له ځينو ځوانانو سره مې خبرې کولې، ورته مې وويل – ژوند ستاسې په غوښتنه نه دی روان، د ژوند نظام د فطرت د قانون پر بنسټ روان دی. په ژوند کې د «زه» برخه يوازې يو سلنه ۱٪ ده او د «ته» برخه نهه نوي سلنه ۹۹٪ ده.
ورته مې وويل: تاسې چې کله ټولنې ته ننوځئ، تاسې هلته يوازې نه يئ، بلکې تاسو د بې شمېره خلکو تر منځ کار کوئ. هر ځای کې داسې تناسب وي چې تاسو يوازې يو سلنه ۱٪ يئ او نور خلک نهه نوي سلنه. که تاسو د ټولنيز ژوند په دې راز پوه شئ، بريالي به شئ او که پرې پوه نه شئ، ټول ژوند کې به پرېشانه يئ او همداسې پرېشانه به مړه شئ.
ورته مې وويل چې د ژوند د دې نوعيت پر بنسټ دا وينا سمه ده چې په ژوند کې د بريا تر ټولو مهم اصل يو دی او هغه Adjustment يعنې توافق او تطابق دی. يعنې له نورو سره په توافق ژوند تېرول. اډجسمنټ کومه مقدسه عقيده نه ده، بلکې يو عملي اصل دی چې Practical Wisdom يا عملي حکمت بلل کېږي.
ورته مې وويل چې تاسو ته زما دا نصيحت دی چې شخصي ژوند مو د خپلو اصولو پر بنسټ تېر کړئ، خو کله چې د خلکو منځ کې يئ، په بشپړ ډول له نورو سره په توافق او تطابق خپل کار وکړئ، يعنې په خپل شخصي ژوند کې اصولي اوسئ، خو د نورو منځ کې عملي. بريا کوم ايډيال فرمول نه لري، په دې نړۍ کې د بريا يوازې يو اصل دی او هغه – د حقيقتونو په نظر کې نيول، د نورو په نظر کې نيولو سره خپل پلان جوړول.