تر دې دمه په باور وغږېدو، موږ په ژوند کې رښتیني خوښي غواړو او باور په دې برخه کې ډېر مهم دی.
لوړ دنګ سړی و، زما مخامخ مېز ته کېناست، پوښتنه یې وکړه: (خوښي شونې ده ډاکټر صیب؟ زه خوښ نه یم، خو غواړم خوښ ووسم، ما اورېدلي ته په دې برخه کې ښه پوهېږې؛ نو که پوهېږې یو دوهدرې… ماته یې لنډه را پرې کړه، زه د ډېرو اوږدو فلسفو او اروايي بحثونو حوصله ولاکه لرم.)
ما ورته وویل: (حوصله یې خو یې ولاکه زه هم لرم، خو څه مې چې زده وي درته به یې ووایم. یو دوه درې..، ته دا ووایه چې د خوښۍ لپاره اړین وسایل لرې که نه؟)
دی مې چې ولید خپله سکرتره رایاده شوه، ویل یې کوم سړی زنګونه راوهي او د کتنې وخت غواړي. ویل یې ما ورته وویل ډاکټر صیب بوخت وي، شخصي کتنو ته ډېر وخت نه لري، خو هغه سخت شله دی.
ما همدې وخت کې یوې سوداګریزې مجلې ته په دې موضوع مقاله کښله چې شله توب په بریا څه اغېز لري، سکرترې ته مې وویل: فکر کوم د خپلو ښوونه ځواب باید ولرم، دې شله کس ته ووایه چې ګورم دې. نن مې هماغه سړی مخې ته ناست دی. سړی بریالی ښکارېده او خبره یې داسې سوداګریزه غوندې وکړه: یو دوه درې… . په همدې مې خوښ شو.
ما چې د کار بڼه په پوښتنې پيل کړه ده وویل: (ډېر ښه که دا ستاسې د درملنې برخه وي ازمایلی مې شئ.)
ومې ویل: (ښه، زه دې په اړه غیبي وینا نه شم کولای، زه دومره ویلای شم چې زه خوښ یم او دا خوښي مې څنګه ترلاسه کړه، خو لومړی باید درته یوه مهمه موضوع ووایم: ما خوښي په لټون نه ده موندلې، زه یو لېست لرم او دا شیان د خوښۍ توکي ګڼم، ته یې لیکې؟)
هغه زر قلم او کاغذ را واخیست ویې ویل(: هو وایه!)
او زه چې کوم لېست د خوښۍ معجون بولم دا دی:
هغه لاس ونیوه ویې ویل: (یعنې څه؟)
ورته مې وویل: (ته لیکل کوه، ویل دې چې د بحث حوصله نشته؛ نو زه دا ننداره درښيیم.)
سړی موسکی شو، د یو بل په روحیې ښه پوهېدو.
اخره کې مې ورته وویل: همدا دي، دا زما لېست دی، که بله حل لاره غواړې بل کس ته تلی شې، خو ایا ددې لېست له مخې ځان ارزولای شې چې د خوښۍ څومره وسایل لرې؟
هغه کېناست، لېست ته یې ولیدل، بیا یې وویل: (۱۱، ۱۰ او ۹ خو لرم، ۷ او ۸ به هم وي، خو ۲، ۳، ۴ او۵ پنځم نشته او په۱ شمېره خو بیخي پوه شوی نه یم؛ نو یعنې ۵۰ نومرې مې واخیستې.)
ما ورته وویل: (خو ته دوه وړتیاوې نورې هم لرې چې په لېست کې باید ورزیاتې شي، پلټنه او غوښتنه.) بیا مې ورته وویل، څوک چې ډېره پلټنه او هلې ځلې کوي معمولاً خپلو غوښتنو ته رسېږي.
زه فکر کوم سړي له خوښۍ سره ډېره مینه علاقه لرله، ویې منله چې لېست ښه دی، خو لومړۍ شمېره یعنې معنوي تجربه ورته لا هم ګونګه وه، مانه یې تشریح وغوښته.
ورته مې وویل: (ګوره، که خوښي خپله موخه (هدف) شي هېڅکله نه ترلاسه کېږي، موږ د مهمو کارونو په اړه ژمنتیا (تعهد) لرو او خوښي د هغو غبرګون دی، ماته دا ثابته شوې چې خدای سره ژمنتیا خوښي ورکوي.)
سړي په مېز ګوتې ټکولې، غلي غوندې یې وویل: (یعنې ته څه وایې چې خدای به مې خوشاله کړي؟)
ورته مې وویل: (هو! خو که رښتیا خوښيوغواړې، زه هم درسره مرسته کوم، خو زما مرستې ته به اړتیا ونه لرې. سپېڅلی کتاب ولوله، خدای سره وغږېږه او ورته ووایه چې د هغه له رضا سره سم ژوند کوې، دې سره به د ژوند کولو ځواک ومومې او خوښي به هم درمخه کړي، دغه چارې ته زه معنوي تجربه وایم.)
بلاخره یې وویل: (نو که د خدای له خوښې او رضا سره سم ژوند وکړم، فسق و فجور باید پرېږدم…………….. همدې ګناهونو لکه چې رانه خوشالي اخیستې ده.)
هغه اصلاً ځان هڅاوه او زه هم ورسره شوم، خو لږ ووېرېدم او دا فکر راسره پیدا شو چې ښايي خدای ورته خپله هدایت کړی وي او دې ځای ته یې رالېږلی وي. خدای هغه هوښیار سړي ته دا موقع ورکړې وه چې د ژوند لار ومومي او خپل ژوند ته معنا او خوښي ورکړي.
سړی پاڅېده، مېز نه تاو راتاو شو، ما ویل چې راځي او ماته ګني د خداي په امانۍ لاس راکوي، خو هغه مې په اوږو لاسونه کېښودل او ما یې په سترګو کې اوښکې ولیدې.
ویې ویل: (زه پوهېدم چې د پوښتنې ځواب مې په ایمان کې دی، خو دا مې نه منله، زه پوهېږم، که تا راته دا لارښوونه نه وی کړې چې بېرته ایمان ته ستون شه؛ نو سخت به نهیلی وم.)
تاسې ته به عجیبه وي، خو هغه کس د خپلې پوښتنې ځواب پیدا کړی و او ددې خوښي دومره وه چې سړی پرې راضي و.
د سړي ایمان بېرته را ژوندی شوی و او دې کار سړی هم را ژوندی کړی و. که له خپلې لارې اوښتی وای، لاشعوري او په نامشخصه توګه به یې ځان کې ایمان لټولی. نن چې زرګونه خلک خوښي نه لري، په همدې حالت دي. دوی هم کولای شي چې خوښي او د ژوند معنا ومومي او داسې بدلون په ځان کې راوړي.
تاسې به ښايي ووایئ: (ډېر ښه، تا چې د چا کیسې وکړې دا ورته ښه لاره ده، خو زما غمونه او ستونزې سختې ډېرې دي، ما خوښۍ ته نه پرېږدي.)؛ نو تاسې ته باید ووایم چې ټاکنه ستاسې په لاس کې ده.
ډېر خلک خوشالي ټاکي، خو له بده مرغه بیا په هغو ګناهونو فکر کوي چې ښايي څو کاله مخکې یې کړې وي، په همدې کار خپله خوښي او ډاډ بېرته ختموي.
دوی لکه برمه خپل ذهن په دې خاطر سوری کوي چې دا فکرونه ترې وباسي، خو دا فکرونه نه ختمېږي، دا باید ومینځل شي.
څو کاله مخکې مې نیویارک کې دفتر ته یو لوړپوړی کاناډایي چارواکی راغی، لوړې زده کړې یې لرلې او خپل هیواد کې د پېچلو چارو مسئول و. ویل یې زما د کتابونو د لوستونکي په توګه راته راغلی دی، له کلونو مې یوه ستونزه ځوروي غواړم درسره یې شریکه کړم. ده فکر کاوه چې نننی خفګان یې ګني د څو کاله مخکینۍ پښېمانۍ له امله دی.
ښځه پرې لکه چې ډېره ګرانه وه، ویل یېډېره ښایسته، بافکره او ټولنیزه مېرمن وه. سړي وویل: (ښځه مې تر ټولو ډېره پاکه او مهربانه مېرمن وه، په ما یې ډېر پام کاوه، خو زه دولت کې ډېر بوخت وم او پرمختګ مې غوښت، دې سره مې اخلاق یو څه ترخه شوي وو.)
ویل یې د ورځې به دفتر کې پر ځان واکمن و، خو زور به یې د شپې له مېرمنې واته. هر ځل به یې بښنه غوښته او مېرمن به یې بښه. تر دې چې یوه ورځ په ښځې د زړه حمله راغله او په یوه شواروز کې مړه شوه، سړي وویل: (زه مات شوم، ځکه دومره ورسره عادت وم چې بیخي رانه هرڅه ګډوډ شول.) په سړي بیا داسې پېښه شوې وه چې ښايي هر چا سره وشي، یو فکر ورسره پيدا شو او دا فکر له انسانه خوښي تروړلی شي، زما لیدو ته چې راغی د مېرمنې د مرګ اوه کاله یې شوي وو، خو کوم فکر چې ورسره پیدا شوی و، په ډېره بې رحمۍ یې دده له ذهنه خوښي او ارامي تروړلې وه او سړی يې ګواښه.
پوښتنه مې ترې وکړه: دا نالوستی فکر څه و چې دومره وده یې کړې، په تا واکمني کوي او ته یې مات کړی یې؟
یوه شېبه غلی و، ځان سره په لانجه و، بیا یې وویل: (دا بې ادبي مې وبښه چې ځواب مې در نه کړ، دا خبره مې لا چا ته نه ده کړې، خو تاسې ته مې وویله، ځکه زه وایم چې ته به راسره مرسته وکړې، په تاسې له نورو له ډېر باور کېدای شي.)
ما یې خبره ورپرې کړه: هو، بیخي ډاډه اوسه. (ما هم تراوسه دا کیسه چاته نه وه کړې، خو اوس مې هغه ملګری مړ دی.)
ویې ویل: (زه د خپلې مېرمنې تریخ مجازي خدای وم، هغه چې مړه شوه، څو ورځې تېرې شوې او ما چې ورسره څه کړي وو ټول مې سترګو ته ودرېدل، همدا د ګناه احساس اوس دومره لوی شوی چې مات مې نه کړي، نه مې پرېږدي.)
ومې پوښت: (په دین عقیده لرې؟)
ویې ویل: (هو، موږ دواړه عقیده لرو، هغه فرښته وه، مومنه وه، دواړه به یو ځای عبادت ته تلو.)
له سترګو یې اوښکې څڅېدې، په نیم نیم غږ یې وویل: (له … له مرګ .. څو ورځې وروسته یې راته وویل …. چې تا سره تلپاتې مینه لرم…. او جنت کې به هم رایادېږې.)
ناڅاپه مې ذهن ته یوه پوښتنه راغله، ورته مې وویل: (نو غواړې چې هغه په جنت کې خوشاله کړې؟)
د هغه منطق دا دلیل منلی و، ویې ویل: ډېر ښه، دا کار خو له نن ورځې کوم.
او دا چاره ددې سړي اروایي درملنه وه.
بیا یې راسره ټیلیفوني اړیکه لرله، نوی ذوق او تازه بدلون مې پکې لیده، ده اصلاً خپل باور او ایمان بیا موندلی و او ډېر خوښ و. هغه به ویل بلې نړۍ سره اړیکه دومره سخته نه ده، (سره له دې چې مېرمن مې مړه ده خو ستاسې منطق په دې قانع کړم چې موږ جلا شوي نه یوو، موږ یو ځای یوو او ښه احساس کوو.)
دا تجربه ددې لامل شوه چې زه کېنم او په ټولو هغو خوشاله انسانو فکر وکړم چې ما تر دې دمه لیدلي وو. ځینو پکې دا خوښي ډېره په سختۍ خپله کړې وه، لاندې بېلګې ته وګورئ.
یوه ورځ د مرکزي امریکا د کوم هیواد ولسمشر له خپلې ښکلې مېرمن سره زما دفتر ته راغی. دوی کومې معاینې لپاره نیویارک ته راغلي ول، د مېرمن یې انګلیسي ښه روانه زده وه، زنګ یې راوهلی و چې کومه ستونزه لري او لیدل یې اړین دي. زه دې ته حیران وم چې د یوه هیواد ولسمشر به ماسره څه کار لري، خو زما ژوند کې دا عجیبې تجربې شته؛ نو په خدای مې توکل کړ، چې که بند راغلم هغه به خیر کړي.
دا نازولی سړی چې زما دفتر ته راننوت، څنګه چې کېناست دستي یې اصلي موضوع را واخیسته ویې ویل:
که څه هم د سړي انګلیسی ډېره روانه نه وه، خو مطلب ترې اخیستل کېده.
خبره یې وغځوله:
ومې پوښت: (خدای تر ما ډېر بښونکی دی، که نه ده داسې؟)
سړي را ولیدل، ما خبره وغځوله: (ښاغلی ولسمشر! تاسې چې کوم امرونه کړي دا ستاسې دنده وه او د هیواد لپاره مو کړي.)
هغه لاسونه یو بل کې نیولي وو، ویې ویل:
ومې ویل: (ښاغليه! زه هم د زړه له تله تاسره همغږی یم، ډېر خلک زیاتره وخت خفه وي او رواني ستونزې لري، راځه له خدایه وغواړو چې څه مو د دندې او مسئولیت له مخې کړي راته یې وبښي.)
هغه واکمن سړي چې کومه خبره وکړه، هغه مې نه هېرېږي: (ای رحمان ذاته، ته خپل دې ګنهګار بنده ته وګوره، چې له دومره ګناهونو سره بیا هم په تا مئین دی. زه پښېمان یم، زه خفه یم، که ومې وبښې او لاس مې ونیسي، هڅه به کوم چې تل دې منونکی او وفادار ووسم.)
سړي ناڅاپه عجب غبرګون وښود، ودرېده، بوټونه یې سره ووهل او عسکري سلام یې وکړ. دا سلامي ماته نه وه، داسې ښکارېده لکه په ځان کې یې چې کوم ناڅرګند سړی لیدلی وي، هغه خپل ذهن پرېمینځه او ارام شوی و. څو کاله یې ښه خوشاله او ارام ژوند وکړ، لکه د خوښۍ لپاره اړینه وسیله یې چې موندلې وي.
البته د خوښۍ په لاره یو بل خنډ هم شته او دا مو روغتیا ته زیان اړولی شي، دا خنډ له نابښل شویو موضوعاتو سره رخه (خصومت) ده. په موږ کې چې رخه ډېره شي او ختموو یې نه؛ نو په اصل کې بدني ستونزو ته لاره هواروو.
رفورډ ویلیمز داخله ډاکټر او د دوک پوهنتون د طبی مرکز د چلندیزو ناروغیوڅېړونکی دی، دی وایي: (رخه نه یوازې د زړه ناروغي پيدا کوي، بلکې ښايي د نورو پېښو لامل هم شي.)
ډاکټر ویلیمز او ملګرو يې په بېلابېلو ډلو څېړنې کړې وې او دا يې څرګنده کړې وه چې د رخې بېلابېلې درجې په بدني روغتیا څه اغېز ښندي؟
لومړنۍ څېړنې د طب په محصلینو وشوې او تر پنځه ویشتو کالو وغځېدې. څېړونکو وښوده چې ډېرو رخهپالو خلکو کې د لږو هغو په پرتله د زړه او سینې ناروغیو او له امله یې د مړینې د خطر کچه پنځه سلنه لوړه وي.
ورته څېړنه د حقوقو په محصلینو وشوه او دېرش کاله وغځېده، معلومه شوه چې ډېر رخهپاله یا کینه کښ خلک د لږو هغو په پرتله څلور ځله ډېر د زړه ناروغۍ او له امله یې د مرګ خطر سره مخ وو.
هغه زیاتوي: (ایمانداره خلک اوږد ژوند کوي.)
او دا خبره رښتیا ده، کرکه او غوسه انسان له اروايي او بدني پلوه ورانوي، خوښ خلک زیاتره وخت عاجز او بې دعوې وي. دا څه وخت مخکې یوه هوټل ته تللی وم، له یوه خاکساره انسان سره مخ شوم.
زما خوا کې مېز ته ناست و، ومې پوښت: (څه کوې؟)
سره له دې چې د فولادو فابریکه کې یې کار کاوه، خو جامې يې ښې پاکې او منظمې وې، ما وپوښت چې کومه برخه کې کار کوې، ویې ویل چې اداري برخه کې مدیر سره مرسته کوم.
بیا مې ترې پوښتنه وکړه چې په فابریکه کې دې بست څه شی دی؟
ورو یې وویل: د فابریکې رئیس یم.
خبرې مو چې سره خوږې کړې ويې ویل چې د فولادو سوداګرۍ کې ډېر بریالی دی، خو ددې بریا لپاره یې له خپلو کارکوونکو بیل جونز، سام سمیت … مننه وکړه. خپل کارکوونکي پرې ګران وو، ملګري یې بلل او ګډ کار یې کاوه.
د خوښۍ ترلاسه کولو بله لار پراخه ټولنیز واک (اقتدار) دی، هغه هم حقیقي ارزښتونو ته ژمنتیا؛ لوړ معیارونه لرل او کله کله سخت کاري فرصتونه دي. خو له دې لارې چې کومه بې ساري خوښي ترلاسه شي هغه بیا ډېره ژوره وي او ځانګړی کیف لري.
د فولادو سوداګر، کاناډايي چارواکي او د مرکزي امریکا هیواد ولسمشر … دې ټولو د خوښۍ معجون کشف کړی و:
خو تر دې ټولو مهم شی یې مینه او باور و.