حيران به شئ که واورئ چې جاپانيان کې چې کله له چا سره اړيکه جوړوي، له نورو ځانګړتياوو سره سره يې د وينې د ګروپ په اړه هم ځان خبروي، ځکه د هغوی په اند د وينې ګروپ د انسان پر شخصيت اغېز لري. جاپانيان د وينې د ګروپ په اړه پوښتلو کې ډېره تلوسه لري ځکه چې هغوی د انسان د وينې له ګروپ سره د شخصيت د تړاو پر تيوري ټينګ باور لري. جاپانيان د دې تيورۍ په مرسته د کارمندانو استعداد معلوموي او د واده کولو پر مهال هم دې نکتې ته ځانګړې پاملرنه کوي. Ketsueki-gata داسې يوه اصطلاح ده چې معنی يې ده د وينې د ګروپ پر بنسټ د يو انسان شخصيت معلومول. دې اصطلاح له ۱۹۳۰ زېږديز کال راهيسې ډېر شهرت وموند. توجيکي فوروکاوه – جاپاني پروفيسر يوه څېړنه خپره کړه چې په هغې کې يې دا ادعاوکړه چې د وينې د هر ډول ګروپ ځانګړتياوې په هغه خلکو کې موجودې وې چې هغه ډول ګروپ يې وو. د وينې څلور ګروپونه A, B,O او AB د هغوی د انټي جينونو پر اساس يو له بل څخه بېلېږي. انټي جينونه د وينې د سرو کروياتو له پاسه پراته وي او دا واضحه کوي چې د بدن دفاعي سېستم په څومره اغېزمنتيا سره کار کوي. که څه هم د انسان له شخصيت سره د وينې د ګروپ د تړاو تيوري تر اوسه کوم ساينسي ملاتړ نه لري، خو ډېری خلک په دې باور دي چې دا تيوري د هغوی په اړه بالکل سمه ده. لاندې مطلب ولولئ او پرېکړه وکړئ چې د توجيکي فوروکاوه ادعا ستاسې په اړهسمه ده او که نه.
۱.د A د وينې ګروپ لرونکي خلک
دا ډول خلک ډېر حساس، مرسته کوونکي، احساساتي، عاطفي او هوښيار وي. دوی ډېر صبر ناک، وفادار او سوله خوښي دي او هېڅکله نه غواړي په شخړه کې ښکېل شي؛ خو ځينې وختونه دا ډول خلک بېخي زيات حساس شي. دا ډول خلک نه غواړي چې د ټولنې حاکم قوانين مات کړي او د ټولنيزو معيارونو او ادابو ډېر خيال ساتي. دا ډول خلک تصميم نيوونکي وي او د ژوند په ټولو برخو کې منظم وي، خو په يو وخت کې څو کارونه نه شي کولای. دوی هر څه پاک صفا او په خپل ځای غواړي. دا ډول خلک په اسانه په ذهني فشار هم اخته کېدای شي، ځکه چې د ډيپريشن د هورمون (کورټيزول) کچه يې لوړه ده.
2.د B د وينې ګروپ لرونکي خلک
دا خلک ډېر نوښتګر او ژر تصميم نيوونکي دي، خو په امر منلو کې نامي نه دي. دوی غواړي په هر ځای کې اولنمره اوسي او په هر څه کې تر ټولو غوره وي، خو د A ګروپ خلکو په شان دوی هم په يو وخت څو کارونه نه شي کولای. د Bګروپ خلک د نورو پر وړاندې بافکره او عاطفي وي او ښه او باوري ملګري پيدا کوي. دا خلک د خپلو منفي ځانګړتياوو له امله ډېری وخت له توپيري چلند سره مخ کېږي، د بېلګې په توګه دا ډول خلک ډېر خودپرسته وي او له نورو سره همکاري نه خوښوي. ټولنه هم د دې ډول خلکو په منفي ځانګړتياوو ډېر تمرکز کوي، که څه هم د دوی مثبتې ځانګړتياوې ډېرې زياتې وي؛ د همدې تاثر په پايله کې دوی غواړي چې يوازې پاتې شي. دوی پياوړي، هڅوونکي، ارام، مبتکر، افسانوي، مهربانه، خوشحاله کوونکي او فعاله خلک دي. د دوی په منفي ځانګړتياوو کې بېرحمي، خودپرستي، بخښنه نه کول، همکاري نه کول او ځان له مسؤليته خلاصول شامل دی.
۳.د AB د وينې ګروپ درلودونکي خلک
دا ډول خلک د A او B دواړو ګروپونو ځانګړتياوې لري، دا ډول خلک پېچلي وي او دوه ډوله شخصيت درلودلای شي، لکه دا ډول خلک کله د A د ګروپ د خلکو په څېر شرمناک وي، خو کله کله د B د ګروپ د خلکو په څېر جرار وي. دوی غواړي له ناشنا خلکو څخه خپل اصليت پټ کړي، له دې امله د دې خلکو پوره پېژندل سخت دي. دا ګروپ وينه هم په نړۍ کې ډېره کمه پيدا کېږي. دا ډول خلک جذاب وي او ژر ملګري پيدا کوي. دوی د ډيپريشن د کنترول په برخه کې کمزوري دي. دا خلک له نورو خلکو سره د تعامل پر مهال عاطفي او خيال ساتونکي وي. دا خلک ډېر استثنايي تحليلي او منطقي مهارتونه هم لري.
4.د O د وينې ګروپ درلودونکي خلک
دا ډول خلک ډېر هوښيار، چالاکه او چلباز وي. دا ډول خلک ځانته لوړ معيار ټاکي او د هغه معيار د ترلاسه کولو لپاره په هېڅ شي صرفه نه کوي. دا ډول خلک د رهبرۍ ښه وړتيا لري او وړو خبرو پسې نه ګرځي. دا خلک سخي، مينه ناک او د نرم زړه خاوندان وي. دوی له بدلونونو سره ژر او ښه توافق کولای شي. دوی د نورو ګروپونو د خلکو په پرته له بحراني حالاتو سره ښه مقابله کولای شي.