


هڅوونکي جملې یو له هغو جملو څخه دي چې له مونږ او تاسې سره په خپګان کمولو او په بې خوبۍ له منځه وړو کې مرسته کوي داجملې (هڅوونکي جملې) له خپه او ناراضه خلکو سره په خوشاله اوسېدو کې ډېره زیاته مرسته کوي.

د خسته او خپګان لرونکو خلکو لپاره هڅوونکي جملې:

تاسو اړتیا لرئ چې تېر هېر کړئ او خپل ټول تمرکز پر راتلونکي وکړئ؛ پر ځان د فشار راوستو څخه ډډه وکړئ او له فشار څخه ځان لرېوساتئ.

غټ یا ستر سړکونه ډیری وخت ښایسته او ښکلو ځایونو ته لاره برابره وي. نو ستاسو د ژوند غټې ستونزې او ننګونې هم غوره شیبو ته لارهبرابره وي نو لطفاً؛ صبر ولره.

که ستاسو یو څیز نه خوښېږي او بد مو ترې ځینې راځي نو دا څیز بدل کړئ، که چیرې یې نه شئ بدلولی نو د هغې څیز په اړه خپل فکرته بدلون ورکړئ او په دې توګه د ژوند بدرنګې صحنې هیرې کړئ.

ماتې مه منه، پرمخ لاړ شه، وجنګږېږه، هڅه وکړه، خپلې موخې ته د رسېدو لپاره مبارزه وکړه، شاته مه ګوره، تېر هېر کړه او ټول تمرکزدې پر راتلونکي وکړه.

صادقه او ريښتونی اوسه او پر دې باور ولره چې ته به ګټوونکی کېږي.

ژوند وکړه له ژونده مه ناهیلې کېږه او پر دې ډاډه اوسه چې زما ژوند کې به هرو مرو سختۍ رامېنځته کېږي خو ته به ورسره مبارزه کوياو دا سختۍ به پر خپل قوت له منځه وړي.

Scroll to Top