نه د شپې تورې تيارې تل وي نه د ورځې سپينې رڼاګانې. ځمکه نه تل خزان وهلو پاڼو نيولې وي نه هم د سپرلي له ښکلا ډکو ګلونو. د لمرتېزوالې ته په دوبي کې څوک درېدى نشي خو په ژمي کې خلک بيا تر ساعتو ساعتو ورته ناست وي. دا ځمکه هم غلې او ارامه په يوه حالنه ده ولاړه. ځيني وختونه د خشکسالۍ له وجې حيوانات او انسانان د مرګ له ګواښ سره مخ وي، خو ځينې وخت اوبه دومره ډېرې شيچې هر څه په سيند لاهو کړي.
دا ټول طبيعي بدلونونه دي چې موږ وتاسې کار نه پرې لرو.
لکه څنګه چې په طبيعت کې دا ډول ستر بدلونونه راځي په همدغه ډول موږ انسانان هم سترو بدلونو ته اړتيا لرو او دا بدلونونه دومره همسخت نه دي چې پښتۍ مو ماتې کړي او دومره هم اسانه نه دي لکه د شپې خوب څخه چې سهار را پاڅېږې نو سپينه رڼا وي.
په يوه حالت پاتې کېدل نه د انسان غوښتنه ده او نه هم ځانګړنه.
په ځان، کورنۍ، ټولنې، هېواد او نړۍ کې بدلون هم د بشريت غوښتنه ده او هم د مذهب. ځکه انسانانو د پيل څخه د يو حالت زنځيرونهمات کړي وو او هغه ډول تغييرات به يې راوستل چې دوى سوکاله، خوشحاله او ارامه ژوند پرې ولري. خداى (ج) هم دا وايي تر هغې چېځانونه بدل نکړئ زه مو وضعيت نه بدلوم.
د ځان او فکر نه بدلولو زيان دا دى چې نه په کور او کلي کې بدلون راځي او نه هم په هېواد کې. له ژونده به ستړي وو، له خلکو به ماړهوو، له ټولنې به مو فاصلې نيولي وي، نوي ځيزونه او نوي خلک به ټول راته زاړه ښکاري، بلاخره تر دې چې موخې او هيلې به مو له خاوروسره خاورې وي.
زموږ ستونزه دا ده چې موږ ځان نه بدلوو بلکې يوازې په خبرو او شعارونو سره غواړو بسته ټولنه بدله کړو. او که ټولنه مو بدله نشواىکړاى بيا تر هغې هم لږ پورته ځو غواړو نړۍ بدله کړو.
د نړۍ د بدلون پر ځاى به دا ډېره ښه وي چې لومړۍ خپل فکر او ځان بدل کړو، ځکه کله چې فکر بدل شو؛ تمه، توقع، ليدلورى، عمل،چلند، ژوند او هر څه ورسره بدلېږي.
تر هغې چې خپل فکر بدل نه کړو نو د نورو بدلول، خلک ځان پورې خندول دي.
فکر زموږ شپږم حس دى د دغه حس ارزښت که د نورو له حواسو پورته نه وي نو ښکته به هم ورڅخه نه وي. کله چې موږ دا خپل فکر بدلنشو کړاى په دې مانا چې خداى (ج) سترګې راکړي خو نه غواړو چې څه پرې ووينو.
د يو چا لپاره که د کورنۍ دريځ، د ټولنې موقف، د نړۍ رنګ وخوند، د انسانانو کړه وړه د هرې ورځې په تېرېدو سره بدل نشي، نو داانسان دې پوه شي چې د ده فکر نه دى بدل. دى له هغې نړۍ سره په داسې زاړه فکر روان دى چې هر څه ګړۍ په ګړۍ پکې د نويو کېدوخواته روان دي او هر څه موږ ته د يوې معجزې په ډول وړاندې کوي. مګر د زوړ او تاريخي فکر ولا به دا هر څه د خداى په کارونو کېلاس وهنې او خرافات بولي.
د ستر بدلون لپاره اړينه ده چې ځيني کوچني بدلونونه په ورځني چارو کې رامنځته کړئ. که خوب مو زيات وي کم يې کړئ، که کم ويمتوسط يې کړئ. که د شپې تر دوو بجو پورې کېناستئ او د غرمې ډوډۍ ته پورته کېدئ نو وختي ويده شئ او تر ټولو وختي پاڅېږئ. ورځني فعاليتونه مو منظم کړئ له ژوند مو کډوډستان مه جوړوئ، هر څه ته خپل مهالويش جوړ کړئ. که د وېرې او ډار په زولنو کې بندېيئ نو ماتې يې کړئ پر ځان باور پيدا کړئ چې هر کار کولى شئ.
که لږ نور هم مخته لاړ شو؛ نو هغه کسان مو له ژونده وباسئ چې ستاسو د بدلون مخه يې ډب کړې، ولو که نږدې ياران مو هم وي، داياران نه بلکې د لوستوڼي ماران دي. کله مو چې رخصت کړل ژوند به مو خوند او رنګ پيدا کړي او په نوم ويلو يې څه چې په نوم اورېدو بهيې هم وخت ضايع نکړئ.
ټول عمر هم په زغملو مه تېروئ؛ بد ملګري، بد ګاونډيان، بد ښوونکي، بد ټولګيوال، بد رهبر، بد خاوند، بده ښځه، بيکاري او سخت کار داهر څه د زغملو نه دي. او تر څه وخته به دا بد، بد، بد وزغمل شي.
په اوسط ډول زموږ عمر چې څلوېښت کاله دى ټول د همدغو بدو شيانو په زغملو تېر شي. زغمل يعنې وخت ضايع کول، زغمل يعنې له ځانسره ظلم او تېرى کول، زغمل يعنې بدلون نه کول، زغمل يعنې هېڅ. نو هر بد کار او بد نفر د زغملو نه وي يايې بايد له ځانه لېرې کړو اويا بايد ځان ترې لېرې کړو.
له ځانه بايد د شاه محمود لټان جوړ نکړو چې حتا ډوډۍ هم ځانته تياره نشو کړائ.
که يوه دروازه مو پر مخ وتړل شوه نو بايد ټول عمر همغې بندې او تړلې دروازې ته ونه درېږو. په يوې لارې ځان موخې ته رسول ستونزمنکار دى، تر هغې بايد وګرځو چې لاره مو نه وي موندلي. حتا که لاره پيدا نشوه نو خپله بايد لاره جوړه کړو او له خپلې موخې لاسوانخلو.
د بدلون لپاره څه نا څه زحمت ويستل، کار کول او فکر کول خو ضروري وي. موږ دومره راحت طلبه خلک يو چې د ژمي پېتاوې ته ناست يواو په اوړي کې د چېنارونو لاندې خوبونه کوو او په يوې بهانې او بلې بهانې راڅخه هم دا دنيا پاتې شوه او هم هغه دنيا.
هغو کسانو چې ژوند يې بدل کړ؛ خلک ورسره بدل شول، ټولنې ورسره بدلې شوې، نړۍ ورسره بدله شوه، هر څه د هغوى په خوښهوڅرخېدل. دا کسان د ارامه او هوسا ژوند سره نه وو مخ چې داسې اختراعات يې وکړل او نن موږ وتاسې لاس ورته په غاښ يو. زموږ او ددوى ترمنځ توپير دا دى چې دوى بدلون غواړي نو کار پرې کوي او موږ بدلون غواړو نو ښې ډېرې خبرې پرې کوو، عمل کې هېڅ نه وي.