د اقتصادي اړتياوو مهمې ځانګړتياوې په لاندې ډول دي:
۱- لا محدودې اړتياوې:
لکه څرنګه چې خواهشات او غوښتنې د انسان بورې تړلې اړتياوې او شيان دي، د همدې له آمله ددې اړتياوو معلومول او اندازه کول لا محدود دي، د انسان چې کله يوه غوښتنه پوره شي، او په وختي توګه سرته ورسيږي، نو سمدلاسه د انسان په فطرت کې بله غوښتنه رامنځته کې.ي، کله چې دا غوښتنه هم پوره شي، نو د درېيمې غوښتنې تقاضا د انسان په زړه او دماغو کې راټوکيږي، او په همدې څېر انساني غوښتنې يوه نه ختمېدونکې کړۍ او سلسله ده، چې د انسان تر مرګه به دده په فطرت کې په دوامداره توګه چليږي.
۲- د اړتياوو بيا بيا رامنځته کېدل:
د انسان ځينې اړتياوې داسې دي، چې په بيا بيا رامنخته کېږي، کله چې يو ځل پوره شي، يو حه موده وروسته بيا همدا اړتيا رامنځته شي، د بېلګې په توګه، تنده، کله چې مونږ تږي شو، نو په اوبو، شربت او يا بل مشروب څښلو سره زمونږ تنده مړه شي، خو لږه موده وروسته بيا همدا اړتيا د بيا ځل لپاره رامنځته شي.
۳- د اړتياوو په بېلابېلو اسبابو او ذريعو سره پوره کېدل:
مونږ يوه اړتيا له بېلابېلو اسبابو څخه پوره کولای شو، يانې د يوې اړتيا د پوره کولو لپاره بېلابېل ډول شيان استعمالو، د بېلګې په ډول، تنده مونږ د اوبو، شربت، پاميرکولا، او کوکاکولا، او نورو مشروباتو په ذريعه دفعه کولای شو.
۴- د اړتياوو په ارزښت کې توپير:
د انسان ټول احتياجات او اړتياوې په يو ډول ارزښت نه لري، ځينې اړتياوې ډېرې زياتې مهمې وي، او ځينې آړتياوې بې ارزښته وي، تر دې چې مونږ لومړی تر ټولو زياتې مهمې اړتياوې پوره کوو، او له هغې وروسته کوچنې مهمې اړتياوې پوره کوو، د بېلګې په ډول، د ډوډۍ او خوراک اړتيا درسترخوان له اړتيا څخه زياته مهمه اړتيا ده، څوک چې اوږی وي، هغه څه د ډوډۍ اړتيا زياته وي، دسترخوان اړتيا ورته دومره نه وي، د يو ښه زده کوونکي لپاره د کتاب مطالعه د سنيما د ليدلو له خواهيش څخه زيات مهم وي، نو د همدې له آمله هغه د سينما له ليدو څخه وړاندې د خپل ځان لپاره کتاب په پيسو رانيسي، او په مطالعه يې ځان بوختوي.
۵- د اړتياوو له يو بل سره ملاتړ او مرسته :
د انسان مختلفې اړتياوې له يو بل سره نښلېدلې اړيکه او تړاو لري، او همدا اړتياوې د يو بل پسې د پوره کولو لپاره اړينې وي، له يوې اړتيا څخه پرته دويمه اړتيا نېمګړې وي، د بېلګې په ډول: د ليک د ليکلو لپاره کاغذ، قلم، سياهي او داسې نور، په همدې څېر د موټر لپاره پټرول، ډېزل، موټروان او داسې نور… .
۶- اړتياوې د پوره کېدو په حال کې:
که څه هم انساني اړتياوې بې شمېره دي، او د هغې د پوره کېدو لپاره وسايل محدودې دي، خو بيا هم انسان د يو نه يو خواهيش تکميل کولای شي، يانې هغه اړتيا پوره کولای شي، د بېلګې په ډول يو شخص موټر سايکل اخيستل غواړي، نو هغه د شتمنۍ په ګټلو سره دا خواهش او غوښتنه پوره کولای شي، که څه هم په يو وخت کې د ټولو اړتياوو پوره کېدل ستونزمن وي خو بيا هم په ځينو ځينو وختونو کې څه نا څه اړتياوې هرو مرو پوره کېدای شي.
۷- د آړتياوو يو تر بله رقابت:
انساني اړتياوې لامحدودي دي، او د هغې د پوره کولو لپاره زمونږ سره اسباب او وسايل، محدودې دي، د همدې له آمله د هېڅ انسان لپاره دا شونې ده، چې هغه دې ټولې اړتياوې پوره کړي، نو ځکه د اړتياوو تر خپل منځه له يو بل سره مقابله وي، د دوی تر منځ يوه مسابقه او جنګ روان وي، کومه اړتيا چې ډېره زياته قوي او محکمه وي، هغه په ټولو اړتياوو غالبه او برلاسې کېږي، نو مونږ لومړی همدا آړتيا پوره کوو، او پاتې نورې اړتياوې بيا په نورو وختونو کې پوره کوو.
۸- د اړتياوو رسمي او دوديز کېدل:
د انسان ځينې اړتياوې رسمي او رواجي وي، چې همدا اړتياوې د دودونو، رواجونو او د ټولنې د دود په اړوند پوره کېدو ته اړتيا لري، ددې اړتياوو د نه پوره کېدو له آمله په ټولنه کې ټولنيز وقار، او کورنۍ ابرو تر خپو لاندې کې.ي، د بېلګې په ډول په واده کې قيمتي جهيز برابرول، يا د سالګرۍ په وخت يو بل ته ډالۍ او تحفې ورکل او داسې نور… .
۹- د اړتياوو موسمي کېدل:
د انسان ځينې اړتياوې د موسم پورې اړه لري، او د موسم له بدليدو سره سم بدلون هم مومي، د بېلګې په ډول د دوبي په موسم کې، د واورې، يخ پکي، ائيرکنډيشن او داسې نورو توکو استعمال او د ژمي په موسم کې د تودوخې الات، لکه اور، بخارۍ، هيټر، د ګرمو جامو استعمال او داسې نور… .
۱۰- د آړتياوو په ارزښت کې توپير او بدلون:
انسان د همېشه لپاره په يو څېر اړتياوې نه لري، بلکې وخت په وخت د انسان اړتياوې هم بدلون مومي، او د موسم له بدليدو سره اړتياوې هم بدليږي، که يو توکی په يو وخت کې د انسان لپاره بې حده اړين وي، نو هماغه توکی په بل وخت کې د همدې انسان لپاره ډېر کمه اړتيا او آرزښت لري، د بېلګې په ډول: يو ډاکتر د ناروغۍ پر وخت د ناروغ د روغتيا لپاره شېدې، کوچ، هګۍ، مېوې د نسخې په ډول تجويزوي، نو د ناروغ لپاره په همدې وخت کې ددې شيانو اړتيا پېښېږي، خو چې کله ناروغ روغتيا ومومي، نو بيا ورته ددې شيانو د آړتيا ارزښت نه وي او که وي هم خو هومره يې د خوراک او استعمال دومره کلک پابند نه وي.
۱۱- اوسنۍ او راتلونکي اړتياوې:
هر انسان خپلې موجوده اړتياوې پېژني، او د هغې سخته اړتيا محسوسوي، او د همدې اړتياوو په وسيله، ځان ته د راحت اسباب برابروي، انسان ته د خپلو راتلونکو اړتياوو پپه اړه سوچ او فکر هرومرو پيدا کېږي، خو انسان راتلونکو اړتياوو ته دومره سخت ليواله نه وي، څومره چې د اوسني حالت اړتياوې انسان ته ارزښتمنې وي، نو ځکه د راتلونکو اوتياوو په پرتله انسان ته د اوسني او موجوده حالت اړتياوې ډېرې زياتې ارزښت لري، او د پوره کېدو هڅې يې کاندي.
۱۲- له پوهې څخه په اړتياوو کې زياتوالی:
د علم او پوهې له آمله د انسان په اړتياوو کې هم زياتوالی او پرمختيا رامنځته کېږي، د ځينو اړتياوو په اړه مونږ ته هغه وخت احساس پيدا کېږي، کله چې مونږ ته د هغې اړتياوو په آړه علم او پوهه تر لاسه شي، د اقتصادي او ساينسي پرمختګونو سره سره د انسان په اړتياوو کې هم پرمختګ او زياتوالی رامنځته کېږي، او بيا په همدې آړتياوو کې ورځ تر ورځې يو نوی نوی بدلون رامنځته کېږي، که مونږ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د اوسېدونکو د اړتياوو سره مسابقه وکړ، نو مونږ ته به په ډاګه شي، چې څومره چې نور هېوادونه له پرمختګ او آسانتياوو سره مخ دي، د هغوی په مقابل کې مونږ ډېر نېمګړي او کمزوري يو. نن سبا د موبائيل، فون فوټوکاپي، نيټ، فيزبوک، فکس، کمپيوټر او داسې نورو سياينسي توکو له آمله د انسان په اړتياوو کې هم ډېر زياتوالی رامنځته شوی دی.