دفاعي مېکانېزمونه/ دویمه برخه/ ډاکتر سیف الله غریبیار

د دفاعي مېکانېزمونو طیف ډېر پراخه دی ،تر دې مهاله له سلو ډېر دفاعي مېکانېزمونه پېژندل شوي او تشریح شوي دي ،چې له ډلې یېدځینو مهمو هغو یادونه کوو .

Projection

پروجکشن هغه دفاعي مېکانېزم دی ،چې یو شخص پکې خپل منفي تمایلات یا ځانګړنې پر نورو ورتپي یا ورسره نسبت ورکوي ،مثلا یوشخص چې دبدن یو غړی یې ستونزه لري دبل کس خصوصا دخپل عاطفي شریک غړي په نقدولو سره خپل اضطراب رالږوي یا دبل کسغړی نقدوي .

دمشهور روان پوه مارګارت په وینا دا ناسالم مېکانېزم ډېر کله د اولاد او والدینو ترمنځ هم شتون لري ،مثلا ښایي والدین له ماشوم وغواړيچې له بې مسولیته کارونو لاس واخلي ،حال داچې دوی پخپله بې مسولیته ژوند لري .

بله بېلګه یې داده ،چې یو کس چې له بل کس یې ښه نه راځي ،فکر کوي دهغه هم ترې ښه نه راځي .

په دې مېکانېزم کې کس په ټولیز ډول خپلو تمایلاتو او غبرګونونو ته په هغو لارو د وتلو اجازه ورکوي ،چې ایګو (بله مقاله کې یې تشریحکوم) یې نه شي تشخیص کولی او په همدې لارې دخپل اضطراب کچه رالږوي .

Displacement

په دې دفاعي مېکانېزم کې یو شخص خپلې اندېښنې یا روحي فشارونه یوه بل ځای ته لېږدوي او په بل ځای کې یې ځای پرځای کوي .

مثلا د یوې ادارې کارکوونکی تصور کوي ،چې دخپل دفتر اندېښنې به په کور کې رالږوي او برعکس.

د یوې ادارې کارکوونکی په خپل دفتر کې ډېره ستړې او ناخوښه ورځ لري ،کله چې کور ته ځي ،خپله غوسه دکور پر غړو سړوي .

ددې مېکانېزم یوه ساده معنا داهم ده ،چې یو کس خپله تېروتنه یا خپله ګناه دبل پرغاړه ور اچوي (خپلې واورې دبل په بام اچول)یا خپلاضطراب دبل کس په تهدید راکموي.

ډېر وختونه یوه کس ته خپل مشر په غوسه کیږي او دی بیا خپله غوسه دخپل لاس لاندې افرادو باندې سړوي .

یوه ډله روان پوهان وایي چې اکثرا سادېستان ددې مېکانېزم ښکار شوي دي ،یانې هر کس چې په نورو ظلم کوي یا د نورو له ربړولو اوځورولو خوند اخلي په حقیقت کې په ده باندې همداسې تجربې تېرې شوي دي .

تاسو لیدلي چې ماشومان دکورنۍ د پرلپسې رټلو وروسته په غټ عمر کې نور رټي ،غلا کوي او دټولنې ضد کارونو په ترسره کولو کېفعاله ونډه اخلي .

څوک چې جنسي انحراف لري ،مثلا بچه بازي کوي که دقیقا وڅېړل شي ،حتمن به په وړوکوالي کې پرې بچه بازي شوي وي او داسېسل و زر نورې بېلګې !

Denial

کله نا کله واقیعیت دومره ناخوښه او ځوروونکی وي ،چې انسان ترې په بشپړ ډول انکار کوي .

مثلا یو کس ته خبر ورکول کیږي چې نېږدې دوست یا د کورنۍ غړی یې دلاسه ورکړی دی ،دې ترې انکار کوي او ځان ته دهغه دژونديپاتې کېدلو بېلابېلې توجیې لټوي او په همدې سره دخپل حاد استرس یا ناڅاپي اندېښنې کچه راټیټوي .

دا مېکانېزم ډېر پېژندل شوی مېکانېزم دی چې په ډېرو حالاتو کې انسانان ورسره مخ کېږي .

هرات کې یوه ځوان ډېره دوا خوړلې وه او زموږ بخش ته یې د DOD په لوحه راوړ ، ما زر دخپل نرس په ملتیا تر بېړنۍ خونې دمعدې دلواژپه موخه ولېږدوه،له ځوان سره دکورنۍ دنورو غړو ترڅنګ مور هم وه ،ما هم ښه وبلله چې ورسره لاړشم ،په عاجله خونه کې له اهتماماتوسره،سره ځوان خپل ژوند دلاسه ورکړ ،خو مور یې هېڅ دا نه منله چې زوی یې وفات شو او ویل یې چې ژوندی دی ،دې همېشه زما سرهداسې ټوکې کوي .

په کلي مالت کې به مو ډېر دپاخه عمر کسان لیدلي وي ،چې له خپل زړښته انکار کوي .

یو ځوان چې معشوقه نلري وایي چې زه نجلۍ ته اړتیا نلرم .

ډېر کله چې یو معالج د یوه ناروغ سرطان تشخیص کړي ،ناروغ یې دخپلې اندېښنې دلږولو په موخه تشخیص ناسم بولي او بل ډاکټر تهدخپلې ناروغۍ له امله مراجعه کوي ،چې دا ټولې ددې مېکانېزم بېلګې دي .

Repression

کله ناکله زموږ لاشعور هغه عمجنې او دردناکې تجربې سرکوبوي ،چې موږ ته درد راکوي او نه پرېږدي چې جزیات یې زموږ پر ذهن اغېزهوکړي .

دا یو ناغوښتل شوی مېکانېزم دی چې نه شي کولای خاطرات یا تجربې زموږ له یاد څخه له مخې له منځه یوسي او حتمن به زموږ په رفتاران کله نا کله پر کردار اغېزې پرېباسي .

مثلا یوه نجلۍ چې په وړوکتوب کې دجنسي تیري ښکار شوې ده ،په غټ عمر کې دا دردناکه تجربه سرکوبوي .

Suppression

دا مېکانېزم هم لکه د Repression په څېر دی اما توپیر یې په دې کې دی ،چې دلته یو شخص په شعوري ډول دځان لپاره ټاکنه کوي،چې یو احساس یا تجربه هېرې (له یاده وتلو) ته وسپاري .

په دې مېکانېرم کې شخص تر ډېره حده له خپلې حافظې سره په جګړه اخته وي ،چې متاسفانه ډېر کله په دې جګړه کې ماتې هم خوري .

په یاد ولرئ ،چې دیوې خاطرې یا احساس په زوره حذفول په اصل کې هغو ته نوره د رشد ورکول دي چې کس په راتلونکې کې په بېلابېلورواني ګډوډيو اخته کولی شي.

یو زده کوونکی چې له ښوونځي یې ډېره غیرخاضري ترسره کړې وي او نه شي کولی چې په راتلونکو ازموینو کې بریالی ګډون ترسرهکړي ،ددې لپاره چې درخصتۍ ورځې یې خرابې او بې خونده نه شي ، دا تصمیم نیسي چې ښوونځی او ازموینه دواړه له ذهن وباسي .

زما مشر ورور فتح الله چې اوس په دوبۍ کې ژوند کوي یو وخت مې پلار په سګریټ څکولو ګېر کړی وو ،بیا دشپې تر ناوخته د پلار له ډارهکور ته نه راته ،پلار مې راته وویل چې ورشه او په هرچل چې وي تر کوره یې راوله ،ما بېرون فتح الله پیداکړ او رضا مې کړ چې کورتهراشي ،فتح الله دځان دخوشالولو لپاره پر لاره راته ویل چې ښایي نه یې وم لیدلی او یا چې په زړه کې دې څه عیب نه وي رحمانه

بالاخره کور ته راغی او پلار مې ټاکلی سزا ورکړه .

Regression

دا مېکانېزم دنورو په پرتله څه اسانه او دخوښې وړ دی او په اسانۍ سره عملي کیدلی شي.

په دې مېکانېرم کې شخص خپل پخواني حالت (ابتدایي مراحلو) ته ورستنیږي او هغه رفتارونه ترسره کوي چې پخوا به یې کول .

مثلا یو کس په ډېر عمر کې له خپلو دوستانو او یا د کورنۍ له غړو سره ددې لپاره چې ځان ځوان وښیي د خپلې ځوانۍ ان دماشومواليخویونه یا رفتارونه کوي او په دې کار سره دخپلو اندېښنو بار سپکوي.

یو ۲۵ کلن ځوان چې کله مالي تاوان کوي ،دې ته لېواله کیږي چې خپل کور ته ستون شي او والدین ورڅخه ساتنه وکړي .

یا یو غټ سړی دماشومانو په لهجه یا ژبه له نورو سره غږیږي او ځان په دې طریقه لږ عمره معرفي کوي .

دامېکانېزم تر یوه حده په غټ عمر کې دانسانانو اضطراب رالږولی شي ، يوه ډله روان پوهان په دې عقیده دي ،چې انسان هرڅومره دعمرپه لحاظ سترېږي باید لاقل څو دماشومانو خویونه په خپل ذات کې ژوندي وساتي .

مثلا د خپلو ماشومانو سره په لوبو کې برخه واخلي ،کله نا کله ورسره ځان وړوکی کړي او د دوی دخوښې وړ کارونه ترسره کړي چېداکار له یوې خوا دماشومانو عزت النفس لوړوي او له بلې خوا د یاد کس اندېښنې رالږوي .

Scroll to Top