د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر وایي تېره شپه ترهګرو د سیدکرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو روغتیايي مرکز چې تازه يې د رغوونې چارې روانې وې، په بمونو الوزولی.
خبرپاڼه وایي په یاد مرکز ۷۷ میلیونه افغانۍ لګېدلې وې او ۷۰٪ رغنیزې چارې یې بشپړې شوې. د ولایت په وینا دغه ورغتیايي مرکز د سیدکرم ولسوالۍ د زرګونه اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو رسولو په موخه جوړېده چې له بشپړېدو مخکې طالبانو له خاورو سره خاورې کړ.
دا مرکز په داسې حال کې ورانېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د عامه تاسیساتو د ورانېدو خبرونه ډېر خپرېږي او د افغانستان ولسمشر څه موده وړاندې په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي وو چې د طالبانو تحرکاتو په یوه کال کې د زر میلیونه ډالرو پر ارزښت تاسیسات نړولي دي.