انګېزه!

انګېزه زمونږ داخلې احساس دی چې مونږ د یوې کړني لپاره را پاروي، انرژي راکوي، قوت رابي  او تر نهایي درجې پورې مو د یو پایلېد ترلاسه کولو لپاره مو هڅوي. نو د سوکاله ژوند لپاره انګیزه یو مهم او ضروري شرط دی. د هرڅه کړلو لپاره انګیزه او هود درلودل د یوهکار اصل دی.

هوډ درلودل آسانه دی. احمد هم هوډ نیسې او وایي چې:

غواړم یو مسلکې ډاکتر شم،  همداسې محمود هم، خو ډاکتر هغه کس کېدای شئ چې د ډاکتر کیدلو قوی انګیزه یې له ځانه سره وي.

یو انسان بغیر له انګیزې داسې دی لکه بی تیله موتر، لکه بې برقه څراغ او لکه بې بودیجې دولت، که چیرې موټر تیل ونه لرې نو نشيکولای حرکت وکړي، څراغ بې برقه روښنایې نکوي او همداسې یو بې بودیجې حکومت ملت ته تعلیمې، صحی، پراختیایې، نظامې او  فرهنګې خدمات نشې وړاندې کولای. دولت د خدماتو وړاندې کولو لپاره بودیجې ته اړتیا لري او انسانان هم انګیزې ته.

مونـــږ ولـــې بـــې انګـــیزې کــــیږو؟

1- کورنۍ: د بې انګیزې کیدو دلیل د کورنۍ د فکر جوړونې طریقه او طرزالعمل دی. ځکه هیڅوک هم له پیدایښه ناکاره، بې اعتماده شوي،استریس لرونکۍی او کم بې جرعته نه وي. بلکي دا زمونږ کورنۍ ده چې په داسې مختلف ډوله ناروغیو یې اخته کوي ،هر انسان لهماشومتوبه تنبل یا هم په عادی الفاظو کور مغزه نه وي په اپډیت شوي سافتویر نړۍ ته نه راځي ده کورنۍ لخوا ورته په سافتویر کې ګوتيوهل کېږي، کله یې د خپلوانو له ماشومانه سره پرتله کوي کله یې رټی او کله یې د خپل ذوق په مطابق د ژوند او د زده کړو انتخابونه کوي.

2- اقتصادي ستونزې: د اقتصادي ستونزو له کبله په زرهاوو کسان بې انګیزې کیږي او ځوریږي. چې له امله یې په ډاډه توګه خپلې زدهکړې نشي کولای، کار او د ژوند له نورو سهولتونو بې برخې وي. نو د اقصادي مشکلاتو د مینځه وړلو لپاره ماته د ( بابل خان) له کتابڅخه یوه غوره لارښونه را په یاد شوه. هغه لارښونه چې زمونږ د کورنۍ د اقتصادي وضیعیت په ښه کیدو کې ډېر رول درلود. لارښونهداسې وه.

که چیرې د میاشتې 30 ګټو نو 20 یې د ژوند د مصارفو لپاره ځانګړې کړو یعنې خوراک، څښاک، مریضي، میلمستیا وغیرهلپاره او10 یې پس انداز کړو که له 10 مو ډېرې پس انداز کولای شوای نو دا به لا خه وي. که دې لړۍ ته تر یو کاله دوام ورکړو نو  دا به د دولسمیاشتو 120 شي. وروسته به ورته د سم ځای د سرمایه ګزارۍ لپاره ځای وګورو البته داسې ځای چې د زیان چانس یې ډېر کم وي. ځکهدا هغه د دیرشو څخه بیل شوی بچیان دي چې باید وساتل شي او مصرف نشي تر څو نوي نسل لاس ته وراشي. کله چې نوي نسل ترېبرخمن شو نو بیا هماغه نور بچیان اچوي. همداسې کولای شو چې له صفر څخه تر سلو پورې لاړ شو او خپل اقتصادي مشکلات حلکړو.

3- د یو کار منفي نتیجې څخه ډار: غواړم لوړې زده کړې وکړم خو آیا څوک به مې په کار وګماري؟ غواړم تجارت یا هم یو شرکت پرانیزمخو آيا وده په وکړي؟ پیریدونکي به ولرم یا هم د وطن اقتصادي او امینیتي وضیعت ته په کتو زړه نشم ښه کولای او داسې نور

څنــګه کــولي شـــو چـــې ځــان په انګــیزې سنبــال کــړو؟

1-اهداف مو لوړ کړئ: ځانته د خپل شوق او ذوق په مطابق لوړ اهداف وټاکئ نه دا چې د نورو لخوا درباندې اهداف تحمیل شوي. پهټاکلو کې مو دی ته مو پام وي چې داسې یو څه وټاکئ چې ممکنه وي نه دا چې ناممکنه لکه یو معشوق چې خپلي معشوقې ته د ستوروراوړلو ژمنې کوي خو کولای یې نشي. نو داسې لوړ اهداف وټاکئ چې رسیدلو امکان یې وي. لوړ اهداف لوړه فکری انګیزه درکوی دانګیزې سره سره یې د رسیدلو لارې چارې هم درته په ډاګه کوي. که مو مقصد دا وي چې غواړم 10 کیلو متره ځغاسته وکړم نو دا هدفمو په هماغه اندازه انرژي او انګیزه  په بدن کې د ځغاستي لپاره تیاروي.

2- د وړتیاوو او مهارتونو زیاتول: کار کول او له کاره د یو نویې څه زده کول دا ټول د انسانانو د وړتیاوو په ډېرښت کې ډېره مرسته کوياو د نړۍ دېرو کسانو ترې مثبته نتیجه اخیستې ده چې په اقتصادي او رواني ډول یې روڼتیا لیدلي او خوشحاله ژوند کوي. هر څوک پهوړتیاوو سنبال نه وي بلکې په وړتیاوو ځان سنبالوي. همداسې د وړتیا سره سره د هنر او مهارت درلودل هم اړین دی. لکه د مختلفو ژبوزده کول بلخصوص انګلیسي ځکه چې انګلیسي یوه داسې ژبه ده چې پرمټ یې له مختلفو سرچینو زده کړه او پوهه په لا لوړ ظرفیت سرهزده کولای شو. او له پوهې څخه یې د هوسا ژوند لپاره کار اخیستلی شو. لکه د کمپیوټر زده کړه تر څو د کار په ځای کې د مختلفو اهدافولپاره تری کار واخلو.

3-د مثبتو اشخاصو سره اوسیدل: که هغه دوست وی، د کورنۍ غړي وي، خپلوان وي او یا هم د خپل ژوند ملګری وي باید وخت ورسره تېرشي ځکه مثبت اشخاص په هره مثبته مفکورې کې انګیزه دربښي.

4-د قهرمانانو بیوګرافي لوستل: ټول اشخاص د نورو اشخاصو لپاره د هغوي پر ښو کړنو په پار بې انتها ګرانښت ښیي او د هغوي پهلارو د تګ مینه وال او ارمانجن وي. په عمومي ډول انسانان ځانته قرمانان لټوي او لارې یې څاري او کامیابه شوي هم دي. ځکه د هغويمحبوبیت په ټولنه کې دوي ته انګیزه ورکوي. نو ځکه غواړم درته ووایم چې د قهرمانانو بیوګرافي ولولئ او له کړنو یې په ستونزو کې مرستهواخلئ.لکه

زمونږ ګران او خوږ پیغمبر(ص)

د هغه څلور یاران عمر، ابوبکر، عثمان او علی(رض)

ابن سینا

محمد علیي کلې ورزشکار

نیلسن منډیلا

چیګوارا

او داسې نور

Scroll to Top