ايا موخو ته رسېدل اسان کار دی؟_عبدالرحمن آريوبي

نړۍ کې ټول انسانان ډېرې هيلې لري، د ځينو هيلې غټې او د ځينې بيا کوچنۍ هيلې وي، ځينې غواړي د پرمختګ لپاره داسې پلانګذاري وکړي چې پر مټ يې خپلو هيلو ته ورسېږي.

هيلو ته هر څوک رسېدلی شي، خو څنګه؟
تاسو د نړۍ د برياليو، شتمنو او نومياليو کسانو د ژوند رازونه ولټوئ، هغوی د خپلو برياليتوبونو په اړه پنډ پنډ کتابونه ليکلي دي او هغه رازونه يې په‌کې سپړلي دي چې دوی یې د برياليتوب لوړو پوړيو ته رسولي دي.

تاسو به دا هم اورېدلی وي چې د ژوند دويم نوم مبارزه ده، واقعاً همداسې ده، که يو څوک غواړي يو ځل وغورځيږي بيا دې راپورته شي، که بيا وغورځيږي بيا دې پورته شي او حتی تر هغو دې پورته کېږي چې ترڅو غورځېدل ورته نه وي تسليم شوي. په ژوند کې د پورته کېدلو هنر زده‌کړئ.

که تاسو له يوې ستونزې سره د مخامخ کېدو په صورت کې وبېرېږئ او تسليم شئ نو همدغلته ستاسو بدبختي او شاتګ شروع کېږي، که ستونزو سره مو د ډغرو وهلو چل زده‌کړ نو تاسو به واقعاً بريالي او نوميالي شخصيتونه ياست.

موقف، شخصيت، نوم، شتمني دا ټول شيان ناڅاپي انسان ته نه راځي، بلکې د دغو د ترلاسه کولو لپاره لسيزې مزل او خواري پکار ده، مبارزه، ستونزې پر ځان منل، ډغرې وهل، غورځېدل او بالاخره د ناکامۍ تريخ خوند تجربه کول، دا ټول هغه څه دي چې له طی کولو وروسته يې تاسو ثمره وينئ.

د هيچا هيله په دې نه پوره کېږي چې لاس تر زنې کښېني او همدا تلقين ځانته ورکوي چې خدای “ج” مهربانه دی، الله “ج” بې‌شکه چې مهربانه دی، خو خدای “ج” موږ ته فکر راکړی، د عقل جوهر يې راکړي، د ژوند کولو لارې يې راښودلي دي او له حرکت وروسته يې راته د برکت ويلي دي.

تاسو که وګورئ د نړۍ اکثره شتمن شخصيتونه لومړيو کې ډېر بې‌وزلي وو، د نړۍ مخترع کسان لومړيو کې ډېر کمزوري او بې‌سواده وو، د نړۍ نوميالي کسان لومړيو کې حتی خپل کور او کلي کې چا نه پېژندل، خو دوی د دې لپاره چې ځانته لوړې موخې ټاکلې وې، بالاخره په دې وتوانېدل چې پر اغزن بيابان تر ستونزمن مزل وهلو وروسته خپلو هيلو ته ورسېږي.

تاسو هر يو خپلو هيلو ته رسېدونکي ياست، خو مقاومت، پياوړتيا، زړورتيا، کلک هوډ او نه تسلمېدل درڅخه غواړي.

تاسو هر يو د نړۍ شتمن شخص کېدلی شئ، هر يو څخه يو مخترع، يو نوميالی او عالم جوړېدلی شي، خو د زحمت موزې به پر پښو کوئ، پر خلکو به ځان منئ، شخصيت به جوړوئ، مطالعه به کوئ او هغه رازونه به پيدا کوئ چې له امله يې انسان يو مقام ته رسېدلی شي.

د نړۍ هر هوسا او ارام ځای ته د رسېدو لپاره بايد پر پېچومو کې مزل ووهل شي او تاسو به په همدې کږو وږو ستونزمنو لارو او کړاونو کې د مزل کولو هنر زده‌کوئ.

برياليتوب ستاسو په پښو کې پروت دی.

Scroll to Top