انصاري: زه قانون تطبیقوم

د اترا ادارې مشر عمر منصور انصاري په یوه خپور شوي کلپ کې چې د پارلمان له غړو سره غږېږي، ویلي چې د روشن مخابراتي شرکت د کارتونو د ۱۰٪ مالیې پيسې چې ۴۷٫۵ میلیونه ډالره کېدل، د ۳ کالو لپاره ځان سره ایسارې کړې وې. انصاري زیاتوي چې نوموړي شرکت تېر کال، په ۱۳۹۹ کال کې دغه پور حکومت ته ورکړی دی.

عمر انصاري چې د پارلمان له وکیلانو سره غږېږي، ځينې نورې پوښتنې یې هم ځواب کړي. د اترا د معاشونو په اړه د دې پوښتنې په ځواب کې چې معاشونه شرکت په خپله خوښه ټاکلي وايي: (موږ دا معاشونه پخپله نه دي ټاکلي، د دې لپاره طرزالعمل شته او د هغه مطابق دي.)

شرکتونو سره د مرستې لپاره وایي چې په تېرو څو کالو کې څه باندې ۸۰ سایټونه چې د ټولې مخابراتي شبکې ۱۵٪ فیصدي تشکیلوي، اترا ادارې په خپل لګښت جوړ کړي دي.

نوموړی دا هم زیاتوي چې روشن مخابراتي شرکت ته یې د ۱۳۷ مخابراتي سایټونو د تمویل په موخه پيسې ورکړې دي.

د وکیلانو د دې نیوکې په ځواب کې چې ګواکې اترا اداره پر مخابراتي شرکتونو قانون په زور تطبیقوي، انصاري وایي د قانون تطبیق زور نه دی او زه قانون همداسې بې تطبیقه نه شم پرېښودلای.

Scroll to Top