ایران وایي سږ کال له هلمند سينده نژدې نیمايي حقابه ورکړل شوې

افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي پرون تهران کې یوه خبري غونډه کې وویل تېر کال د ایران د دیپلوماتیکو هڅو او یو لړ اقداماتو پایله کې طالبانو ومنله چې د “ګود زرې” لور ته دېوال یوه ستونزه ده.

ځکه د ده په وینا دا دیوال د بند پر تله ټیټ دی او کله چې اوبه زیاتې شي د ګود زرې لورته اوبه اوړي.

د بند د دروازې په مخ کې د ځمکې لوړ والی او د بند د دروازو نه خلاصېدل نورې ستونزې وې چې د قمي په وینا اوس حل شوې دي.

د ایران سفیر او ځانګړي استازي دغه راز وویل ایران سږ کال تر اوسه چې د بارانونو او اوبو له پلوه عادي کال و، د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې د خپل حق نژدې نیمې اوبه تر لاسه کړې دي، خو هغه یې کره اندازه ونه ښوده.

د دغه تړون له مخې، په عادي کال کې ایران حق لري چې د هلمند له سېنده ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه تر لاسه کړي.

حسن کاظمي قمي دغه راز ادعا وکړه چې د کمال خان بند د اوبو د زېرمه کولو لپاره نه بلکې د اوبو د مسیر بدلولو لپاره جوړ شوی.

Scroll to Top