تنبلي څه ته وایي؟ / فضل رحمان نیازی

له بده مرغه چې په اوسني وخت کې زموږ د اکثره خلکو ډېر مهم وخت په بې ګټو خبرو, د سریالونو ، د فلمونو په کتلو او نورو بې فایدېکارونو ضایع کیږي.

شپې تر سهاره بې فایدې مجلسونه کوي په دې ډول شیانو د دوی انرژي مصرفیږي او لټان ترې جوړیږي ترڅو پورې به موږ په دې عبثیاتواخته یو, کله به علمي کارونه کوو او د دې امت او د خپلې ټولنې لپاره به خپل مسؤلیت کله ادا کوو? پوهیږئ تاسې نه یواځې خپله دونیا اواخرت بربادوئ بلکې د خپل امت او ټولنې لپاره مسؤل یاست او د دوی په حق کې ظلم کوئ، زموږ د پیدایښت علت څه شی دی؟ کله مو لهځانه دا پوښتنه کړې، همدا چې شپه په ساعت تېریو او ورځ په خوبونو تېروو او بیا دا نارې وهو چې زموږ هر څه برباد دي او ولې الله جلجلاله زموږ او زموږ د ټولنې حالت نه بدلوي, پوهېږئ چې ولې موږ ځان دومره بد بخته کړی? ځکه چې موږ د وخت په  ارزښت نه پوهېږو،ځوانان مو ځانونو ته  هدفونه نه ټاکي او د دې ټولنې هر فرد خپل مسؤلیت په سمه توګه نه ادا کوي موږ باید ځان ته برنامه جوړه اولومړیتوبونه مشخص کړو او خپل وخت تنظیم کړو, ځکه وخت هیچا ته انتظار نه کوي او هره ثانیه چی موږ یې ضایع کوو الله تعالی به یېپوښتنه کوي.

د تنبلۍ لاملونه:

عصبي ګډوډي: “زه نه پوهېږم څه وکړم

عصبي وېره: “زه نشم کولی

ثابت ذهنیت: “زه وېره لرم چې زه به ناکام شم.

سستي: “زه ډېر ستړی یم

بې رحمي: “زه يې کیسه کې نه یم .

افسوس: “زه ډېر زوړ یم کاش چې په مخکې مې دا کار کړی وای

پېژندنه: “زه له ذهن کمزوری شخص یم.

د تنبلۍ د له منځه وړولو لارې چارې:

اړینه ده تر څو لومړی ژوره فکر وکړئ او په دې پوه شئ چې د انګېزې نه درلودلو اصلي دلیل څه دی، په اصلي ستونزه فکر وکړئ د خپلذهن خبرو ته پام او غور وکړئ چې د څه په اړه فکر کوئ او څه وایئ، عیب لرونکي اړخونه مو وپېژنئ لومړی باید هڅه وکړئ څو له خوباو تخت څخه را ووځئ، موخه وټاکئ خپل ځان ته د لاسته راتلو وړ موخې و ټاکئ تاسو باید د څارلو او تمرین کولو لپاره یو څه ولرئ داسېموخې و ټاکئ چې ستاسو لپاره ساده وي او وړتیاوو سره مو برابرې او همغږې وي، په خپلو کړنو او ارزښتونو او لومړیتوبونو باندې مو لهسره کته وکړئ، په منظم ډول د ورزش کولو او هغو فعالیتونو ارزښت او اهمیت و څېړئ چې د ورځې په لړ کې یې ترسره کوئ. فعال اوسئاو تل ځېنې فعالیتونه ترسره کړئ له یوه ځایه پیل وکړئ د هر کار او فعالیت ترسره کولو لپاره تر ټولو سخته او مهمه مرحله همدغه پیل کولدي، په دې پوه شئ چئ هر څه له یوې ټاکلې صفري نقطې پیل کیږي هر څه چې وکړئ خو له پیل کولو او پیاوړې ارادې پرته نه شئ کولایچې خپل ټنبلي له منځه یوسئ خپل وخت مدیریت کړئ او کارونه مو پر کوچنیو برخو او مرحلو ووېشئ تر څو د لاسرسي او ترسره کېدو وړو اوسي، او انګېزه لرونکي پاتې شئ زده کړئ چې خپل ځان ته نیکه بدله او امتیاز ورکړئ ان د هغو کوچنیو مسایلو لپاره هم چې ترسرهکوئ یې خپلې موخې په ورځيني یا اونیز ډول ولیکئ او د هغوی د عملي کولو لپاره یو منظم مهالوېش جوړ کړئ، د خپلې موخې په لورحرکت وکړئ کېدای شي ځېنې وخت ستړي او خسته شئ خو خپل ځان ته د نېک بدل او امتیاز په ورکولو سره یو ځل بیا خپل مسیر ته راوکرځئ.

Scroll to Top