اته‌ څلويښت زينې – افسانچه / امين حسن

زه کور ته ورسيدم، د يوې ښه مور په څېر مې ډوډۍ تياره کړه، پر ميز مې کېښوده، ټولو وخوړه، لوښي مې ومېنځل، اولادونه مې دويده‌کولو په خاطر په بستره کې څملول او لاړم پر کاوچ د هغه سړي سره کېناستم، چې زما په کور کې اوسېده. ما هغه ته وليدل، ويښتانيې خړ رنګه و او پر څېره يې ژوره ستړيا خوره وه. دا زما د بچو پلار و. ما هغه هيڅ سم نه دی پيژندلی. هيڅ پرې نه پوهيږم چې دا څنګهسړی دی. د هغه مړ ژوانده لاسونو ته ځير شوم، لاسونه يې زخمي زخمي دي. د هغه شونډو ته مې ور وليدل، چې د سيګريټو څکلو دلاسهسپورې راوښتې وې. د هغه ننوتو سترګو ته مې ورپام شو، چې تلويزيون ته ځير ځير وې. اه! زه نن ورځ هیرول غواړم او د دې هرهشېبهما خپلې سترګې پټې کړلې. سر مې شاته ديوال ته تکيه کړ. زه خبره يم چې هغه ماته نه ګوري. زه پوهېږم، د هغه په دې خبرهچورت هم نه دی خراب چې زه په کومو فکرونو کې غرقه يم. موږه دواړه د يو بل په دغې نااشنايۍ ښه خبر يوو. ماسره هغه ته د ويلو لپارههيڅ نه‌شته. حتا زموږ ورځنۍ خبرې يوازې تر سلام او خدای پامانۍ محدودې شوي.

زړه مې راتنګ شو، ټکی خبرې مې هغه سره ونکړې، ودريدم او د هغه له مخې راتيره شوم، د خوب خونې ته ولاړم، پر بستره پريوتم اوسترګې مې بندې کړې. اه! زه نن ورځ هيرول غواړم، مګر نه يې شم هيرولای، يوه شېبه هم

واوره وريده، هوا خړه وه. د اوونۍ د نورو ورځو په شان دفتر ته ورسيدم، مګر په زړه و وجود کې مې د کار کولو قوت نه وه. زما لاسونو دردکاوه. ماته د يو څه ارام ضرورت و. په ما کی د دې ميز و دفتر لپاره حوصله نه وه راپاتې. بهانه مې وکړه، رخصت مې واخيست او د کور پهلور رهي شوم. مګر د کور پر ځای لرې يوې داسې کافي خونې ته لاړم، چې نوم يې هم راته ياد نه و. په لرغوني طرز جوړه دا کافي خونهتشه وه. يوازې قهوه وړاندې کوونکی يوه زړه ښځه په کې موجوده وه. زه د کړکۍ ترڅنګ ايښي ميز خوا ته کېناستم. زما ساړه کيدل، لهيخنۍ رپېدم، لاسونه مې ومروړل او د قهوې غوښتنه مې وکړه. قهوې ته په انتظار انتظار کې سوچونو په مخه کړم، فکر راولويد زما بچيڅومره ژر ژر را ستريږيد قهوې خوشبو په کيفې کې خوره شوه، ما بيا لاسونه ومروړل. زه اوس د خپل واده ګوتمۍ نه شم لرې کولای،زما عمر په تيريدو دی، زه چې پخوا څه ډول وم، اوس هغسې پاتې نه يم. ما له قهوې د ډکې پيالې غږ واوريد، بيرون مې وليدل. د واورېپشمک داسې په چټکۍ پر ځمکه لويده لکه د ځمکې په سپينېدو چې خوشاله وي. مګر زما ساړه کيدل. ما تاوده کالي نه و اغوستي، يو زوړجامپرک مې اغوستی و چې په واوره کې ژر لمديده. زړۀ ښځه زما خوا ته راغله، پر شونډو يې موسکا نه وه، جړ سپين ويښتانو يې له ګلابيسکارف څوکې را ايستې وې. هغې د قهوې پياله زما مخې ته کېښوده او بيرته د خپل کاونټر شاته کېناسته. د پيالې تاوده تپونو يو څه موډراجوړ کړ. دا يو ښه احساس و.

د کافي شاپ دروازه خلاصه شوه او يو کس راننوت. د کاونټر تر شا ناستې زړې ښځې يې په پيکه خندنۍ موسکا هر کلی وکړ او پهارمينی ژبه يې ورته د ښه راغلاست دا کلمه وويله« بارو». هغه کس سر وخوځاوه، زما ترڅنګ تېر شو او څو مېزونه وړاندې کېناست. پهتته رڼا کې ما د هغه څېره سمه ونه ليده. هغه خپل بالاپوش وويست، واوره يې ترې څنډ وهله او پر يوه څوکۍ يې کېښود، بيا کېناست. زړهښځه ورڅخه د ارډر اخيستو پرته په کار بوخته شوه. د قهوې خوشبويي خوره شوه. زما لاسونو درد کاوه، ومې سولول. هغه کس يوسيګريټ بل کړ، بوی يې بيخي بد و. ما له قهوې يو غړپ وکړ، يو نظر مې کوڅې ته وليدل، بيا مې د سيګريټ په لوخړه کې پټ هغه کس پهلورې وکتل. د هغه څېره نه ښکاريده. ما خپله ټنډه په مېز ولګوله، ما هر څه ختمول غوښتل، د لاسونو درد، د بدن ستړيا او يوازيتوب، مګرهيڅ د ختمېدلو نه و. ما له مېزه سر راپورته کړ. هغه کس خپله قهوه ختمه کړې وه. ماته يې راوليدل. ما يې څېره ونه ليده، يوازې مې د هغهپه سترګو کې ځلا وليده. هغه يو څو نوټونه پر مېز کېښودل، د څنګ له څوکۍ يې خپل بالاپوش راپورته او واغوست. راغی زما له څنګ غړندتېر شو. د کافي شاپ دروازه يې خلاصه کړه او له واورې په ډک سرک يې قدم کېښود. بيا ودريد، بيرته را تاو شو او زما په لور يې راوکتل. ايا زه هم ودريږم؟ زه ودريدم او په مېز مې څو نوټونه کېښودل. ما د زړې ښځې له تجسسه د ډکو سترګو هيڅ پروا ونکړه. د کافي شاپدروازه مې خلاصه کړه او له واورې په ډک سرک د هغه کس په لورې روانه شوم. هغه له ما څو قدمه مخته مخته روان و. زه د هغه پسېروانه وم. لاره خالي وه خو څلور طرفه کوڅې ترې غځيدلې وې. هغه په دويمه کوڅه تاو شو. دا يوه تنګه او تياره کوڅه وه. تر اخري تعميرهلاړ. له جيبه يې کيلي راوويسته، زړه دروازه په غړنجېدو سره خلاصه شوه. هغه يوه لوري ته شو، زه اول ورننوتم، هغه وويل «تر ټولو لوړمنزل». څه نااشنا غږ و يا ښايي څه بدمرغه غږ و. موږ پوره اته‌څلويښت ځينې پورته وختو. يوه پيکه غوړ رنګه دروازې ته ودريدو، او بيا…. هغه دروازه خلاصه کړه. په خونه کې د هيټر نيلي شعلې څلک کاوه. ګروپ يې بل کړ، زما اولين نظر په کتابونو ولګيده. په فرش، په مېز حتیپر چوکيو کتابونه ډیری ډيری پراته دي. يوه ډکه سټرۍ پرته وه. په فرش کاغذونه خواړه واره پراته و. ما د هغه په لوري وکتل، هغه هيڅ ونهوی، تورې سترګې يې ګرچاپېره واړولې. په دې کور کې يوه بله خونه هم وه. هغه د همدې خونې په لور روان شو، زه ورپسې روانه شوم. ديوې بسترې او سره رنګه ګروپ سربېره؛ دا خونه هم له کتابونو، مجلو، کاغذونو او له عکسونو ډکه وه. ما خپل بې رنګه زوړ جامپر وويست. هغه ماته راوليدل، ما هغه ته ور وکتل.  ايا دا ما چرته مخکې ليدلی و؟ نه! خو هغه نااشنا هم نه و. داسې مې حس کړه لکه هغه چې زمامحبوب وي او دې ديدن لپاره مو د کلونو فاصله وهلې وي. د هغه تور ويښتان، تنکۍ ځوانه څېره، غټ نرم لاسونه ول، ګلابي شونډې يې لهجوشه لړزيدلې او ځلیدونکې جادويي سترګې يې زما په څېره کې ښخې کړې وي. ما حس کړه چې زه ځوانه يم. شديد خواهش او بېحسابه قوت مې په وجود کې غځونې وکړې. ما غوښتل چی زما په وجود کی دننه ټوله جم شوې واوره ټوله ويلي شي. ما غوښتل چې په غيږکې مې ونيسي، او هغه همداسې وکړل. زما د حرارت درجه لوړه شوه او لړزه مې ودريده.

زه د هغه له اپارتمان نه د شپې لس بجې راووتم او پوره اته‌څلويښت زينې بيرته لاندې راښکته شوم. په دې تنګه او کنډواله کوڅه کې مې دشپې تاريکي تر کوره ملګرې وه. زه کور ته ننوتم او هيڅ مې د دې اظهار ونکړ چې ګني زه ناوخته راغلې يم. ما سترګې پټې کړې او هڅهمې وکړهاو ما د نن ورځې د هيرولو ډيره هڅه وکړه.

Scroll to Top