د لاسونو مینځل د ناروغیو پر وړاندې تر ټولو اړین حفاظتي اقدام دی. خو هغه وخت چې په سمه توګه ترسره شي.
څېړنې وايي چې ۹۵ سلنه وګړي خپل لاسونه ډېر زر زر مینځي، اوبه کاروي خو صابون نه کاروي او یا بیخي ېې نه مینځي.
ولې لاس مینځل مهم دی؟
– وایروس، بکتریا او نور میکروبونه هغه وخت را پورته کیږي چې تاسو ځمکه، څیزونه او یا انسانان لمس کړئ.
– د دروازې دستګیر، د پټرولو پمپ، د لاس ورکړه، هغه چرګ چې تاسو ېې د ماښام لپاره پخوئ- دا ټول د میکروبونو پورته کیدو ته مناسب فرصتونه دي.
او بیا د د پوزې د خارښت پر محال د پوزې ګرول میکروبونه بدن ته داخلوي. چې د ګڼو ناروغیو لامل ګرځي.
– د لاسونو مینځل د دغو میکروبونو په له مینځه وړلو کې مرسته کوي تر څو روغ پاتې شئ.
د لاسونو مینځل څنګه مرسته کولای شي؟
– په صابون سره د لاسونو مینځل دوه کارونه کوي. اول، دا چې ستاسو د پوټکي څخه ذرات پورته کوي تر څو اوبه وکولی شي دا زرات پاک کړي. پاکې یا روانې اوبه دا کار په یواځې ځان په شفاف ډول کولای شي خو د صابون کارول ېې ډېر اثر لرونکی کوي.
– دوهم، صابون کولای شي چې میکروبونه یا له مینځه یوسي او یا ېې بې ضرره وګرځوي. هغه وایروسونه چې د کرونا ( COVID-19) سبب ګرځي یو نری غوړ قشر لري چې د دوی ساتنه کوي. د ۲۰ ثانیو لپاره په صابون سره د لاسونو مینځل کولای شي دا قشر له مینځه یوسي او وایروس ووژني.
په سمه توګه ېې ترسره کول:
په سمه توګه د لاسونو مینځل ۴ مرحلې لري:
لندول، ځګ کول، کنګالول او وچول
1. خپل لاسونه په پاکو یا روانو (معتدلې یا یخې) اوبو باندې لانده کړئ او صابون وکاروئ.
2. لاسونه مو و مږئ تر څو ځګ(کف/قف) وکړي. د لاسونو شا مخ، د ګوتو مینځونه او نوکان مو تر ۲۰ ثانیو پورې ومږئ.
3. په ښه توګه ېې کنګال کړئ تر څو هغه ذرې چې ستاسو له لاسونو جلا شوي و مینځل شي.
4. په یو پاک ټوکر سره مو لاسونه وچ کړئ ځکه چې میکروبونه په لمدو لاسونو ډېر اسانه او زر انتقالیږي.
څه وخت باید لاسونه ومینځل شي؟
په عامه توګه خو پکار ده چې هر سو ساعته وروسته لاسونه ومینځل شي خو ځیني داسې مشخص وختونه هم شته چې باید ومینځل شي.
– چې کور ته راشئ.
– د تشناب ته له تګ وروسته
– یو عام ځای ته له تګ وروسته چې هلته داسې څه لمس کړئ چې د یو بل چا له لورې لمس شوی وي.
– د یو ماشوم سره د تشناب کولو کې د مرستې وروسته
– د پزې څخولو او ټوخي کولو وروسته
– د یو حیوان له لمس کولو وروسته
– د خځلو له لمس کولو وروسته
– د پخلي کولو/ د خوراک کولو مخکې او وروسته
– د ناروغ سره له ملاقات وروسته
که صابون و نه لرو؟
د صابون د نشتوالي پر محال کولای شئ چې سنیټایزر وکاروي که څه هم ډېر مفید نه ده خو کولای شي چې ځینې میکروبونه له مینځه یوسي.
یو غیر تیزابي سنیټایزر کولای شي چې ځینې میکروبونه خنثی کړي خو د وایروس پر وړاندې یواځې هغه سنټایزر مفید ثابتیدی شي چې ۶۰ سلنه تیزابي وي.
هڅه وکړئ چې تیزابي سنټایزر د ماشومانو له لرې وساتئ.