اغېزمنه تصمیم نیونه / کمین الله ځلاند

په ژوند کې سترې بریاوې او پرمختګونه ناڅاپي نه رامنځ ته کیږي، بلکې غوره او منطقي تصمیم نیونې ته اړتیا لري. په ورځیني ژوند کېنېږدې هر انسان اړ دی، تر څو دکارونو ښه پرمخ بېولو لپاره پریکړې او تصامیم ونیسي.

هغوی چې د ژوند په چارو کې تر نورو برلاسي دي، د نورو دلیلونو ترڅنګ، یو مهم دلیل دا دی، چې هغوی د خپل ژوند د ښه تنظیم او دکارونو پرمخ بېولو لپاره غوره تصمیم نیونې کړي دي؛ هېڅ بریا او پرمختګ د یوې اغېزمنې تصمیم نیونې پرته امکان پذیره نه دی.

دا چې تصمیم نیونه د ژوند په ټولو برخو کې اړینه او موثره ده، نو مونږ باید لومړۍ تصمیم نیونه وپېژنو او وروسته به د تصمیم نیونې پهپروسه وغږیږو.

زمونږ غټ مشکل دا دي، چې د یوې موضوع او یا د یو شي د پېژندلو لپاره تعریفونه وضع کوو او دا مو هېره کړې ده، چې تعریفونه ډېرلوی موضوعات په یوه کوچنی دایره کې ایساروي؛ فلسفي اصول هم همدا وایي، چې تعریف د محدودلو یو شکل دی. تعریف تحدید دی. نو په همدې دلیل زما هم تعریفونه بد ایسي، هڅه مې دا وي چې د موضوع اړوند په مفهوم   ځان پوه کړم.(Concept)

که په ساده او عامیانه ډول وغږیږو نو تصمیم نیونه د ډېرو انتخابونو او تګلارو  له منځه د یوه غوره او اغېزمن انتخاب او تګلارې ټاکل دي؛هره اداره او یا هر سازمان شاید د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره ډېرې لارې چارې او مختلف انتخابونه ولري، خو د دغو ټولو انتخابونو لهمنځه د یو منطقي او استدلالي افشن ټاکل یوه غوره تصمیم نیونه ده.

هېڅ یوه اداره تر هغې خپل اهداف نه شي ترلاسه کولای، ترڅو چې د منطقي پریکړو په نیولو قادره نه وي؛ غلطې پریکړې او یا د کارونوپرمخ بېولو لپاره د غلطو تګلارو انتخاب سازمان له یو لوی ناورین سره مخ کوي.

هره اداره او په ورځیني ژوند کې هر انسان تصمیم نیونه کوي، خو هره تصمیم نیونه د اهدافو ترلاسه کولو لپاره موثره او اغېزمنه نه شيثابتېدای؛ غوره تصمیم نیونه هغه ده چې د منطقي او استدلالي پروسې د ترکیب په نتجه کې رامنځ ته شوې وي. استدلال د تصمیم نیولولپاره د حقایو او ارقامو کارول دي؛ منطق او استدلال مونږ ته د دې توان را په برخه کوي چې د حقایقو په اډانه کې اغېزمنه تصمیم نیونهوکړو او خپل ټاکل شوي اهداف ترلاسه کړو.

د دې لپاره چې اغېزمنه تصمیم نیونه وکړو، خپلو سازماني او انفرادي اهدافو ته ورسیږو، نو زمونږ تصمیم نیونه باید لاندې مراحل طۍکړي:

ـ لومړۍ مرحله: ستونزه وپېژنئ

تر هرڅه دمخه د ستونزې پېژندل اړین دي؛ که په درست ډول مو ستونزه وپېژنده، داسې وبوله چې د ستونزې نیمایي حل ته نېږدې شويیئ. لومړۍ مرحله مهمه ده خورا مهمه او تاسو ته د دې توان در کوي، چې د ستونزې ماهیت په روښانه ډول تعریف کړئ.

دوهمه مراحله: اړوند معلومات را ټول کړئ

وړاندې له دې چې تاسو د خپلو ستونزو د حل لپاره پریکړه وکړئ، ځینې اړین معلومات را ټول کړئ؛ تاسې باید پوه شئ چې کوم ډولمعلومات را ټول کړئ او کومې سرچینې وپلټئ.

ځینې معلومات داخلي دي او تاسې به یې د ځان ارزونې پروسې له لارې ترلاسه کړئ. ځینې معلومات بهرني دي؛ تاسې به یې انلاینومومئ، په کتابونو کې، د نورو خلکو څخه او د نورو سرچینو څخه.

دریمه مرحله: بدیلونه وپېژنئ

کله چې درست او کره معلومات راټول شول، نو تاسې به د عمل کولو بې شمېره لارې او بدیلونه وپېژنئ؛ نو هڅه وکړئ چې ټول ممکن اومطلوب بدیلونه لېست کړئ.

څلومرمه مرحله: شواهد وزن کړئ

خپل معلومات او احساسات راوباسئ، ترڅو تصور وکړئ چې ایا ټول بدیلونه به په لومړۍ مرحله کې د پېژندل شوې اړتیا یا ستونزې پهحل کې مرسته وکړي او کنه. په دې مرحله کې تاسې د ستونزمنې داخلي پروسې څخه تېریږئ او هڅه به مو دا وي چې د بدیلونو یو ترتیباو لېست  جوړ کړئ.

ـ پنځمه مرحله: غوره بدیلونه انتخاب کړئ

کله مو چې ټول شواهد وزن کړل، نو تاسې چمتو یاست، چې هغه بدیل غوره کړئ، چې ستاسو لپاره غوره ښکاري او ممکن تاسې دبدیلونو یو ترکیب غوره کړئ؛ داسې ترکیب، چې ستونزې حل کوي او اړتیاوې مو در پوره کوي. په پنځمه مرحله کې ستاسو انتخاب ممکند هغه بدیل سره ورته وي چې تاسې د څلورمې مرحلې په پای کې د لېست په سر کې ټاکلی وي.

ـ شپږمه مرحله: اقدام وکړئ

اوس تاسې چمتو یاست چې هغه اړتیا یا ستونزې ته عملاً رسیدنه وکړئ، چې په لومړۍ مرخله کې مو پېژندلې او تعریف کړې ده.

په دې مرحله کې تاسې اړیاست چې اقدام وکړئ خو دا اقدام مو باید مثبت وي. هغه بدیل چې په پنځمه مرحله کې مو انتخاب کړی ؤ پهدرست او اغېزمن ډول پیاده کړئ؛ تر څو د ستونزې د حل لپاره منطقي او استدلالي اقدامات صورت ونیسي او شته ستونزه مو حل او لهمنځه یوړل شي.

ـ اومه مرحله: د خپلې پریکړې او د هغې پایلې بیا کتنه وکړئ

په دې وروستۍ مرحله کې د خپلې پریکړې پایلې په پام کې نیسو او دا ارزونه ترسره کوو، چې ایا هغه اړتیا پوره یا هغه ستونزه حل شوهچې په لومړۍ مرحله کې تعریف شوې وه؟

په دې مرحله کې مونږ د خپلې پریکړې په اړه پوهېږو چې زمونږ تصامیم څومره اغېزمن ؤ، په کومه برخه کې ستونزې موجودې وې، په کومهبرخه کې باید اصلاحات راوستل شي ؛ دا او ورته نور معلومات په لاس راوړو.

Scroll to Top