یوه ورځ د یو بزګر خر په څاه کې ولوېد، خر تر ډېره وخته کوښښ او چغې وکړې، خو ونه ژغورل شو.
په داسې حال کې چې بزګر هم ډېره هڅه وکړه چې له څاه د خره د ویستلو لپاره یو څه ومومي، خو بریالی نه شو.
بالاخره، بزګر مجبور شو ویې ویل چې خر هم زوړ دی یعنې له کاره لوېدلی او بل څاه هم وچه شوې ده نو دواړه واقعا هیڅ ارزښت راته نه لري، پرېکړه یې وکړه چې څاه به له خاورو او کثافاتو څخه ډکه کړي په دې سره به له دواړو (خر او څاه) څخه بې غمه شي.
بزګر ددې کار لپاره خپل ګاونډیان خبر کړل چې راشي تر څو په ګډه څاه له خاورو او کثافاتو څخه ډکه کړي.
دوی هر یو بېلچه راواخیسته او کوهي ته د خاورو په اچولو یې پیل وکړ، خر پوه شو چې څه راپېښېږي نو په ډېر لوړ غږ یې رمباړې کړې.
د خر چغو هغه ونه ژغوره، په دوړو کې ډوب و، ناڅاپه یې رمباړې بس شوې.
شېبه وروسته بزګر کوهي ته وکتل، ډېر حیران شو، چې دا څنګه…
ټول ګوته په غاښ ول، چې خر څرنګه د څاه خولې ته راورسېد…
د خاورو تر اچولو وروسته خر یو حیرانونکی کار کاوه، پښې به یې چې په خاورو کې یو څه پټې شوې، وبه یې خوځولې، خاورې به یې په پښو هوارې کړې او له پاسه به پرې ودرېد چې په همدې ترتیب پورته راوخوت، له څاه څخه راووته او وژغورل شو.
ځینې وختونه ژوند پر تاسې باندې هر ډول خاورې و کثافات وغورځوي (په ستونزو کې مو اچوي)
خو د ستونزو له څاه څخه د وتلو چل دا دی چې تامل وکړئ، فکر وکړئ، زموږ هره ستونزه موږ یو ګام پر مخ بیایي (همدا ستونزې مو پخوي او پرمختګ رابښي)، له ژورو کندو/ستونزو څخه د راوتلو لار همدا ده چې تسلیم نه شئ او پر له پسې هڅه وکړئ، هر مشکل یوه د حل لاره لري چې همدا پیدا کول د ستونزې د لمنځه وړلو سبب ګرځي.