لټون او هڅه د انسان فطري ځانګړنې دي. انسانان په یو نه یو ډول د هوساینې په لټه دي او د هر نوي غوښتونکي شي تر لاسه کول یې د خوښۍ لامل ګرځي. د هوساینې او خوښۍ لاسته رواړل د ستونزو سره مله وي، خو انسان د اسانۍ غوښتونکی دی. همدا د اسانۍ طلب حمزه بابا د ژوند د مشکل کیدو سبب ګڼي.
ژوند اسان دی که مشکل دی خبر نه یم
خو طلب د اسانۍ یې لا مشکل کا
د شلمې پېړۍ فیلسوف او عالم برټرینډ رسل په خپل کتاب (د خوښۍ راز) کې بیا ددې یو څه برعکس نظر لري، د هغه په وینا: “کله چې د طبیعي اړتیاوو لاسته راوړل اسانه شي، نو د ژوند د بې ارزښتۍ احساس ترې پیدا کیږي”.
د انساني خوښۍ لپاره د ژوند د طبیعي او لومړنیو اړتیاوو پوره کیدنه که څه هم یوازینی لامل نه دی، خو ولې یو مهم لامل یې ضرور دی. دلته د حمزه بابا په شعر او د رسل په وینا کې د مشکل او بې ارزښتۍ دوه بېل مفاهیم بیان شوي دي. یو څه ممکن زموږ لپاره مشکل واوسي، خو بې ارزښتي یې یقیني نه ده.
د مشکل مفهوم تر ډېره په بدني هڅو پورې اړوندیږي، خو برعکس بې ارزښتي ذهني حالت او کیفیت دی. ښایي همدا وجه وي؛ چې رسل د ژوند بې ارزښتي د خیالي ناخوښۍ(Byronic Unhappiness) په مفهوم افاده کوي.
هر کله چې انسان ددې ډول ناخوښۍ ښکار شي، ته وا د اسانۍ په سبب ورسره یو ډول ناهیلي مله کیږي؛ چې بیا د هغې له امله هڅه پریږدي او له ژوند څخه بېزاره کیږي.
د رسل په خبره:
“د نورو ژویو په څېر انسان هم باید د خپل پایښت لپاره کار وکړي، کله چې د ژوند اړتیاوې په ډېر اسانۍ تر لاسه شي؛ نو وګړي له زیار څخه په شا کیږي او دغه چاره ژوند بېخونده کوي”.
که څه هم خلک په عام ژوند کې له محرومیتونو، تنګلاسیو او مجبوریتونو څخه شکایت کوي، خو په روانپوهنه کې یې مثبت اړخونه هم د پام وړ دي. هغه وګړي چې په ژوند کې یې سره او سپین پریمان دي او بې له کوم زحمته ورته سهولیتونه مهیا شوي، ښایي له عادي لاسته راوړنو د نورو غوندې خوښي تر لاسه نشي کړای او موخې ورته بې مانا ښکاره شي.
همدا محرومیتونه دي چې انسانان په تحرک راولي، په ژوند کې یې کار او زیار ته هڅوي او په ځانونو ستړې ګالي. رسل همدې ټکو ته اشاره کوي:
“هغه کس چې له لږ زیار څخه ډېره ګټه او مزه لاسته راوړي، انګیري، چې د موخې تر لاسه کول د خوښۍ لامل نشي کیدای.
که هغه فلسفیانه مزاج ولري؛ نو دا ګڼي چې ګوندې د انسان ژوند د غم سرچینه ده؛ ځکه هر څه چې غواړي مومي یې او دا هېروي، چې رښتینی سُرور د ځینو شیانو په نه موندلو کې دی”
تجربې راته وایي، هر څومره چې یو کس په کوم کار زیات ستړی شي، په همدې تناسب یې په پای ته رسولو د خوښۍ زیات احساس هم کوي.
همدا ډول هر څومره چې یو څه ته د اړتیا کچه لوړه وي، همدومره یې له تر لاسه کولو وروسته ارامي او هوساینه هم ډېره وي.
پاس مو چې د ژوند د بې ارزښتۍ او بېخوندۍ یادونه وکړه، لامل یې دا و چې انسان له کار او زیاره په شا کیږي او له هڅو لاس اخلي. ددغه کار بنسټیز لامل د اړتیاوو په پوره کولو کې اساني، د کم زیار په نتیجه کې ډېر خوند اخیستل او د محرومیتونو په اسانۍ رفع کول دي.
لدې ښکاري چې هره سخته او لټون زموږ په زیان نه وي. همدا محرومیتونه او ستړې دي چې ژوند ته یې مانا ورکړې.
پکار ده چې د خوښۍ لپاره د کار او زیار اصل ته غاړه کیږدو او په خپلو دایمي هڅو باور ولرو. داسې باید نه وي چې زموږ ډېره اسان طلبي مو د ناهیلۍ او خپګان سبب وګرځي او بالاخره ژوند راته بې ارزښته شي.