د تېروتنو اداره کول (Managing Mistakes)/ قیام صدیقي

د کارمندانو تېروتنو  ته د مدیر د غبرګون ډول د هغوی په انګیزې ډېر اغیز لري. کله ناکله سزا ورکول مناسبه وي،  د بیلګې په توګه کله چې کارمندان د ادارې قانون،  اخلاقي او  د متقابل درناوي معیارونه ماتوي، یا کله چې دوی د غفلت او سستۍ له امله خپلې چارې پر وخت او ښه توګه نه ترسره کوي. خو ځینې وختونه مدیران کارمندانو ته په داسې مواردو کې سزا ورکوي چې باید ور یې نه کړي— لکه هغه وخت چې کمزورې کړنه د کارمند شخصي تېروتنه نه وي یا کله چې مدیران خپل غوسه ( چې ممکن د مدیر د خپلې شخصي او مسلکي ستونزې له امله وي) په نورو سړوي.

هغه مدیران چې له سزا ورکولو څخه زیات کار اخلي یا یې په ناسمه توګه کاروي، په کاري چاپېریال کې د وېرې فضا رامنځته کوي. وېره خلک دې ته اړ باسي چې په لنډمهال کې پر خپل ځان تمرکز وکړي، چې دا کار په اوږدمهال کې ستونزې رامنځته کوي. وېره د ډلې او سازمان پر ځای پر خپل ځان تمرکز ته لاره هواروي. جوزف وایټ، چې د الینوی (Illinois)  پوهنتون متقاعد رئیس او د مشرتابه مشاور دی. نوموړي د یوې پیښې کیسه کوي. چې یو متشبث ته خپل کارمند د پرمختللې ټکنالوژۍ په برخه کې نظر وړاندې کړ خو دې متشبث د نظر وړاندې کولو پر مهال پر خپل کارمند سخت انتقاد وکړ. ” ما په ټول عمر دومره بې مانا نظر نه و اوریدلی. تا زه ډېر ناهیلی او مایوس کړم”. د وایټ په وینا، دغه وړتیا لرونکی کارمند دومره خپه شو چې بیا یې هېڅکله ځان د دې وړ احساس نه کړ چې په بشپړ ډول خپل وړتیاوې وړاندې کړي. د دې ډول زیانونو د مخنیوي لپاره، مدیران باید په دې اړه فکر وکړي چې تېروتنې څه ډول مدیریت کړي.

په دې پوه شئ چې هر څوک تېروتنه کوي، او تېروتنې په رغنده ډول د بحث او زده کړې له لارې اداره کېدای شي. هغه کارمندان چې خپلې تېروتنې مني او له هغوی څخه زده کړه کوي، هېڅکه یې مه تنبیه کوئ؛ بلکې د هغوی هڅې وستايئ. هغه کارمندان هم  وستایئ چې د خپلو تېروتنو په اړه خپلو مشرانو ته وایي او بد خبرونه تر خپل مشر رسوي، ځکه دا ستونزې او تېروتنې هماغه وخت په اسانۍ سره حل کیدای شي. تېروتنو سره د تېروتنو په توګه چلند وکړئ، خو هېڅکله کارمندانو ته د هغو ناکامو کړنو په خاطر سزا مه ورکوئ چې په سم نیت ترسره شوي وي. که تاسې په رښتیا یو رهبر یاست، کارمندانو سره د خپلو ناکامیو په اړه خبرې وکړئ او هغوی ته وښایئ چې له خپلو تېروتنو څه ډول زده کړه وکړي. خپلو کارمندانو ته دویم چانس ورکړئ او که ممکنه وي، درېیم چانس هم ورکړئ، ویې وهڅوئ چې نوي شیان وازمويي، او که هغه څه چې دوی یې هڅه کوي نتیجه ورنه  کړه، سزا مه ورکوئ.

Scroll to Top