ثابت ذهنیت او د ودې ذهنیت / رحیم پښتونیار

د بریا او ناکامۍ تر منځ توپیر

په ژوند کې، انسانان دوه ډوله ذهنیتونه لري: یو یې ثابت ذهنیت دی او بل د ودې ذهنیت. هر یو له دې ذهنیتونو زموږ په چلند، وړتیاوو، او د بریا یا ناکامۍ په مقابل کې زموږ په غبرګون کې اساسي رول لوبوي.

ثابت ذهنیت: یو کلک چوکاټ

ثابت ذهنیت یا Fixed Mindset داسې حالت دی چې پکې انسان خپل ځان او وړتیاوې په یو کلک چوکاټ کې بندوي. دا ذهنیت لرونکي کسان باور لري چې د دوی وړتیاوې، مهارتونه، او شخصیتي خصوصیات تلپاتې او نه بدلېدونکي دي. دوی فکر کوي چې که یو مهارت یا وړتیا لري، نو دا یو ثابت حقیقت دی او که نه لري، نو هیڅکله به یې هم ترلاسه نکړي. دا ډول ذهنیت د انسان پرمختګ محدودوي او د ځان لپاره نوې لارې لټول ورته ستونزمن کوي.

کله چې د ثابت ذهنیت لرونکی څوک له یوې ناغېړۍ یا ناکامۍ سره مخ شي، د هغوی غبرګون اکثره په ناهیلیتوب او غوسه کې څرګندېږي. د دې دلیل دا دی چې دوی باور لري چې هره ناکامي د دوی شخصیت او وړتیاوو ته یو مستقیم ګواښ دی. دوی د دې پر ځای چې له ناکامۍ زده کړه وکړي او ځان پرمختګ ته چمتو کړي، په هماغه حالت کې ګېر پاتې کېږي او د ودې لاره ځان ته بنده ګڼي.

د ودې ذهنیت: د پرمختګ لار

په مقابل کې، د ودې ذهنیت یا Growth Mindset یو داسې حالت دی چې پکې انسان باور لري چې د وړتیاوو او مهارتونو وده او پرمختګ ممکن دی. دا ذهنیت لرونکي کسان پوهېږي چې هر انسان کولی شي د زحمت، هڅو، او زده کړې په مټ خپلې وړتیاوې لوړې کړي او خپلې نیمګړتیاوې ښې کړي. د ودې ذهنیت لرونکي کسان په دې باور دي چې هېڅ شی ثابت او تلپاتې نه دی، بلکې هر څه له وخت او حالاتو سره بدلېږي.

په پایله کې، د انسان ذهنیت زموږ د بریا او ناکامۍ تر منځ یو مهم توپیر جوړوي. ثابت ذهنیت انسان محدودوي، او د دې پر ضد د ودې ذهنیت انسان ته د پرمختګ او نوښت لاري خلاصوي. موږ باید خپل ذهنیت وپیژنو او هڅه وکړو چې د ودې ذهنیت ته وده ورکړو، ترڅو په هره برخه کې بریالي شو.

په دې توګه، مهمه دا ده چې موږ هره ستونزه او ننګونه د یو پرمختیایي فرصت په توګه ومنو، نه د یو ګواښ په توګه. دا ذهنیت موږ ته اجازه راکوي چې په خپلو وړتیاوو باور ولرو، خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره له هرې ستونزې سره په زغرده مخ شو او د یو روښانه راتلونکي لپاره هڅې وکړو.

Scroll to Top