اړيکې د ټولنيز اوسېدو لپاره يو اساسي شرط دی، اړيکې پالل مو په ټولنه کې مقام مالوموي، زياتره غواړي چې ښې اړيکې وپالي، تل ترې نور ښې خاطرې ولري او د يو ښه ملګري په توګه يې ياد کړي.
اړيکه جوړول اسانه؛ خو پالل يې بيا سخت دي، ځکه اړيکې مديريت ته اړتيا لري، هغوی چې په اړيکو جوړولو کې ښه نه دي، د ټولنيز پلوه وروسته پاتي، د کمې پاملرنې او نه خوښېدونکو وګړو کې شمېرل کېږي.
که غواړو ښې اړيکې ولرو، نو په کار ده چې، مقابل لوري ته ارزښت ورکړو، خبرو ته يې غوږ ونيسو، سترګې يې د سترګو سره په اړيکه کې کړو، تر څو د کمترۍ يا د نه پاملرنې احساس ونه کړي او په دې وپوهېږي چې په ارزښت ورته قايل يو.
هر کله چې غواړو له نورو سره ښې اړيکې وساتو، يا د اړيکو ښه پيل وکړو، مهمه نه ده چې د مقابل کس په هکله دې کافي او پوره مالومات ولرو، اړينه دا ده چې مونږ څومره ارزښت ورکوو، څومره يې خبرو ته غوږ نيسو، تر کومه حده ورسره موافق يو، تل یې د کمزورو ټکو پر ځای، مثبتو ټکو ته پاملرنه وکړو او ويې هڅوو، د هغوی باور او بريا ته بايد د شک په سترګه ونه ګورو او تل تر منځه يوه ښه د اړيکې فضا ولرو.
هغوی چې د اړيکو په پاللو کې پاتې راځي يا غواړي اړيکې وپالي، نو هڅه دې وکړي، چې په لومړيو کې کمې اړيکې جوړې کړې، تر څو ورته رسيده ګي وکړي او په کې پاتې رانه شي.
هغوی چې کمې اړيکې جوړوي، زه نه وايم چې غلط دي، شايد هغوی ډېر د حساس مذاج خاوندان وي او نه غواړي چې نور ترې خفه شي، ځکه په اړيکه پاللو کې پاتې راتلل ځيني وخت انسان په يو ډول دروني يا وجداني عذاب اخته کوي او شايد ډېر مشکلات هم ورته پيدا کړي.