استاد شپون د يو نقاد په توګه / حفیظ الله بشارت

 
Hafizullah Basharat
په ادبي نقد کې ځينې هغه نقاط چې باید یو نقاد يې د یو اثر، لیکنې یا یو شعر د نقد پر مهال په نظر کې ولري، دا دي:

اول، منطق. د نقد پر مهال باید نیمګړي او ستایل شوي ځایونه د مثال په ورکولو سره داسې واضح شي چې شوی نقد، بېرته تر نقد او کره کتنې لاندې رانه شي.
دوه، نقد پر لیکوال یا شاعر نه، باید د هغه پر پنځونه وشي. لیکوال یا شاعر که هر ډول شخص وي، خو په نقد کې د هغه دریځ او شخصیت ته پام نه کېږي، د يو نقاد ډېر تمركز باید د لیکوال او شاعر پر لیکنه یا شعر باندې وي.
درې، د غوښتنې نه شتون. په نقد کې باید له لیکوال یا شاعر څخه د یوې موضوع د چېنج یا د “الف” پرځای د “ب” غوښتنه وجود ونه لري.
څلور، نقد یا کره کتنه د يو اثر یوازې ښه والی او بد والی نه بیانوي. په نقد کې که د يو اثر یوازې مثبتې خواوې بیان شي، هم نقد دی او که یې یوازې منفي اړخونه روښانه شي هم نقد حسابېږي.
پنځه، د انډيوالېزم او تعصب نه پالل. یو نقاد باید د انډیوالۍ یا سیالۍ له مخې د پنځګر پر پنځونه د ستاینې او غندنې ټاپه ونه وهي او نه باید د خپګان او شخصیت ټکونې لورۍ په نظر کې ونیسي.

پر دې اصولو برابر نقادان او کره کتونکي موږ کم لرو او په لومړي سر کې يې زه ځای استاد سعدالدین شپون ته ورکوم.
استاد شپون یو ژبور، د نقد پر اصولو آګاه او د ادبي نقد د لومړۍ لیکې له کره کتونکو څخه یو دی.

د کره کتنې اړوند مې دا ځل د استاد تقریباً شاوخوا 50 مقالې چې اسحاق مومند د “ادبي نقد” تر عنوان لاندې کتاب کې راټولې کړې دي، ولوستې.
دا کتاب د استاد شپون پر بعضو علمي، اجتماعي او ادبي مسایلو باندې د نقد بېلابېلې مقالې په ځان کې لري.

ادبي نقد کتاب له “درې دي، د نقاد پوښتنې درې دي” مقالې څخه پیلېږي.
دا مقاله موږ د نقاد له دریو پوښتنو سره اشنا کوي او دا راته وايي چې په هر ډول نقد او قضاوت کې درې پوښتنې باید وڅېړل شي: اول، څشی يې ویلي؟ دوه، څنګه يې ویلي؟ درې، هغه څه چې ویل شوي، په ويلو ارزي؟

د دې کتاب بله مقاله زموږ د ځینو لنډو کيسو خامۍ راته په ګوته کوي. موږ د بعضو لنډو کیسو هغه نيمګړتياو ته دروي چې تر ډېره له لیکوال هم ورکې وي، لکه: د کرکټر یوستوی توب، د ارزښت یوستوی توب او ډراماتيک یوستوی توب.

همداراز یوه بله مقاله د “پښتانه لیکوالان بد کوي چې ژاړي” تر عنوان لاندې ده. دا مقاله راته وايي چې زموږ ځینې لیکوالان باید په لوستونکو د کمې مطالعې پړه ور وانه چوي، دوی دې ښه شی تخليق کړي، لوستونکي به خامخا پيدا کوي.

د شاعر چلېنج مقاله بیا د شاعر په دريځ او لاره راته غږېږي. دا مقاله دا واضح کوي چې شعر له مذهب او سیاسته جلا لاره لري، یعنې د شعر تبليغ له سیاسي او مذهبي تبلیغه بېل دی.

د شعر موسیقیت راته وايي چې په شعر کې موسیقیت دومره مهم څیز نه دی. په شعر کې باید د تخيل او هنر تومنې ته ډېر پام وشي.

د عملي نقد تر عنوان لاندې مقاله مو بیا په دې پوهوي چې څنګه اوږده جمله رالنډه کړو او څنګه د اوږدو جملو پرځای د لنډو جملو پر ليکلو ځانونه روږدي کړو.

په دې کتاب کې راټولې مقالې ځينې له تاند وېبپاڼې، بعضې د استاد له و، نه و، یو شپون و او ځينې يې د مچۍ ځاله کتاب څخه رااخيستل شوې دي.
د دې مقالو ترڅنګ د استاد بعضې د وطن اړوند خاطرې هم دا کتاب په خپله غېږه کې لري.
همداراز د کتاب په وروستیو کې د استاد شپون یوه مرکه د ادبي نقد او ادبیاتو اړوند هم شتون لري.

دا کتاب په 192 مخونو په کال 1399 کې مومند خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی.

Scroll to Top